منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۳ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

څېړنه: د هېواد په ودانيزو چارو کې د روڼتيا نه شتون له امله ميلياردونه ډالر خوړل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۷ کتنې

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٥): په افغانستان کې د زېربنايي ودانيزو پروژو په اړه يوه تازه څېړنه ښيي، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په دې برخه کې د روڼتيا نه شتون، شخصي جيبونو ته د ميلياردو ډالرو د غورځېدو لامل شوي دي.

دغه څېړنه، چې د افغانستان روڼتيا د څار ټولنې (Integrity Watch Afghanistan) په همکارۍ د افغانستان په ودانيزه برخه کې د روڼتيا د نوښت بنسټ (Construction Sector Transparency Initiative-Afghanistan) له لوري ترسره شوې، نن اعلان شوه.

د افغانستان په ودانيزه برخه کې د روڼتيا نوښت موسسې د غړو بنسټونو ډلې مشر او د اقتصاد وزير عبدالستار مراد، نن په کابل کې د ياد بنسټ تازه پايلې اعلان کړې.

هغه وويل، د ظرفيت ټيټوالى، د تدارکاتو په برخه کې موجوده ستونزې، د موازي جوړښتونو موجوديت او په ځنډ سره د مالي ملاتړ کوونکو له لوري د پراختيايي پروژو د لګښتونو ورکړه، هغه ستر ګواښونه دي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په ودانيزو چارو کې موجود وو.

مراد زياته کړه، د يادې څېړنې پر بنسټ، په دې اړه د بېلابېلو سازمانونو له لوري  کنټرول، څېړنه او څارنه ترسره شوې، چې دا لړۍ تر اوسه په غير اغېزناک ډول او لاسوهنې په بڼه ترسره شوې او دغه راز ناامني او محدوده سرچينې له پروژو څخه د څارنې او عملي کولو په برخه کې د ستونزو راولاړېدو لامل شوې دي.

 د اقتصاد وزير وويل، پراختيايي پروژو کې د انډول نه شتون او د معلوماتو رسولو پروګرامونو کموالى په دې برخه کې نورې ستونزې ګڼل کېږي.

مراد همدارنګه څرګنده کړه، د ودانيزې برخې پراختيا ته بايد زمينه برابره شي او افغان دولت په ټولو برخو په ځانګړي ډول ياده برخه کې روڼتيا رامنځته کولو ته ژمن دى.

د افغانستان په ودانيزه برخه کې روڼتيا نوښت بنسټ له ١٢ غړو جوړ دى چې دولتي، مدني بنسټونه او په ودانيزو چارو کې د خصوصي برخې استازي په کې ګډون لري او دغه بنسټ شاوخوا شپږ مياشتې مخکې جوړ شوى دى.

د ياد بنسټ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه څېړنه په تېرو لسو مياشتو کې د جرمني د پراختيايي همکاريو ادارې ( GIZ) په مرسته ترسره شوې چې موخه يې په هېواد کې په ودانيزه برخه کې د شته فرضتونو او ننګونو ارزونه ده.

ويل شوي چې په ياده څېړنه کې له کتابتوني، سيمه ييزو څېړنو او مرکو له روش څخه استفاده شوې ده.

دغه راز اعلاميه کې ويل شوي: "په تېره يوه لسيزه کې د بنسټيزو پروژو د جوړولو په لړۍ کې د روڼتيا نه شتون؛ شخصي جيبونو ته د ميلياردونو ډالرو د غورځېدو لامل شوى دى."

د ياد بنسټ د ودانيزې برخې همغږي کوونکي صبغت الله کريمي پژواک ته وويل، د يادې څېړنې د موندنو پر بنسټ، هغه کارونه چې د حکومت او خصوصي برخې له لوري شوي؛ د فساد په ګډون په کې ډېرې ستونزې موجودې دي.

د کريمي په وينا، له دغو پروژو يې ځينې د پېژندګلوۍ او اړيکو له مخې، د داوطلبۍ له پړاوونو پرته شرکتونو ته ورکړل شوې دي.

له ودانيزې برخې د دولت کلک ملاتړ، پياوړتيا او باور جوړونه، د مالي سرچينو پېژندل او د ظرفيتونو پراختيا، د عامه پوهاوي او معلوماتو پروګرامونو زياتول او په دغه برخه کې د اطلاعاتو خپرول هغه وړانديزونه دي، چې د ياد بنسټ په وينا، په دغه برخه کې د فساد کچې له کمښت او روڼتيا سره مرسته کولى شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد