منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د يو نيم ميليارد افغانيو په ارزښت شپږ پروژې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ وری ٩۶): په ننګرهار ولايت کې د څه باندې يو نيم ميليارد افغانيو په ارزښت د بيارغونې يوه پروژه بشپړه او د شپږو نورو چارې پیل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د ښځينه پوليسو لپاره د اسانتياوو برابرولو شپږ پروژې پيل شوې، دغه راز يو کليوالي سړک تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

هغه زياته کړه چې ښځينه پوليسو لپاره دغه پروژې د سره رود او بهسودو ولسواليو په امنيه قوماندانيو، ترافيکو مديريت، روغتيا امريت او د پولیسو لومړۍ او دويمې امنيتي حوزو کې پيل شوې.

د خوږياڼي په وينا، د يادو پروژو مالي لګښت د ملګرو ملتونو پرمختيايي (یو اېن ډي پي) ادارې له خوا ورکول کېږي چې شاوخوا ٢٢ ميليونه ډالره کېږي او چارې به يې په درېيو مياشتو په کې بشپړې شي.

دى وايي چې يادو شپږو پروژو کې ښځينه پوليسو ته د جامو مينځلو، بدلولو او نورو اسانتياوې برابرول هم شامل دي .

د يو اېن ډي پي اداري استازي د پوليسو په ليکو کې د ښځينه پوليسو دندې مهمې وبللې او د ورته اسانتیاوو پر رامنځته کولو يې ټینګار وکړ.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ په ولس درې سيمه کې د څلور عشاريه پنځه کيلومتره سړک جوړېدو چارې بشپړې او ګتې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار ولایت د رسنيو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سړک نهه متره پلنوالی لري چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د پنځلس زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شو او چارې يې د دوو مياشتو په موده کې بشپړې شوې.

سرچينې زياته کړې چې د دغه سړک په جوړېدو سره د سيمې پنځلس سوه کورنيو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شوې.

د ولايت د سکتوري چارو رييس احمد شاه سادات له دولت سره د خلکو او له خلکو سره د دولت همکاري مهمه ياده کړه او هم يې د دې ډول پروژو پلې کېدا پر دولت د خلکو د باور لپاره مهم وباله.

مسوولينو د سيمې له خلکو غوښتنه وکړه چې پر ياد سړک سربېره د ټولو رغنيزو پروژو په ساتنه کې خپله همکاري جاري وساتي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي حبيب ګل د ياد سړک پر جوړېدو خوښي وښوده او له ولايتي ادارې يې غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې دې ورته نورې پروژې هم پيل کړي چې خلکو ته يې ګټه ورسېږي.