ژبه

ویسټ انډیز کرکټ کې افغانستان ته بیا ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦): د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي په توپوهنه کې بيا پاتې راغلل او دغه راز ويسټ انډيز له افغانستان څخه دويمه شل اووريزه لوبه هم وګټله.

د کرکټ ملي لوبډله د درېيو شل اووريزو او درېيو يو ورځنيو نړيوالو لوبو ترسره کولو په موخه ويسټ انډيز ته تللې ده.

افغان ملي لوبډله نن سهار درې نیمې بجې په دويمه شل اوریزه لوبه کې له ويسټ انډیز سره مخامخ شوه او د لومړۍ لوبې په څېر يې بيا توپوهونکي ناکام شول چې د ويسټ انډيز پر وړاندې ښې مندې جوړې کړي.

د دويمې لوبې چې د باران له امله ١٥ اوورنو ته راټيټه شوه، پچه يې ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ويسټ انډيز لوبډلې په ټاکل شوو ١٥ اورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره ١١٢ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري محمد نبي،  ګلبدين نايب او کريم جنت يو يو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٩٣ منډو وسوځېدله، کريم جنت تر ټولو زياتې ٢٠ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د پیل لپاره د عثمان غني پر ځای نورعلي ځدراڼ راغلی و چې تجربه کار او پوخ لوبغاړی دی، خو ده هم یوازې شپږ منډې وکړلې او وسوځېد.  

د دې سياليو لومړۍ لوبه هم ويسټ انډيز ګټلې وه. 

login or register a new account.

ورته موضوع