منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

هرات کې تېر کال څه باندې ١٧ سلنه ماشومان د عمليات “سزارين” له لارې زېږېدلي

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

هرات (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٦): د هرات د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ياد ولايت په روغتونونو کې ٢٣زره ماشومان زېږېدلي چې له څلور زره ډېر موارد يې په غير طبيعي توګه ترسره شوي دي.

د ياد ولايت د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر محمداصف کبير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې د هرات په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د زېږون ٢٣٢٨٣ پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې يې ٤١٩٤ موارد د سزارين (د رحم او خېټې په څېرې کولو سره د جراحۍ له لارې غير طبيعي زېږون) پېښې دي.

هغه وويل چې د دغو زېږونونو له ډلې يې ٦٢٦ ماشومان مړه نړۍ ته راغلي، دغه راز ٩٥ مېرمنو هم د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

ډاکتر کبير زياته کړه چې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې هم د ياد ولايت په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د ماشومانو د پيدايښت ٨٨٠٠ مواردهثبت شوي چې له دې ډلې يې ١٠٥١ پېښې د عملياتو پر بنسټ ترسره شوې دي.

د هرات د عامې روغتيا رياست د مرستيال په وينا، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د ماشومانو د پيدايښت له ډلې يې ١٤١ ماشومان مړه نړۍ ته راغلي، چې پر دې سربېره ٧٢ نوو پيدا شوو ماشومانو له زېږېدو وروسته او همدارنګه څلور ميندو هم ژوند له لاسه ورکړى دى.

د جراحۍ له لارې د زېږون  د شمېر لوړه کچه

هرات ښار کې د “رضايي” زېږون او نسايي تخصصي روغتون مسوولې ډاکترې سيدې سعيد پژواک ته وويل چې تېر کال په دغه روغتون کې د زېږون د ١٦٠٠٠ پېښو له ډلې يې څلور زره موارد، د عملياتو له مخې ترسره شوي دي.

هغې زياته کړه: “سزارين؛ کله چې زېږون ډېر وخت نيسي، د جنين بشپړوالى له خطر سره مخ کېږي او جنين غير عادي حالت کې شتون ولري، د غبرګلونو ماشومانو، ناوخته او وروسته رسېدونکو جنينونو، د جفتو او د نامه اړوند ستونزو او د زېږون د دردونو د اوږدېدو پر مهال اړين دى.”

د سزارين (جراحۍ) ځانګړنې او خطرونه

ډاکترې سيدې سعيد وويل چې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې خطر راکمولو، د رحم د عفونت زياتېدو، د ملا سخت درد، د وينې د تلو او د جراحۍ عملياتو پر مهال له بېهوښۍ څخه د رامنځته کېدونکي خطرونو د زياتېدو پر مهال بايد له دې ډول کاره مخنيوى وشي.

د رضيايي نسايي او ولادي تخصصي روغتون مسوولې څرګنده کړه چې د تخصصي ارزونو پر بنسټ، د جراحۍ شوو (سزارين) ميندو ناڅاپه مړينو شمېر د هغو ميندو په پرتله درې ځلې زيات دى چې په طبيعي ډول يې ماشومان نړۍ ته راوړي دي.

پر دې سربېره نوموړې څرګنده کړه، هغه میندې چې سزارين کړی نه شي کولای خپل ماشوم ته د خپلې ستونزې له امله فله شيدې ورکړي؛ هغه شيدې چې د لومړي ځل لپاره ماشوم ته ورکول کېږي او ډېرې ګټورې او قوي دي او د ماشومانو لپاره د ناروغيو پر وړاندې د مقاومت لپاره ګټورې دي.

په اټکليز ډول له تنفسي ناروغيو سره مخامخ کېدل بله هغه ستونزه ده چې د دې ډاکترې په وينا، د سزارين له لارې زېږول شوي ماشومان پرې اخته کېداى شي.

د زېږېدلي ماشوم پر وړاندې د “مور حس کموالى”

ډاکترې سعيده سید ورته مهال څرګنده کړه، دغه راز د دې امکان هم شته څو هغه مور چې د سزارين پر بنسټ ماشوم نړۍ ته راوړي، د خپل بچي په اړه د خواخوږۍ او مينې کم حس ولري.

د هغې په وينا، د طبيعي زېږون او د مور او ماشوم تر منځ د غوره اړيکې رامنځته کولو په موخه بايد تر ډېره هڅه وشي چې که چېرې ماشوم او مور يې له کومې جدي ستونزې سره مخ نه وي؛ د سزارين له لارې له زېږون ډډه وشي.له عملياتي زېږون “سزارین”څخه د ځينو ميندو تجربې

نرګس اميني هغه مور ده چې په دې وروستيو کې يې په رضايي روغتون کې د جراحي عملياتو په وسيله (سزارين) ماشوم زېږولى، وايي چې له زېږون وروسته ورته سخت دايمي دردونه پيدا شوي دي.

هغې زياته کړه:”د دې لپاره چې غبرګوني ماشومان مې درلودل؛ د جراحي عملياتو په وسيله مې زېږون وکړ؛ خو له جراحي عملياتو وروسته سخت درد راته پيدا شو چې فعلاً هم په روغتون کې بستره يم.”

فرشته يعقوبي يوه بله مېرمنه ده چې په خپله او د مېړه په خوښه يې د جراحي عمليات يا سزارين په وسيله زېږون کړى دى.

