منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

اطلاعاتو ته د لاسرسي لارې چارې په نوم کتاب چاپ شو

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ١١ کب ٩٥): اطلاعاتو ته د لاسرسي لارې چارې په نوم کتاب چې ژورنالېست او د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ليکلى، نوی چاپ او خپور شو.

یاد کتاب چې ۱۷ څپرکي او ٣١٦ مخونه لري، د دوه زره ټوکو په شمېر په کابل کې چاپ شوی دی.

ليکوال دغه کتاب د اطلاع رسونې هغو مخکښانو ته چې د افغان ولس د خبرتيا لپاره یې شپه او ورځ پر ځان یو کړي، ډالۍ کړى دى.

د کتاب ليکوال دانش کړوخېل وايي، دا اړينه ده چې خلک اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له رامنځته شوو پرمختګونو خبر شي، څو له مخې يې اړينو اطلاعاتو ته لاسرسى ومومي او په دې برخه کې يې پوهاوى ډېر شي.

هغه زياته کړه: ((همدې اړتياوو زه دې ته وهڅولم چې په يادو برخو کې اړين معلومات د يو کتاب په بڼه راټول کړم، څو خلک په تېره بيا ژورنالېستان چې د اطلاعاتو راټولولو او خلکو ته يې د رسولو دنده لري، ګټه ترې پورته کړي او په دې توګه د فساد پر ضد غښتلې مبارزې ته لار هواره او په چارو کې روڼتيا رامنځته شي.))

کړوخېل وايي دغه راز بله موخه یې په ادارو کې د رڼې حساب ورکونې د روحيې پياوړې کول دي څو په پايله کې د چارو له سمون سره پر دولت د خلکو باور ډېر شي.

د نوموړي په خبره، په دغه کتاب کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ډېرى هغه مسايل را اخيستل شوي چې هېوادوال، په ځانګړې توګه ژورنالېستان، ليکوال او څېړونکي ورته ډېره اړتيا لري، ځيني خو داسې مسايل هم په کې روښانه شوي چې مخکې يې د توپير په اړه ډېرو کسانو شک درلود.

هغه وايي: ((دغه راز دا هڅه مې هم کړې چې د اطلاعاتو د لاسرسي په اړه د نورو هېوادونو د لاسته راوړنو بېلګې او د هغو د قوانينو مهم ټکي د موضوع د لا روښانولو په موخه ذکر کړم؛ دا ځکه چې زموږ په هېواد کې دا بهير نوی دی خو په نړۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پراختيايي بهير له ۲۵۰ کلونو څخه ډېر عمر لري او په دې برخه کې يې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.))

د دغه کتاب په وروستۍ برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسيون د داخلي چارو کړنلاره او د اطلاع رسولو د ډول لارښود چې له لوستونکو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي د لارو چارو په موندنه کې مرسته کولاى شي، هم راغلي دي.

د لومړي ځل لپاره د ١٣٩٣ لمريز کال په مرغومي مياشت کې د هېواد په تقنيني سيستم کې «اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون» اجرائيوي بڼه غوره کړه، په دې توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته د رسېدو لپاره هېوادوالو ته يو لوی کار وشو؛ ځکه چې دغه قانون خلکو ته حق ورکوي څو د دولتي ادارو په واک کې شته اطلاعاتو ته لاسرسى ولري.

ليکوال او شنونکى نجيب منلى د دغه کتاب په اړه وايي، تر کوم ځایه چې زما پوهه ما ته د قضاوت اجازه راکوي، د هڅاند ژورنالېست دانش کړوخېل دغه اثر د افغانستان د رسنیو د فضا د علمي او منطقي تنظیم لپاره یو بې ساری ګټور ګام دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون مشر سید اکرام افضلي د دغه کتاب په هکله څرګندوي چې په دغه کتاب کې پر ډېرو جامع موضوع ګانو بحث شوی او اړین معلومات وړاندې شوي دي.

دغه راز هغه زیاتوي چې په دغه کتاب کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د ارزښت، څرنګوالي او د حقوقي بنسټونو په اړه په ډېر تفصیل سره بحث شوی، د ډېرو معتبرو ملي او نړیوالو سازمانونو او کارپوهانو له نظرونو او تحلیلونو څخه استفاده شوې ده.

د نوموړي په خبره چې د دغه کتاب ځانګړتیا په دې کې ده چې د نړۍ او افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانینو پرتله يیز تحلیل په کې شوی او د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره د دغو قوانینو پیاوړي او کمزوري ټکي په ګوته شوي دي.

افضلي وايي، زه پر دې باوري یم چې دغه کتاب نه یوازې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د عامه پوهاوي په پراختیا او په ادارو کې د روڼتیا او حساب ورکولو فرهنګ په دودېدو کې مرسته کوي، بلکې په هېواد کې د اطلاعاتو د قانوني چوکاټ په ښه کولو کې به هم اغېزناک ثابت شي.

هغه د خپلو خبرو په پاى کې وايي چې د دغه کتاب لیکل اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو یو خورا مهم ګام دی چې دانش کړوخېل له ډېرو بوختیاوو سره- سره چمتو کړی او موږ ترې منندوى يو.

د امريکا د متحده ايالتونو د سولې انسټيټيوټ د ښې حکومتولۍ، ټاکنو او رسنيو د پروګرامونو مسوول احمدالله ارچيوال د دغه کتاب په اړه ويلي چې د “اطلاعاتو ته د لاسرسي لارې چارې” په کتاب کې دانش کړوخېل د اطلاعاتو ارزښت، له اطلاعاتو څخه د استفادې او په اړه يې موجودې تګلارې، اصول او قوانين روښانه کړي دي.

د نوموړي په خبره، په کتاب کې نه يوازې دا چې اطلاعاتو ته لاسرسی د هېواد د وګړو د حق په توګه څېړل شوی، بلکې ژورنالېستانو ته لارښوونه شوې چې د قانوني او حقوقي ملحوظاتو په پام کې نيولو سره اطلاعات په څه ډول ترلاسه کړي.

ارچيوال وايي چې د کړوخېل له خوا د دغه کتاب ليکل د ژورنالېستانو او مدني فعالانو د کارونو د لا موثریت او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د لا ډېر پوهاوي رامنځته کېدو په برخه کې يو پياړوی ګام دی.

هغه زياتوي چې دغه کتاب په افغانستان کې د اړوندو موضوعاتو په اړه له مخکې د موجودو موادو د بډاينې او علمي څېړنو لپاره د يو موثر ريفرنس رول ترسره کولای شي او وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه پر پښتو ژبه دا لومړی کتاب دی، هيله ده دغه کتاب د اړوند موضوعاتو په اړه د لا نورو څېړنو پيلامه وګرځي.

د دغه کتاب په پاى کې د ملپاڼو تر څنګ ١٦وړانديزونه، پايله، ماخذونه او د لیکوال لنډه پېژندنه راغلي دي

د يادونې ده چې تر دې وړاندې پر پښتو ژبه اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه کوم ځانګړى اثر نه و، خو اوس د دې ټولګې په چاپ سره لږ تر لږه يو مستقل او معلومات لرونکى ځانګرى اثر رامنځته شو.

د دانش کړوخېل د نورو خورو ورو ليکنو تر څنګ دغه درېیم اثر دی چې چاپېږي.