منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اصف شينواري د اتو ژورنالستيکو اثارو ددرناوي غونډه وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦) : د ليکوال او ژورنالېست محمد اصف شنيواري د چاپ شوو ژورنالستيکو اثارو په پار ددرناوي غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د ټولنيز پرمختيايي يون لخوا جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون رييس استاد ببرک مياخېل‌، د ملي شورا غړو، ځايي چارواکو، ليکوالانو، ژورنالستانو او مينه والو برخه اخيستې وه.

د اصف شينواري لخوا اته ژورنالستيکي اثار چې پکې ( خبر، خبر ليکنې آرونه، رسينو ته ليډ ليکنه، مرکه، په پښتو کې د کار الفبا، مسلکي ورځپاڼه ليکنه، د مرکې آرونه او رسنيو ته سوژه موندنه ) شامل دي، چاپ شوي دي.

د ټولنيز پرمختيايي يون رييس برهان الدين سيرت وويل، چې اصف شينوارى خپل مسلک ته ژمن ژورنالېست دى او تل يې د ټولنې حقايق رابرڅېره کړي دي.

د غونډې ګډونوالو د اصف شينواري لخوا لخوا د چاپ شويو اثارو ستاينه وکړه او هغه يې د ځوان کهول او په ځانګړې توګه  د ژورنالېزم محصلينو لپاره ګټور وباله.

د ننګرهار پوهنتون ريي ببرک مياخیې بيا شینواری د ټولنيزو ښېګڼو لاروی ياد کړ او دده چاپ شوي اثار يې د ژورنالېزم په برخه کې بنسټيز اثار وبلل.

خبريال ذبیح الله غازي اصف شينواری په هنري انداز د غونډې ګډونوالو ته ور معرفي کړ او هغه يې  د ختيځو ولايتونو د ژورنالېستانو د روزونکي په توګه ياد کړ.

محمد اصف شينواري د يادې ټولنې مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې نور به هم د ژورنالېزم په برخه کې ګڼ اثار ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د خپل ژوند تر پايه پورې به د خپلې ټولنې خدمت کوي.

اصف شينواری له تېرو لسو کالو راهيسې له تهران غږ راډيو سره په افغانستان کې د خبريال په توګه کار کوي،چې په فارسي او پښتو دواړو ژبو  راپورونه وړاندې کوي.