هغې وويل:”شپږ مياشتې مخکې مې لومړنى ماشوم وزېږاوه، د زېږون له درده وېرېدم، ومې غوښتل چې جراحي عمليات يا “سزارين”شم؛ خو ماشوم مې ډېر ناروغېږي، نه پوهېږم ولې.”

مېرمن يعقوبي دغه راز وويل چې  په د سزارين له امله له را ولاړ شوو سختو دردونو څخه کړېږي.

د نسايي- ولادي متخصصې، ډاکتر لينا حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، د متخصصينو څېړنې ښيي چې سزارين يا د جراحي عملياتو په وسيله زېږون ډېر عوارض لري؛ نو ځکه بايد مېرمنې د امکان تر کچې او تر هغې چې له طبي پلوه ورته سپارښتنه نه وي شوې، سزارين دې نه کوي.

هغې له اميدوارو ميندو څخه وغوښتل که ځانګړې روغتيايي ستونزه نه وي، له طبيعي زېږون څخه دې نه وېرېږي، د ځان او خپل ماشوم د صحت له امله دې، د اميدوارۍ په وخت کې خوړو او سپورټ ته ډېره پاملرنه وکړي.

د اندام ساتنه «حفظ اندام» د عمليات له لارې د زېږون يو لامل دى

ګڼ شمېر ښځې د اندام ساتنې (حفظ اندام) له امله د عمليات له لارې زېږون ته اهميت ورکوي، په دې معنا چې ځينې ښځې باور لري چې د طبيعي ولادت له لارې يې غړي په کم وخت کې اصلي حالت ته نه راځي؛ ځکه خو د عمليات له لارې زېږون ته مخه کوي.

٢٧کلنه سوسن يوه له هغه ښځو ده چې تازه يې په رضايي تخصصي روغتون کې د عمليات له لارې زېږون کړى، د هغو مېرمنو له ډلې ده چې د حفظ اندام مسئله يې په پام کې نيولې ده.

هغې وويل: ((اوس له زېږون نه د دوو مياشتو له تېرېدو وروسته د ملا درد لرم، حتى کافي شيدې مې نشته او ماشوم مې هم ډېر کمزورى دى.))

مېرمن سوسن زياته کړه چې د حفظ اندام موضوع يې پام کې نيولې وه، خو د عملياتي زېږون له لارې خپل ماشومان او ځان ته له ورپېښو عواقبو ناخبره وم.

د هرات د رضايي نسايي- ولادي تخصصي روغتون مسوولې وويل چې تر اوسه پورې په دې اړه کره معلومات نه لري چې څومره ښځې به په دغه ولايت کې ځان سزارين کوي.

هغې زیاته کړه: ((له طبي قوانينو سره سم هره مور کولى شي چې پر خپل سر ځان سزارين کړي، خو عوارضو ته يې په پام سره بايد د زېږون دا طريقه ونه ټاکل شي، بلکې هغه ښځې چې د وينې لوړ فشار لري، په طبيعي زېږون کې له ستونزې سره مخ کېږي او يا هم نوى زېږېدونکى ستونزه ولري، کولى شي چې د ډاکتر له تشخيص وروسته دغه کار ترسره کړي.))

خو د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال محمداصف کبير دې مسئلې ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې د عامې روغتيا د شمېرو له مخې، هغه ښځې چې په دغه ولايت کې يې د عمليات له لارې زېږون کړى، د طبيعي زېږون په شرايطو برابر نه وو.

د اسلام مقدس دين هم د نورمال زېږون سپارښتنه کوي

دين عالم مولوي شمس الرحمن فروتن نا طبيعي زېږون(د عمليات له لارې) له کوم شرعي عذر پرته ګناه بولي او وايي چې خداى تعالى له مېرمنو د ماشومانو زېږون په عادي ډول روا ګنلى دى.

هغه زياته کړه چې د اسلام په مبارک دين کې د ماشوم د اسانه پيدايښت او د مور د غړو د سالم پاتې کېدو په موخه زېږون اصلا جواز نه لري، خو کله چې موظف ډاکټر ومومي چې د مور او يا نوى زېږېدلى ماشوم له ستونزې سره مخ کېږي، کولى شي چې د عمليات له لارې زېږون وکړي.

نوموړي وويل چې نا طبيعي زېږون د مور او ماشوم د روغتيا د ګواښنې معنې لري، هغه زياته کړه:((خداى تعالى فرمايي چې تاسې په خپل لاس ځان له هلاکت سره مه مخ کوئ، عمليات هم ځان له هلاکت سره مخ کول دي.))

ياد شوي ديني عالم زياته کړه چې له کوم شرعي عذر پرته عمليات غوښتونکي شخص( مور) ته د زيان رسولو معنى لري، په اسلام کې ځان او نورو ته زيان رسول هېڅ جواز نه لري، له همدې امله له شرعي عذر پرته دا ډول عملياتو ته هېڅ جواز نشته.

نوموړي وايي چې دا ډول عمليات پر روغتيايي ستونزو سربېره ګناه هم ګڼل کېږي:((کله چې عمليات کېږي، نارينه جراح هم بايد شتون ولري، له شرعي عذر پرته د نارينه ډاکټر له لوري د مېرمنو د وجود د غړو او عورت ليدل او لمس کول جواز نه لري، له همدې امله له شرعي ضرورت پرته عمليات کول ګناه ده او دهغه مېرمنې له لوري د ګناه زمينه مساعدوي چې غواړي د عملياتو له لارې زېږون وکړي.))