منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۰ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پنځو ولايتونو د فوټبال فدراسيون مشران د اصولو خلاف له دندو ګوښه شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٥): د بغلان، هلمند، نيمروز، اروزګان او غزني ولايتونو د فوټبال ولايتي مشران وايي، د اصولو خلاف د ياد فدراسيون د ټاکنو په لړۍ کې د فدراسيون د عمومي مشر له لوري ګوښه شوي دي.

ګوښه شوي کسان وايي، د افغانستان د فوټبال فدراسيون د بنسټليک او فيفا د مقرراتو له مخې، د ياد فدراسيون د رياست ټاکنې بايد هر څلور کاله وروسته ترسره شي او عمومي مشر يې نه شي کولى هيڅ کوم ولايتي مشر د خپلې کاري دورې له بشپړېدو شپږ مياشتې وړاندې ګوښه کړي.

کرام الدين کريم، د ١٣٩٢ لمريز کال د ليندۍ په څلورمه نېټه د ياد فدراسيون د ولايتي مشرانو د مستقيمې رايې له مخې؛ د عمومي مشر په توګه وګومارل شو او د مقرراتو پر بنسټ، د روان کال په ليندۍ مياشت کې بايد ټاکنې ترسره شوې وى، خو د بېلابېلو دلايلو له مخې؛ ټاکنې ترسره نه شوې او ټاکل شوې چې د ١٣٩٦ کال د وري مياشتې په ١٦ مه نېټه، په کابل کې د فيفا غړو په حضور کې ترسره شي.

د يادې ډلې يوه معترض، ولي مورچل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه اونۍ وړاندې د نامعلومو دلايلو له مخې، د بغلان ولايت د فدراسيون له مشرتابه ګوښه کړل شوى دى.

هغه وويل: "په يوه کال کې کرام الدين کريم شپږ ځلې کابل ته راوبللم او په يوه نه يو ډول يې هڅه وکړه، څو له اوسني مشرتابه ملاتړ وکړم، خو چې کله په دې پوه شو چې زه د فدراسيون په مشرتابه کې د اصلاحاتو او مسلکي کسانو غوښتونکى يم، له پلخمري څخه کابل ته يو پلاوى راغى او په يو لړ سفارشي ټاکنو کې يې زما پر ځاى بل څوک په دنده وګوماره."

د مورچل په وينا، دغه ګام د فوټبال نړيوال فدراسيون د مقرراتو او د فوټبال فدراسيون بنسټليک پر خلاف پورته شوى او نوموړي د يو شمېر لوبغاړو په ګډون په دې اړه خپل غږ پورته کړى دى.

د هلمند فوټبال فدراسيون پخواني مشر عنايت الله صاحب زاده وويل: "درې کاله وړاندې د ټاکنو له لارې د هلمند د فوټبال مشر په توګه په دنده وګومارل شوم او په دغه موده کې مې د لوبغاړو د همغږۍ او د ورزش د پرمختګ لپاره ډېر کارونه وکړل، خو شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د هغو ټاکنو پر مهال چې له مرکز يې مشري کېده، د ولايت، ولايتي شورا او بدني روزنې د استازو له ګډون پرته ګوښه کړى شوم."

نوموړي زياته کړه، فکر کوي د هغو نيوکو له امله ګوښه شوى چې نوموړي د فدراسيون پر مشرتابه يې درلودې.

د نيمروز د فوټبال فدراسيون پخواني مشر وحيد عزيزي هم وويل: "اته مياشتې وړاندې د هغه پر ځاى بل کس معرفي شو، خو له هغه وروسته چې کله ولايت او ولايتي شورا دغه مکتوب ونه مانه، نو د نيمروز ولايت د فوټبال فدراسيون فعاليت د عمومي رييس له لوري ځنډول شوى دى."

د اروزګان د فوټبال فدراسيون پخواني مشر کريم الله هم ادعا وکړه، چې د فوټبال فدراسيون عمومي مشر هغه شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د يوه مکتوب په لېږلو سره له دندې ګوښه کړى دى.

هغه وويل: "اوس چې د فدراسيون د رياست د ټاکنو موده رانږدې شوې، کرام الدين کريم هڅه کوي، څو د خپلو مخالفينو پر ځاى د هغه پلوي کسان په دندو وګوماري؛ په داسې حال کې چې دا کار د قانون خلاف دى."

کريم الله زياته کړه: "د فوټبال فدراسيون مشر، په دوه حالاتو کې د فوټبال ولايتي مشران ګوښه کولى شي، لومړى د اړوندو ولايتونو د ټيمونو مديرانو لاسليکونه بايد ولري، دويم دا چې د فدراسيون قضايي کمېټې له لوري يوې تېروتنې تورن شي، خو دا دوه موارد هېڅکله هم زما په اړه نه دي رعايت شوي."

د غزني د فوټبال فدراسيون  پخواني مشر محمد داود وويل: "دوه مياشتې وړاندې له مرکز څخه يو مکتوب راغى، چې په کې زما په ځاى بل څوک معرفي شوى و او له همدې لارې يې زه ګوښه کړم."

هغه وويل: " فدراسيون د مافيا له لوري اداره کېږي، دا چې په هغوى مې زور نه رسېده نو چوپ پاتې شوم، دوى داسې کسان دې چې څه وغواړي، هغه کوي."

ورته مهال د فوټبال ملي ټيم پخواني روزونکي او د يادې برخې کارپوه علي اصغر اکبرزاده، د يادو ولايتي مشرانو پر ګوښه کولو نيوکه وکړه او ويې ويل: "د فدراسيون د بنسټليک له مخې، د فوټبال فدراسيون مشر د دې حق نه لري چې د څلور کلنې دورې له بشپړېدو شپږ مياشتې وړاندې د ولايتي مشرانو کوم يې ګوښه کړي."

هغه زياته کړه: "د فوټبال فدراسيون د جزايي مقررې په ١٠١مه ماده کې راغلي، چې د فدراسيون مشران تر هغه چې د قضايي برخې له لوري په کوم ځانګړي جرم او يا تېروتنې محکوم نه شي؛ خپلې دندې ته به دوام ورکوي."

اکبرزاده څرګنده کړه، د مقرراتو له مخې د فدراسيون ټول هغه مشران چې د فدراسيون رياست د ټاکنو له ترسره کېدو د شپږو مياشتو په ترڅ کې ګوښه شوي دي، قانوني دي او د فدراسيون رياست په ټاکنو کې د رايې له حق برخمن دي.

خو د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم د ولايتونو د يو شمېر مشرانو د بدلېدو خبرې د منلو ترڅنګ، وويل "په ځينو ولايتونو کې د ولايتي ټيمونو د مديرانو او لوبغاړو د وړانديزونو له مخې، ټاکنې ترسره شوې او نوي مشران يې وټاکل شول چې په دغه برخه کې هيڅ قانوني ستونزه نشته."

کريم د فوټبال په فدراسيون کې د هر ډول قانوني سرغړونې د ردولو ترڅنګ وويل، که چېرې څوک په دې تړاو اسناد او شواهد لري، نو بايد وړاندې يې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې