منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“ژباړه، یو هېر شوی لومړیتوب” تر سرلیک لاندې علمي او څېرنیزه غونډه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): “ژباړه، يو هېر شوى لومړيتوب” تر سرليک لاندې علمي او څېړنيزه غونډه په کابل کې جوړه شوه.

دغه علمي ناسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ترکي ژبې څانګې په اډيټوريم کې د “افغان ليکوال د ژبو او ژباړې انسټيټيوټ” له خوا جوړه شوې وه، چې لسګونو پوهانو، څېړونکو او محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د ياد انسټيټيوټ اجرائيوي مشر رحمت جمالزي وويل چې دغه ناسته د ژباړې د معياري کېدو په اړه يوه هڅه ده، څو ويناوال په دې اړه خبرې وکړي او خپلې تجربې له ګډونوالو سره شريکې کړي.

ده زياته کړه، دوى “د عملي ژباړې لارښود” په نوم يو کتاب هم چاپ کړى چې په همدې ناسته کې يې مخکتنه کېږي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال څېړنوال عبدالغفور لېوال وويل، ژباړه نه يواځې دا چې د ملتونو د فرهنګ او د تمدنونو د پېژندنې يوه وسيله ده، بلکې د يوه هېواد د هويت څرګندوى هم دى.

ده زياته کړه، څو پورې چې په افغانستان کې ژباړه د يوې حرفې او پېشې په توګه مطرح نه شي، د ژباړې فن وده نه شي کولى.

د هغه په وينا، مخکې به په علمي او اکاډميکو مؤسسو کې ژباړه د يوه استاد يا علمي غړي په ترفيع کې حسابېده، خو اوسمهال له بده مرغه دغه کار نه کېږي.

دى وايي، موږ بايد هغه خدايي خدمتګار ژباړن وستايو چې ژباړې کوي چې په دې سره به د هغوى حق ادا شوى وي او هم به اوسنى نسل ژباړې ته هڅول شوى وي.

د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار ډاکتر نبي مصداق وويل، د ژباړې مرکزونه په ټولو هېوادونو کې شته او د خپلو حکومتونو له خوا هڅول کېږي هم، هغوى دا تشخيصوي چې کوم کتابونه بايد وژباړل شي او د دې تر څنګ قاموسونه او دايرة المعارفونه ليکي.

د ده په خبره، دا چې زموږ په هېواد کې ژباړه لومړني ګامونه اخلي، نو هغه کتابونه بايد وژباړل شي چې ورته ډېره اړتيا ده.

د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز رييس څېړندوى رفيع الله نيازي وويل، سره له دې چې په اوس وخت کې د ژباړې په برخه کې ځينې فردي هڅې کېږي، خو د حکومت په کچه ورته کار کم کېږي، هيله ده حکومت دې برخې ته توجه وکړي.

ډاکټر لطيف بهاند بيا وړانديز وکړ چې د پښتو ژبې ځيني مهم اثار دې نړيوالو ژبو ته وژباړل شي.

د ويسا ورځپاڼې مدير مسوول زبير شفيقي د ژباړو اوسنى بهير وستايه، خو ويې ويل، هغه اثار دې وژباړل شي چې د اوسني نسل د فکري ودې، مسلکي پوهې او سياسي شعور په وده کې مرسته کولى شي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد اسدالله وحيدي بيا وويل چې په ژباړه کې بايد هڅه وشي، هغه اثار له نورو ژبو ترجمه شي چې زموږ هېواد له ارزښتونو سره سمون ولري.

هغه زياته کړه، کوم اثار چې ژباړل کېږي، د ژباړل شوې ژبې له ګرامري اصولو سره دې برابر ترجمه شي او ژبني مسايل دې په کې مراعات شي.