کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٦) : د ا فغانستان کرکـټ بورډ د پاکستان د مشهور لوبغاړي يونس خان سره د افغان کرکټ لوبډلې د روزونکي په توګه خبرې روانې دي.
د بي بي سي له اردو څانګې سره د مرکې پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل ويلي چې تر اوسه له يونس خان سره کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي، خو ورسره خبرې اترې يې کړې دي.
هغه زياته کړې : (( موږ غواړو چې د افغان کرکټ لوبغاړو د روزنې لپاره له يونس خان څخه ګټه پورته کړو.))
يونس خان د پاکستان يو له پياوړو لوبغاړو څخه دى، هغه له يو ورځني او شل اووريز کرکټ څخه پخوا تقاعد اعلان کړى، خو اوس يې له ټسټ کرکټ سره هم خداى پاماني کړې او له ويسټ انډيز سره خپله وروستۍ ټسټ لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل ويلي چې يونس خان د افغان لوبغاړو روزنې ته رضايت ښودلى.
نوموړي داهم ويل، په اوسنيو حالاتو کې دوى نه غواړي چې پاکستان ته د کرکـټ سياليو لپاره لاړ شي، خو زياته يې کړې چې په درېيم هېواد متحده عربي اماراتو کې له پاکستان سره لوبو کولو ته لېوالتيا لري.
خو هغه هيله څرګنده کړه چې د پاکستان لوبـډله به افغانستان ته د کرکټ لوبو لپاره سفر وکړي .
ده زياته کړې : (( د کرکټ ديپلوماسۍ سره اړيکې ښه کېږي، تر دې مخکې هم څو تنه پاکستاني لوبغاړي افغانستان ته د لوبو لپاره راغلي دي. ))
هغه زياته کړې، دوى کرکټ ته يواځې د يوې لوبې په توګه ګوري، له سياست سره يې نه يو ځاى کوي.
دى وايي : (( پاکستان که داسې کوي، خو موږ يې نه کوو.))
login or register a new account.