جلال اباد (پژواک، ١٨ کب ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د سيد جمال الدين افغان تلين ونمانځل شو.
په ختیځ کې د اسلامي ویښتابه سرلاري افغان فیلسفوف علامه سید جمال الدین افغاني د تلین په اړه جلال اباد ښار کې د مسلمانو ځوانانو بنسټ (نجم) له لوري خلکو ته د علامه د شخصیت، فکر او مبارزې د ورپیژندلو غونډه جوړه شوې وه چې پکې د پوهنتون استادانو او ګڼ شمیر محصلینو برخه واخیستله.
په ننګرهار ولایت کې د نجم استازي سیف الاسلام سیرت پژواک ته وویل چې د غونډې له جوړولو یې اساسي موخه د ولس تر منځ د سید جمال الدین افغاني د فکر او فلسفې عامول دي.
نوموړي زیاته کړه ، چې نجم هر کال په بیلا بیلو ولایتونو کې پدې ورځ کنفرانسونه او غونډې کوي.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی محمد شریف رحماني د علامه سيد جمال الدين افغان په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې نوموړي د ځانګړي استعداد او اغیز له مخې وکولای شو له استعمار څخه د اسلامي امت د خلاصون په لار کې یې د پام وړ کوښښ وکړي.
د رحماني په وینا، افغانستان او اسلامي نړۍ کې د اسلامي نهضت ګڼ مشران د علامه د فکر لارویان وو او په خپله مبارزه کې یې د هغه له لارو چارو ګټه اخیستلې ده.
غونډه کې د سلام پوهنتون استاد دکتور رحمت الله زاهد او په ختیځ کې د جمعیت اصلاح ټولنې استازي عبدالرحیم صراف هم د سید جمال الدین افغاني په ژوند خبرې وکړي.
له علمي بیانونو پرته په غونډه کې ګډون کوونکو شعرونه او ترانې هم واورولې. علامه سید جمال الدین افغاني ۱۹مه پیړۍ کې د اسلامي معاصر فکر او پان اسلامیزم فلسفې موسس او مخکښ و چې په منځني ختیځ، جنوبي اسیا او اروپا کې یې د کار اغیز او لارویان تر سترګو کیږي. افغاني ۱۸۹۷ کال د مارچ میاشتې په ۹مه نیټه د ناروغي له امله په استانبول کې وفات شو او په ۱۹۴۴ کال د افغان حکومت په رسمي غوښتنه یې د قبر پاتې شوني کابل ته ولیږدول شول او کابل پوهنتون کې خاورو ته وسپارل شول. افغان حکومت د کابل ښار یو سړک د افغاني په نوم نومولی او په کابل او نورو ولایتونو کې ګڼې تعلیمي، تحصیلي، صحي او دیني ادارې او پارکونه او سړکونه یې په نامه دي.










