هرات (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): يوې افغان مېرمنې، د خپل مېړه ستونزې د حل په موخه چې ايران کې ورسره لاس او ګرېوان شوى و، خپل پښتورګى پلورلى او مېړه يې پرې له ستونزې ژغورلى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې يو شمېر افغانان له بېلابېلو سياسي، اقتصادي او امنيتي ستونزو ځوريږي او دغه راز په دې وروستيو کې د انسانانو د بدن غړو پلور او قاچاق يوه بله ستونزه ده، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.
د هرات ولايت اوسېدونکې ٣٥ کلنه حميده، د هغو کسانو له ډلې شمېرل کېږي چې د خپلې کورنۍ ستونزو د هواري په موخه يې د بدن يو غړى پلورلى دى.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مېړه يې په افغانستان کې له خلکو پوروړى او بې روزګاره و، چې له هغه وروسته د قاچاق وړونکو پر مټ ايران ته تللى و.
حميدې په تښتېدلي رنګ سره زياته کړه، چې مېړه يې يو مهال ايران کې د يوې شخړې پر مهال له ستونزې سره مخ شوى و.
حميدې وويل، له ايران ورته پر ټيليفون زنګ راغى، چې که چېرې غواړي مېړه يې خوشى شي نو بايد پنځوس مليون ايراني ريال (سل مليون افغانۍ) ورولېږي.
خو هغې زياته کړه: “ما د خوړو لپاره ډوډۍ نه درلوده، څنګه مې دا پيسې پيدا کولى شوې؟”
حميدې زياته کړه، کوم چا چې ترې د پيسو غوښتنه کړې وه، نوموړې يو ځل بيا ورسره اړيکه ونيوله او ورته يې وويل، چې دومره اندازه پيسې نه شي چمتو کولى.
هغې زياته کړه: “هغوى راته وويل چې پښتورګى دې خرڅ کړه او بيا موږ ته پيسې راولېږه، څو مېړه دې ازاده کړو.”
حميده، چې د څلورو بچيانو مور ده او د هرات ولايت په يوه کرايي کور کې ژوند کوي، وويل: “خپل چپ پښتورګى مې خرڅ کړ، نيمې پيسې مې د مېړه د ازادولو لپاره ورولېږلې او نيمې نورې مې پوروړو ته ورکړې.”
يادې مېرمنې خپل پښتورګى د دوه لکه افغانيو په بدل کې د هرات په لقمان حکيم روغتون کې پلورلى دى.
حميده لومړۍ مېرمن نه ده، چې په افغانستان کې په جبري توګه د بدن غړي پلورل کېدو ته اړ ايستل شوې، بلکې نور هېوادوال هم له دا ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.
د هرات ولايت يوه بل اوسېدونکي سيد اصغر هم د اقتصادي ستونزې د حل په موخه خپل يو پښتورګى پلورلې دى.
اصغر له پژواک سره د يوې مرکې په ترڅ کې ويلي: “د کورنۍ غړي مې له لوږې مړه کېدل، له مجبورۍ مې پښتورګى وپلور.”
سيدعلي، چې د اصغر پښتورګى يې پېرلى، وايي: “د تره زوى مې له څو کلونو راهيسې د يوې ناروغۍ له امله په ايران کې د پښتورګي له ناروغۍ رنځېده او په هرات ولايت کې مو د يوه پښتورګي د پېرلو لپاره هڅې پيل کړې.”
د هغه په وينا، د سيد اصغر پښتورګى يې په ١٧٠ زره افغانۍ پېرلى او له هغه وروسته يې بيا د تره زوى ته ايران ته ورلېږلى دى.
دغه راز ٢٣ کلن محمد امين چې د باميانو ولايت اصلي اوسېدونکى دى او د پښتورګي تړلو په موخه اوسمهال د لقمان حکيم روغتون کې بستري دى، پژواک ته وويل: “له يوه سړي مو چې هيڅ خپلوي ورسره نه لرو، يو پښتورګى مو ترې په ٤٨٠ زره افغانۍ وپېره او اوسمهال د وينې کمښت له امله بستر يم، چې ډېر ژر به پښتورګى هم راته پيوند کړي.”
د محمد امين ورور پژواک ته وويل، ورور يې د کابل پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي چې د دندې پر مهال ورته ياده ناروغۍ پيدا شوې وه.
هغه زياته کړه: “زموږ اقتصادي وضعيت ښه نه دى او پښتورګى هم قيمته دى، يوه په شپږ لکه افغانۍ پلوره چې موږ يې وس نه درلود، خو بالاخره يو هېوادوال چې له يو چا پوروړى و او اقتصادي ستونزه يې لرله، پر موږ خپل پښتورګى د ٤٨٠ زره افغانيو په بدل کې وپلوره، چې له هغه وروسته د پښتورګي ستونزې د درملنې په موخه هرات ته راغلو.”
