منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۰ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د مالټو فارمونه به سږکال ۱۰۰۰ ټنه حاصل ورکړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، سږکال به د مالټو له فارمونو څخه له زرو ټنو زياتې مالټې راټولې کړي چې د تېر کال په پرتله به يې حاصل لس چنده زيات وي.

د ننګرهار کانال اړوند په بېلابېلو فارمونو کې په درېيو زرو جريبو ځمکو کې د سټرسو فارمونه جوړ شوي چې شاوخوا زر جريبه فارمونه يې سږکال حاصل ته چمتو شوي دي.

د ننګرهار د کانال رييس انجنير غلام حضرت عبدالرحيمزي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، په تېرو څو کلونو کې ننګرهار کانال يو ځل بيا د سټروس د بېلابېلو ډولونو د درېيو زرو جريبو فارمونو څښتن شوی دی.

هغه زياته کړه، تېر کال يې له يادو باغونو څخه له اتياو تر سلو ټنو حاصلات راټول کړي او د جلال اباد ښار مارکېټ ته يې وړاندې کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په فارمونو کې د کار او زيار له امله سږکال له دغو باغونو يې زر جريبه حاصل ته چمتو شوي او امکان شته چې تر  زرو ټنو حاصل ورکړي.

هغه وايي چې د کانال د فارمونو بيا رغولو ته جدي پاملرنه شوې او په تېر ۱۳۹۵ کال کې د سټرو ۱۷۰ جريبه نوي باغونه جوړ شوي چې سل جريبه باغ يې تحقيقاتي او نورو باغونو ته د نيالګيو ورکولو لپاره جوړ شوی دی.

عبدالرحيمزى وويل ، پلان لري چې په ۱۳۹۶ کال کې هم تر ۲۰۰ جريبو نور باغونه جوړ کړي، ترڅو د ننګرهار کانال بېرته خپله پخوانۍ بڼه خپله کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ننګرهار کانال د مالټو باغونه په اجاره ورکړل شوي او ګټه يې دا ده چې پرته له دولتي لګښت څخه يې ساتنه او پالنه هم کېږي او د حاصلاتو له ټولېدو وروسته به تر ۴۲ ميليونه افغانيو عايد هم د دولت بوديجې ته ورکړل شي.

بلخوا د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزی وايي چې دغه فارمونه نه يوازې د مالټو په حاصلاتو کې به ښه والی رامنځته کړي، بلکې د دغې ولسوالۍ او ورڅېرمه غني خېلو ولسوالۍ زيات شمېر  خلکو ته يې د کار زمينه هم برابره کړې ده.

د نورزي د معلوماتو له مخې، د يادو فارمونو د شتوالي له امله د جلال اباد – تورخم لويې لارې تر ټولو نا امنه د فارمونو سيمې امنيت هم تر پخوا ښه شوی دی.

 د سيمې اوسېدونکي خوښ دي چې يادې مالټې به له دغه ولايت سربېره  د هېواد نورو سيمو ته انتقال شي .

دوی چې اوس د بټي کوټ په فارمونو سيمه کې د هندواڼو او خټکيو په پلور بوخت دي، وايي که د مالټو د فارمونو ښه ساتنه وشي؛ نو شونې ده چې د هندواڼو بازار همداسې پاتې او د ژمي په موسم کې په کې مالټې وپلورل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد