مکه مکرمه (پژواک، ۶ وږى ۹۶): د سعودي حکومت اعلان کړی چې د حج د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او نږدې دوه میلیونه مسلمانان له نورو هېوادونو ور رسېدلي دي.
حج چې د اسلام پنځم رکن دی، د شریعت له مخې پر هغه نارینه او ښځینه مسلمان فرض دی چې ادا کولو لپاره یې وس او توان ولري.
په مکه مکرمه کې د مسجدالحرام د پراختیا لپاره د سعودي حکومت تېر کال د ټولو هېوادونو د حاجیانو سهمیه کمه کړې وه، تېر کال له ټولې نړۍ څخه یو میلیون او ۸۰۰زره مسلمانان د حج فریضې ادا کولو لپاره ورغلي وو.
خو د سعودي د حج وزارت وایي چې سږ کال د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېر مسلمانان د حج فریضې ادا کولو په موخه ورغلي دي.
سرچینې ویلي چې تر اوسه پورې (د ذي الحجي شپږمه) پورې مکې مکرمې ته یو میلیون او ۶۰۰ زره مسلمانان رسېدلي او شاوخوا ۸۰۰زره په مدینه منوره کې دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به هغوی هم ور ورسېږي.
د سعودي حکومت وایي چې سږ کال له نورو هېوادونو څخه راغلي دوه نیم میلیونه کسان او شاوخوا دوه میلیونه ځایي اوسېدونکي به د حج فریضه ادا کړي.
د سعودي حکومت د حج د فریضې د مراسمو لپاره بشپړ او هر اړخیزه چمتووالی نیولی دی.
د مکې مکرمې د ښاروالۍ او د سعودي د حج د مرکزي کمېسیون مشر شهزاده خالد الفیصل وایي چې زرګونه امنیتي ځواکونه د حج د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په لویو لارو کې امنیتي پوستې جوړې شوې، په مکه، عرفات، منی او مزدلفه کې هم امنیتي تدابیر سخت شوي او له هوا څخه هم امنیت څارل کېږي.
بلخوا د سعودي د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۹۱۱ شمېرې مسوول ډګروال ولید سامي د بهرنیو خبریالانو له یوې ډلې سره د لیدلو پر مهال وویل چې د حج مراسمو د امنیت لپاره ۱۵زره امنیتي کامرې په بېلابېلو سیمو کې لګول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دوی په مرکز کې ۱۲۰ کسان دغه امنیتي کامرې څاري او چېرې چې ستونزه پیدا شي، د خلکو په ټیلېفوني اړیکو د دوی امنیتي کسان په څو دقیقو کې ځانونه ورسوي.
د یادونې ده، د نړۍ له بېلابېلو رسنیو څخه شاوخوا ۸۰ خبریالان د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا بلل شوي څو د حج مراسم تر خبري پوښښ لاندې راولي.
د سعودي د سرې میاشتې له خوا هم لسګونه سیار کلینيکونه، امبولانسونه د حاجیانو د درملنې لپاره برابر شوي دي.
دغه راز دې ادارې ته چورلکې هم په واک کې ورکړل شوې چې سخت ناروغان ژر تر ژره روغتونونو ته ورسوي.
د نورې نړۍ تر څنګ له افغانستان څخه هم سږ کال څه باندې ۳۰زره افغانان د حج فریضې ادا کولو په موخه مکې ته رسېدلي دي.
د افغانستان د حج وزارت مرستیال او د افغان بعثې مسوول مولوي عبدالحکیم منیب پژواک خبري اژانس ته وویل چې له افغانستان څخه ۳۰۲۶۰ تنه مکې ته رسېدلي دي چې ۸۲۱۰ تنه یې ښځې دي.
هغه زیاته کړه چې دغه راز ۲۴۹ تنه د بعثې غړي، ۶۳۶ ناظمین او ۲۴۱ تنه سیمه ییز کارکوونکي د افغان زایرینو پر خدمت بوخت دي.
مولوي منیب وویل چې تر اوسه اووه افغان زایرين مړه شوي چې درې یې په مدینه او څلور یې په مکه مکرمه کې دي .
نوموړي د حاجیانو د خدمت او ورته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د سعودي عربستان له حکومت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې له هوایي ډګر څخه نیولې تر مقدسو سیمو، هوټلونو او بازارونو کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د افغانستان د بعثې مشر وویل چې تر اوسه افغان زایرین له کومې ستونزې سره مخ نه دي مخ شوي او که چیرې افغانان ستونزه ولري، دوی هڅه کوي چې ژر یې هواره کړي.
ټاکل شوې ده چې دوه ورځې وروسته د چهارشنبې په ورځ د حج مراسم پیل شي، میلیونونه زایرین به له احرام سره د ذي الحجې په اتمه نېټه د (لبیک اللهم لبیک) تلبیې په ویلو سره د منا پر لوري روان شي، شپه به هلته تېره کړي او په سبا یې د ذي الحجې په نهمه د پنجشنبې په ورځ د حج ستر رکن یا رکن اعظم وقوف، عرفات کوي.
دوی به تر لمر لوېدو پورې د عرفات په میدان او غونډۍ کې وي او لمر تر لوېدو وروسته به د مزدلفې پر لوري روان شي، هلته د ماښام او ماخوستن لمونځونه یو ځای کوي او د شپې له سبا کولو وروسته بېرته منا ته ځي، هلته لوی شیطان ولي، د سر ویښتان کموي او قرباني به ترسره شي او له هغه وروسته به بېرته حرم شریف ته ځي او د حج طواف چې ورته طواف افاضه وایي،ترسره کړي.