٢٥ کلن محمد سالک په داسې حال کې چې د هرات په لقمان حکيم روغتون کې بستر و، په خپل تښتېدلي رنګ سره پژواک ته وويل، د پښتورګي پيوند لپاره پاکستان ته هم تللى و، خو هلته د پښتورګي پيوند ونه شو.
هغه زياته کړه: “ښځه مې خپل پښتورګى راته راکوي.”
يوازې اقتصادي ستونزه نه ده، چې له امله يې خلک د بدن غړو پلورلو ته اړ کېږي، بلکې د پښتورګي پيوند د انسانانو د بدن غړو د سوداګرۍ نوى اړخ دى چې د دې راپور په خپرېدو سره په افغانستان کې په ثبوت رسيږي.
بلخوا هېواد کې اړونده بنسټونه هم دغه موضوع مني.
د بشر حقونو کميسيون: د انسانانو د بدن غړي په تور بازار کې پلورل کېږي
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون کمېشنرې ثريا صبحرنګ وويل، ځينې ماشومان تښتول کېږي او بيا د بدن غړو د پلورونکو قاچاقچيانو لاسونو ته غورځي، قاچاق کوونکي د ماشومانو د بدن غړي وباسي او بيا يې په تور بازار کې پلوري.
هغې زياته کړه: “د دغو تښتول شوو ماشومانو د بدن داخلي غړي، د قاچاقچيانو له لوري ايستل کېږي او بيا د پښتورګي د پيوند لپاره پلورل کېږي.”
هغې زياته کړه، دا ډول جنايتکارې ډلې د ماشومانو ينې هم قاچاق کوي، چې دا د ټولو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.
د لقمان حکيم روغتون مسوولين: له سلو زيات پښتورګي مو پيوند کړي دي
د لقمان حکيم روغتون د هرات ولايت په مرکز کې دى او د افغانستان په کچه لومړنى روغتون دى چې د پښتورګو پيوند پکې ترسره کېږي.
د هرات د لقمان حکيم روغتون مشر او د پښتورګو د پيوند متخصص ډاکټر فريد اعجاز، له پژواک سره د يوې اختصاصي مرکې په ترڅ کې وويل، د پښتورګي لومړنى پيوند يې د ١٣٩٥ کال په غويي مياشت کې ترسره کړى دى.
هغه زياته کړه، د ياد روغتون ١٢ ډاکټران د شپږو مياشتو لپاره د ايران هېواد د مشهد په منتسري روغتون کې روزنه ليدلې، چې د ياد هېواد په کچه د بدن غړو د پيوند ستر روغتون دى.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په تېر يوه کال کې يې د ٥٥ ښځو او ٤٥ سړيو پښتورګي پيوند کړي، چې د دوى له جملې يې يوازې يوه کس د عملياتو پر مهال ژوند له لاسه ورکړى دى.
ډاکټر اعجاز دغه راز وويل، د پښتورګي د لومړي پيوند عمليات يې پر يوې ١١ کلنې نجونې ترسره کړى دى.
د لقمان حکيم روغتون مشر د خبرو په دوام کې وويل، د پښتورګو ډېرى پيوند د کورنيو د غړو د بدن له غړو ترسره شوي، چې له دې جملې يې ډېرو کمو کسانو خپل پښتورګي د پيسو په بدل کې پلورلي دي.
هغه زياته کړه، د پښتورګو د اهدا او ورکړې فرهنګ بايد هېواد کې عملي شي، څو د هغو کسانو ژوند وژغورل شي، چې د پښتورګو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
ډاکټر اعجاز وويل: “چا چې خپل قانوني عمر نه وي بشپړ کړى، ناروغ کس ته پښتورګى نه شي ورکولى، د عدليې وزارت د مقررې او کړنلارې پر بنسټ، له هغه چا بايد پښتورګى واخيستل شي چې له ٢٢ کلونو زيات عمر ولري.”
نوموړي زياته کړه چې د پښتورګي هر پيوند په دې روغتون کې له پنځو تر لسو زرو ډالرو پورې لګښت لري.
له بلې خوا د انسان قاچاق او کډوالو قاچاق سره د مبارزې قانون په ١٢مه ماده کې راغلي دي:((کوم کس چې د مجني عليه غړي او يا نسجونه يې پرې کړي وي، ياد شوى عمل دهغه د مړينې لامل نه وي شوى، په اوږده بند محکومېږي.))
