ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نفتي توکو اوګاز رياست لسګونو کارکونکو د دې ادارې رييس ګوښه کېدو غوښتنه وکړه

د نفتي توکو اوګاز رياست لسګونو کارکونکو د دې ادارې رييس ګوښه کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
7 May 2017 - 20:12
د نفتي توکو اوګاز رياست لسګونو کارکونکو د دې ادارې رييس ګوښه کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
7 May 2017 - 20:12

کابل (پژواک،١٧غويى ٩٦): د نفتي توکو اوګاز رياست لسګونوکارکوونکو په کاري اعتصاب لاس پورې کړى او د دې ادارې مشر يې پر فساد او کاري ناغېړۍ تورن کړى، د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه؛ خو د نفتي توکو رييس ټولې يادې ادعاوې ردوي.

اعتراض کوونکو چې شمېر يې چې څه باندې ٣٠٠ کسانو ته رسېده، د نفتي توکو او ګاز رييس وليد تميم يې د ښځو پر وړاندې پر تاوتريخوالي، د قانون خلاف په دندو ګومارلو او لرې کولو او اخلاقي فساد تورن کړ.

اعتراض کوونکو نن د نفتي توکو اوګاز رياست په انګړ کې د يوې غونډې په ترڅ کې د "مړ دې وي وليد تميم" او "موږ فاسد کس نه غواړو" د شعارونو په ورکولو سره يې له ولسمشر څخه يې د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

ياد کارکونکي ادعا کوي له کله چې وليد تميم د دې ادارې رييس په توګه ګومارل شوى دى د دې ادارې ښه توب لپاره يې هيڅ کار نه دى کړى؛ خو د دې خلاف هره ورځ په عياشي بوخت وي.

د نفتي توکو او ګاز تصدۍ کارکوونکې ليلما رسول پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نفتي توکو ادارې مشر وليد تميم د دې ادارې ښځينه کارکوونکو سره زيات تاوتريخوالى کوي.

هغې ادعا وکړه چې وليد تميم د دې ادارې ١٤ ښځينه کارکوونکې کاري مخينې ته له پاملرنې  پرته، هغوى له يوې برخې بله برخه کې ګومارلې دي.

نوموړې د دې مطلب په څرګندولو سره چې د نفتي توکو او ګاز اوسنى مشر ښځو ته هېڅ درناوى نه لري، زياته يې کړه چې نوموړي د يوه ناببره اقدام له مخې د دې رياست د ښځو شورا او جندر دفتر تړلى دى.

هغې زياته کړه: "وليد تميم زموږ حقونه تر پښو لاندې کړي دي او له تېر يو کال راهيسې له موږ سره تاوتريخوالى کوي."

د دې رياست بلې کارمندې مېرمن مايلې وويل، د نفتي توکو مشر د کوم حق له مخې هغه بلې شعبې ته تبديله کړې ده چې مسلک سره يې اړخ نه لګوي او ان يوه مېرمن هم هغه برخه کې شتون نه لري.

د نفتي توکو او ګاز رياست د موټرچلوونکو مشر محمد ملنګ هم وليد تميم بې کاره وباله او ويې ويل: " موږ نن د خپل حق لاسته راوړو لپاره لاريون کړى څو د اوسني رييس له شر څخه خلاص شو."

هغه زياته کړه: "موږ له ولسمشرڅخه غواړو چې وليد تميم دې ګوښه کړي، که نه نو موږ به خپل لاريون ته دوام ورکړو."

خو د نفتي توکو او ګاز تصدي مشراحمد وليد تميم د دې ادارې کارکوونکو ادعاګانې بې بنسټه وبللې او ويې ويل: "مخکې له دې چې دې ادارې ته راشم، فساد په کې، خو له ګومارنې څخه راپدېخوا مې د هغو کارونو مخه ډب کړه چې اداره يې بدناموله او له هرې ستونزې سره مې جدي چلند وکړ."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.