منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۱ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د (خپل وطن ګل وطن) په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥): په خوست کې د (خپل وطن ګل وطن) تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د فوټبال دغه سيالۍ د خوست په ملي لوبغالي کې ترسره کيږي چې ليدو ته يې هره ورځ سلګونه کسان راځي.

د خوست د اولمپيک امر عزيز ملنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فوټبال په يادو سياليو کې د امنيه قوماندانۍ او د دوه رسنيو په ګډون د يو شمېر نورو دولتي او خصوصي ادارو ۱۵ لوبډلې شاملې دي.

هغه وايي، يادې لوبډلې په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کې څلور لوبې ترسره کوي او په ټوله کې به د فوټبال دغه سيالۍ څلويښت ورځې دوام وکړي.

نوموړى زياتوي: ((هره لوبډله ځانته سپانسر لري، ټولې ۱۵ ادارې دي چې ملکي ادارې او يوه نظامي اداره ده ،د دې ترڅنګ ملي تجار هم شامل دي او په لويه کې ددې سياليو سپانسر الکوزی کولا شرکت دی.))

عزيز ملنګ زياته کړه چې د فوټبال له دې سياليو څخه عمده موخه يې د نشه يي توکو پرضد مبارزه، د سولې او ثبات راوستل او د ناقانونه مهاجرتونو مخنيوی دی.

((هغه ځوانان چې په قاچاقي ډول سفرونه کوي هغوی دې خپله انرژي  په خپل وطن کې مصرف کړي.ددې ترڅنګ ډېر تنکي ماشومان نشه يي توکي استعمالوي او د مخنيوي ښه لار يې سپورټ دی، همدارنګه له وسله والو مخالفينو غواړو چې نور دې جنګ نه کوي او د حزب اسلامي په څېر دې روغه جوړه وکړي.))

په همدې حال کې يو شمېر لوبغاړي وايي چې  د دا ډول سپورټي سياليو په ترسره کېدو سره د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کيږي او همدا ډول د سولې او ثبات په راوستو کې هم مهمه ونډه لري.

يو تن لوبغاړي بيت الله پرواک اژانس ته وويل: (( د لوبې ګټل او بايلل مهم نه دي د سپورټ له لارې موږ کولی شو چې خلکو ته د سولې پيغام ورسوو، ځکه په دا ډول سياليو کې د خلکو ترمنځ مينه ډيريږي.))

يو شمېر نور لوبغاړي بيا وايي چې په لرې پرتو سيمو کې هغه ډول چې لازمه ده دوی ته د سپورټ زمينه نه ده برابره، خو ولايتي اداره وايي چې د ځوانانو د بدني روزنې او ودې لپاره به اړينې  استانتياوې برابر کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې