منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۷ غ.و
۹°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نا امنیو د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابریکې چارې له ستونزو سره مخ کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): په هلمند کې وروستيو نا امنيو د حجارۍ او نجارۍ فابريکي پر فعاليتونو منفي اغېز کړی چې له امله يې د دې فابريکې د توليداتو بازار سوړ شوی دی.

د دې فابريکې رييس محمد لعل کارګر د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو له امله اړ دي چې د کار کولو په موخه خام مواد په لوړه بیه وپېري خو بيا يې بېرته توليدات د پام وړ بازار نه لري.

په دې دولتي فابريکه کې د نجارۍ توکو تر څنګ له روخام ډبرې د کورونو د ښکلا لپاره زينتي توکي هم جوړېږي.

کارګر زياته کړه: ((شرايط خراب دي، له نورو ولايتونو خلک د توکو اخيستو لپاره نه راځي او نه هم زموږ توليدات د پخوا په څېر بازار لري.))

ده وويل چې د دې فابريکي ډېرى وسايل هم زاړه شوي دي خو د مسلکي مامورينو په همکارۍ دوى توانېږي چې ځيني توکي توليد کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، پخوا يې يو ټن روخام ډبره په شاوخوا نهه سوه ډالرو ترلاسه کوله خو د نا امنيو او لارې د اوږدوالي له امله اوس دغه ډبره په څه باندې زر ډالره تمامېږي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((پخوا مو دولت ته هم عوايد ورکول خو اوس ايله دومره کېږي چې د خپلو کارمندانو معاش ورکړو.))

د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابريکه دا مهال ٤٥ کارکوونکي لري.

کارګر زياتوي: ((که موږ ته امکانات برابر شي، توليداتو ته مو بازار پيدا شي نو مطمين به مو د عوايدو کچه هم لوړه شي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د دوى توکي دا مهال يواځې په لښکرګاه ښار کې مغازې لري، په نورو ولايتونو کې ورته کار نه دى شوى.

محمد لعل کارګر د دې فابريکې د نجارۍ په برخه کې وويل چې دغه فابريکه اوسمهال په عصري ډول د دولتي ادارو لپاره کوچونه، څوکۍ، مېزونه او نور د اړتيا وړ شيان جوړوي.

د هغه په وينا، په دې برخه کې دوى کولاى شي په بازار کې له خصوصي سکتور سره هم سيالي وکړي.

دغه راز د دې فابريکي له روخام ډبرې د جوړ شوو توکو د پلورلو مسوول محمد کبير پژواک ته وويل چې دا مهال د ميليونونو افغانيو توکي چمتو لري خو د اخيستو يې څوک نشته دي.

هغه زياته کړه: ((دغه شيان د هلمند تر څنګ په نورو ولايتونو کې هم علاقمندان لري خو نا امنيو هر څه خراب کړي دي.))

د همدې فابريکي د نجارۍ برخې يو تن استاد ميرويس احراري پژواک ته وويل چې د دوى د برخې توکي بازار لري او له ډېرو ستونزو سره مخ نه دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ توکي ښه بازار لري؛ ځکه ښه شيان جوړوو، خو نا امنۍ يو څه ستونزې پيدا کړي دي.))

ده له اړوندو مسوولينو غوښتنه وکړه چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه دې د دې فابريکې ټولې ستونزې هوارې کړي.

د يادونې ده، د هلمند حجارۍ او نجارۍ فابريکه په ١٣٤١ هجري لمريز کال کې په فعاليت پيل وکړ خو روانو جګړو يې ډېر څه وران کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد