منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۰ غ.و
۱۰°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د پژواک راپور د يوې کورنۍ ستونزو ته د پاى ټکى کېښود

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

ميمنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٦): د پژواک خبري اژانس يوه راپور د فارياب د هغه اوسېدونکي ستونزو ته د پاى ټکى کېښود، چې څه موده وړاندې يې د کابل ښار په يوه روغتون کې خپله مېرمن د نري رنځ (توبرکلوز) له امله له لاسه ورکړې وه، چې بيا يې د هغې د مړي مراسمو د پيسو پيدا کولو لپاره خپله درې کلنه لور پلور ته وړاندې کړې وه.

 امرالله له يوه کال څخه د زياتې مودې لپاره د خپلې مېرمنې درملنه وکړه، د کور ټول شته يې ورته پلور او د هغې د روغتيا لپاره يې پر هغې ولګول، چې په پايله کې هېڅ هم ورسره پاتې نه شول او پوروړى شو چې په پايله کې يې مرګ مېرمن هم ترې واخيسته.

 نوموړي د خپلې مېرمنې د تکفين او تدفين د لګښتونو نه شتون له امله خپله درې کلنه ماشومه پلور ته وړاندې کړه، چې خبر يې ډېر ژر د پژواک له لارې او د پژواک خبري اژانس خبريال قطب الدين کوهي پر فېسبوک پاڼه خپور شو، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او له هېواده بهر يو شمېر افغانانو ورسره د خپل وس مطابق مرسته وکړه، چې په پايله کې ورته له څلور سوه زره زياتې افغانۍ راټولې شوې.

 د پژواک خبري اژانس خبريال له دغه نوښت وروسته د امرالله د مېرمنې د ختم او تدفين مراسم ترسره شول چې پر دې سربېره پر هغه ١٥٠ زره افغانۍ پور هم خلاص شو او دغه راز هغه ته د کورنۍ د نفقې موندلو لپاره هم يو درې ټېره موټرسايکل (زرنج) وپېرل شو او همدارنګه ٤٥٠ متره مربع ځمکه هم ورته په ياده اندازه پيسو کې واخيستل شوه.

 د پژواک د دغه راپور په اړه د هېواد د  عالمانو شورا، بشر حقونو کمېسيون، قومي مشرانو او اوسېدونکو له يادې ادارې ستاينه وکړه.

 د فارياب د عالمانو شورا مرستيال مولوي غلام نبي غفوري او په قيصار کې د جامع جومات خطيب مولوي سيد عالم وايي چې پژواک خبري اژانس د هېواد د مهمو مسايلو او د امرالله مېرمن د مړينې او د هغه د ماشومې له پېر څخه د مخنيوي ډېر په مخکښ کار کړى او خپل مسووليت يې د اسلام سپېڅلي دين په چوکاټ کې ترسره کړى دى.

دوى ويلي، پژواک امرالله ته په فارياب کې ستر خدمت کړى، ځکه د هغه د مېرمنې جنازې مراسم په ښه توګه ترسره شول، اقتصادي ستونزې يې حل شوې، د لور له پلورل کېدو يې مخنيوى وشو او د هغه د څلورو بچيانو 

د ژوند پر مخ وړلو لپاره يوه رکشا او يوه ټوټه ځمکه وپېرل شوه.

د قيصار پخواني ولسوال محمدطارق وويل چې د پژواک خبري اژانس له لوري د يوې ماشومې د پلورل کېدو په اړه د يوه راپور خپرول د دې لامل شول څو پر بنسټ يې خلک له يادې کورنۍ سره مرسته وکړي او د امرالله د مېرمنې د مړينې مراسم په ښه توګه ترسره شي او دغه راز د هغه پور هم خلاص شي.

نوموړي زياته کړه: “له نېکه مرغه امرالله خان نن په دې وتوانېد چې د خلکو په مرسته ٤٥٠ متره ځمکه وپېري او يوه شخصي سرپناه ولري او له هغه سره به خلک هم د کور په جوړولو کې مرسته وکړي.”

د بشرحقونو خپلواک کمېسيون مشر سيد حفيظ الله فطرت له پژواک خبري اژانس او قطب الدين کوهي د مننې ترڅنګ چې د يوې کورنۍ د ستونزو د څرګندولو په برخه کې يې کار کړى؛ وويل چې د پژواک دغه راپور هم د بشر حقونو او بشردوستانه اړخ لري او له هره اړخه د ستايلو وړ دى.

 
نوموړي زياته کړه، له امرالله سره مرسته کول د دې لامل شوه، څو يوه کورنۍ 

له مرګ وژغورل شي او دغه راز د يوې ماشومې له پلور کېدو ډډه وشي؛ چې په ښکاره توګه له بشري حقونو سرغړونه ده.

 د هغه په وينا، د دا ډول مسايلو خپرول د افغانانو ترمنځ د يووالي او نږدې والي لامل کېږي، ځکه دغه راپور وښوده چې د خلکو ترمنځ له سياسي، ټولنيز، سمتي، قومي او مذهبي پلوه هيڅ ستونزه نه ليدل کېږي.

 د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکي مامون محمد دغه راز وويل، دا چې امرالله له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ او ځمکه يې هم نه درلوده؛ د سيمې خلکو له هغه سره د هغه د مېرمنې د جنازې او تدفين په مراسمو کې مرسته وکړه.

هغه وويل: “د دې راپور په خپرولو سره خلکو د هېواد له هر ګوټ او برخې مرسته وکړه او 

دا چې اقتصادي ستونزې يې ډېرې وې، ما هم ورسره په هر متر ځمکه کې ١٥٠ افغانۍ مراعات وکړ او ٤٥٠ جريبه ځمکه مې پر هغه پر مناسبه بيه وپلورله.”

 امرالله له قطب الدين کوهي او پژواک خبري اژانس مننه وکړه او ويې ويل: “مېرمن مې ناروغه وه، نرى رنځ يې درلود، درملنه مې وکړه، خو ښه نه شوه او بيا مړه شوه، د دفن کولو لپاره مې پيسې نه درلودې، چې بيا مې لور وپلورله کله چې ياد خبر د پژواک خبري اژانس له لارې خپور شو؛ خلکو راسره مرسته وکړه، چې په هغو پيسو سره مې خپل پورونه خلاص کړل، موټرسايکل مې واخيست او دغه راز مې يوه نمره ځمکه هم واخيسته.”

 هغه هيله څرګنده کړه، که چېرې خلک ورسره د سرپناه په جوړولو کې هم مرسته وکړي، نو له غربت به خلاص شي. 

 امرالله د قيصار د خواجه توپچاق سيمې اوسېدونکى دى، چې اوسمهال د ارضليک کلي کې له خپلې خور سره اوسېږي، چې له 

له درې تر شپږو کلونو پورې څلور ماشومان لري او له دې وړاندې يې مزدوري کوله.

 د ويلو ده، چې درې کاله وړاندې هم يو مېرمنې د خپل ١٣ کلن زوى د درملنې لپاره غوښتل خپل درې کلن زوى وپلوري، خو د پژواک د يوه راپور خپرول د دې لامل شو، څو خلک له يادې مېرمنې سره شا وخوا ٦ زره ډالره مرسته وکړي. پر مرسته شوو پيسو 

د يادې ښځې مېړه يوه رکشا وپېرله او د زوى درملنه يې هم په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازي نقيب الله فايق د فرانسويانو په روغتون وکړه، چې ماشوم له هغې وروسته بيا روغ شو.