خو دا ماده په ډاګه کوي:((که چېرته دا عمل د مجني عليه د مړينې سبب شي، په اعدام محکومېږي.))
د انسان له قاچاق سره د مبارزې عالي ادارې کمېسيون: په افغانستان کې د انسان د بدن د غړو قاچاق بانډونه شتون لري
د انسان قاچاق او کډوالو قاچاق سره د مبارزې قانون د عالي کميسيون غړي عبدالوحيد هدايت پژواک ته وويل، په يقيني توګه په کوم هېواد کې چې د انسان قاچاق شتون ولري، په هغه صورت کې بانډونه او شبکې هم فعاليت کوي او اړيکې يې له هېواده بهر وي.
هغه زياته کړه چې هر کال له ١٠تر ١٢پورې د انساني قاچاق وړونکو شبکې د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت عمومي رياست له لوري د عملياتو په ترڅ کې پېژندل او نيول کېږي.
هدايت زياته کړه:((کله چې د قاچاق خبرې کېږي، د قاچاق اړخونه پراخه دي، کوم تعريف چې په قانون کې يې د انسان د قاچاق په اړه لرو، په کې راغلي دي: هغه عمل چې يو کس يې د بل کس نه د ګټې اخيستنې په موخه تر سره کوي.))
هغه زياته کړه، له بده مرغه چې په هېواد کې ځينې شبکې او بانډونه شته چې د انسان د بدن غړي قاچاق کوي.
دهغه په خبره، عدليې وزارت د انساني قاچاق د ناوړه پايلو په تړاو د عامه پوهاوي په برخه کې پروګرامونه لري.
هغه زياته کړه چې په دې پروګرامونو کې د جوماتونو د ملا امامانو له لوري د جمعې په خطبو او د ښوونځيو د استادانو له لارې تبليغ کېږي، څو خلک په ځانګړي ډول ماشومان د ناوړه پايلو او قاچاق وړونکو له دسيسو نه خبر شي.
هغه د خپلو خبرو په پاى کې څرګنده کړه چې د افغانستان قوانينو کې سربېره پر دې چې د انسان قاچاق جرم دى، د مرتکبينو لپاره يې هم د بېلابېلو جزاګانو وړانديز شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت: په ننګرهار ولايت کې د پښتورګو د پيوند ستر روغتون جوړېږي
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح تاييد کړه چې اوسمهال د هېواد په کچه زرګونه کسان د پښتورګو په ناروغۍ اخته دي.
هغه زياته کړه چې پخوا د يادې شوې ناروغۍ د درملنې لپاره کوم اختصاصي روغتون نه و، خو د وزارت مشرتابه تصميم نيولى چې په ننګرهار ولايت کې د پښتورګو د درملنې ملي مرکز جوړ کړي.
د نوموړي په خبره، د ياد شوي مرکز د ودانۍ، تجهيزاتو او کارکوونکو د روزنې کار پاى ته رسېدلى او تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به پرانېستل شي.
هغه زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت د کورنۍ د غړو د پيوند پر مقرره کار کوي او هغه يې د عدليې وزارت سره شريکه کړې ده.
مجروح زياته کړه:((خو د لنډ مهال لپاره مو يوه کړنلاره چمتو کړې، څو د بدن د غړو پيوند تر سره شي.))
د عامې روغتيا وزارت د وياند په خبره، د هرات ولايت يو خصوصي روغتون د پښتورګو د پيوند پروسه پيل کړې او دغه جراحي عمليات يې په برياليتوب سره پاى ته رسوي.
د سرچينې په خبره، که چېرته کوم شرعي خنډ شتون ونه لري، يو شخص بل شخص ته که يې د کورنۍ غړى هم نه وي، د بدن غړو د ورکړې په برخه کې همکاري کولى شي.
د ملګرو ملتونو د پالرمو پروتوکول ٢٠٠٠ کنوانسيون سازمان کې هم د بدن د غړو اېستلو لپاره د انسان د قاچاق يادونه شوې ده.
په دې پرتوکول کې راغلي چې د ځان پلورنې، غلامۍ، جبري خدمتونو، جنسي ناوړه استفادې او يا د بدن د غړو پرې کولو په موخه د افرادو استخدام، لېږد رالږد او پناه ورکول د انساني قاچاق يوه بڼه ده.
د يادونې وړ ده چې بېوزلي او تنګ لاسي هغه ستونزي دې چې د افغانانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى او ځينې هم د يوې مړۍ ډودۍ تر لاسه کولو او نورو ستونزو د حل په موخه د خپل بدن د غړو پلورلو ته اړ کېږي.










