ګردېز (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): د پکتيا ځيني اوسېدونکي وايي چې د چارواکو له ژمنو سره سره د دغه ولايت مهم سړکونه نه دي جوړ شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.
په دغو سړکونو کې د ګردېز ــ غزني، څمکني ــ جاني خېل، ځاځي اريوب او د ګردېز ــ پټان مهمې مواصلاتي او سوداګريزې لويې لارې شاملې دي چې ويل کېدل د پسرلي په پيل کېدو سره به يې د جوړولو او ترميم کارونه پيل شي، خو د څو مياشتو په تېرېدو لا هم دغه کار نه دى شوى.
د ګردېز ښار د ابراهيم خېلو سيمې قومي مشر امان الله احمدزی د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ځلې ورسره د دې لارو د پخېدو ژمنې شوې خو لا يې هم کار نه دى پيل شوى.
احمدزی وايي، د سړک خراب حالت له سختو ستونزو سره مخ کړي، ډېر ځله يې ناروغان تر روغتون پورې نه رسېږي او د سړک خاورې او دوړي خلکو ته ناروغۍ هم پيدا کوي.
ده وويل: ((د سړک جوړولو شرکت او نورو ټولو شيانو ذمه موږ ورته وهلې، چې څوک به هېڅ تاوان نه ورسوي، دوی هم وعدې وکړې چې ډېر ژر به پوخ سرک جوړ شي، خو تر اوسه هېڅ هم نشته. موږ څو وخت مخکې مظاهره وکړه، بيا يې وويل چې په دې درېیو هفتو کې به يې کار ووينئ خو هېڅ يې هم ونه کړل.))
هغه ګواښ وکړ که له شوو ژمنو سره سم د دې سړکونو کار پيل نه شي دوى به ټولې لارې د ترافيکو پر مخ وتړي.
د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی حميدالله هم د څمکني ــ جاني خېل سړک د جوړېدو غوښتنه کوي او وايي چې د دې لارې جوړېدل د خلکو د ډېرو ستونزو، ناروغيو او د دولت او ولس ترمنځ د واټن کمولو لپاره ډېر مهم او ګټور دی.
ده وويل: ((خلک ډېر ترې په تکليف دي، دا هېڅ د تللو لاره نه ده، خو څه وکړو، چاره نشته؛ دولت بايد زموږ غم وخوري. صرف وعدې راکول کېږي، نور نو تر اوسه عمل نه دی شوی.))
د ګردېز- پټان لويې لارې موټر چلوونکي او سوداګر هم د دې ترانزيټي لويې لارې له بد وضعيته شکايت لري او وايي چې د دې لارې خرابوالي پر سوداګريزو چارو هم ناوړه اغېز کړی دی.
د دې لارې يوه موټر چلوونکي محمد يوسف پژواک ته وويل چې د لارې د خرابوالي له امله دوى نه شي کولاى مسافرين پر وخت ټاکلي ځاى ته ورسوي.
هغه وايي: ((سړک ډېر خراب دى، هره ورځ مو موټر خراب وي، د دوه ساعتونو لارو په پنځو، شپږو ساعتونو کې وهو.))
محمد يوسف له اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې له ژمنې سره سم د دې سړکونو جوړېدو چارې پيل کړي.
د پکتيا د فوايد عامې رييس عبدالله درانی بيا وايي چې يو ځل د ګردېز- غزني د لويې لارې قرارداد بيا اعلان ته ورکړل شوی دى.
درانی د څمکني- جاني خېل سړک د ډيزاين او سروې خبره کوي چې په وينا يې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پيل شي.
ده وويل: ((د ګردېز ــ غزني سړک رښتيا هم ډېر مهم دی، خو کار پرې روان دی، بيا ځلې اعلان ته ورکړل شوی او انشاالله څو شرکتونه به ګډون په کې وکړي او د ګردېزـ پټان لويې لارې ترميم کارونه هم دا دوه ورځې کېږي پيل شوي په خير.))
فوايد عامې وزارت د ۱۹۹ ميليونه افغانيو په لګښت د ګردېز- پټان شاوخوا ۸۵ کيلومتره اوږدې لويې لارې د ترميم چارې پیل کړې وې، خو د ځينو زورواکو د لاسوهنې له امله يې چارې ودرېدې.
بايد وويل شي چې د ګردېزــ غزني او څمکنيــ جاني خېل سړکونو جوړېدل د زرمت او جاني خېلو ولسواليو چې اوسمهال د پکتيا نا امنې سيمې دي، د امنيتي حالت د ښه کېدو لپاره هم مهمې دي.










