مکه مکرمه (پژواک، ۸ وږی ۹۶): سلګونو زرو مسلمانانو د اسلام د پنځم رکن حج فریضې ادا کولو په موخه نن په مکه مکرمه کې له حرم شریف څخه د عرفات پر لور وخوځېدل او له دې سره د حج مناسک پیل شول.
د سعودي حکومت د حج د ځانګړي کمېسیون د معلوماتو له مخې، سږ د تېر کال په پرتله ۸۰۰زره زیات مسلمانان حج ته راغلي او ټاکل شوې ده چې له ټولۍ نړۍ شاوخوا دوه نیم میلیونه مسلمانان د حج فریضه ادا کړي.
دوی ویلي چې تر پرونه پورې یو میلیون او ۹ سوه زره کسان رسېدلي وو او ټاکل شوې چې پاتې نور نن د ورځې په اوږدو کې ورسېږي..jpg)
سرچینې ویلي چې دوه میلیونه خلک به د حج فریضه ادا کړي.
سلګونه زره زایرين نن د ذي الحجې په اتمه له سهاره د غرفات پر لوري د تلبیې (لبیک اللهم لبیک) په ویلو سره وخوځېدل او تر ماښامه پورې به ټول ورسېږي.
دوی به شپه په عرفات کې کوي او سهار له لمر ختلو سره به د عرفات غونډۍ او میدان ته ځانونه ورسوي، هلته د سعودي ستر مفتي د حج خطبه وایي او د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه په قصر سره یو ځای کوي، د لمر له لوېدو سره به سم زایرین مزدلفې ته ولاړ شي، هلته به د ماخوستن او ماښام لمونځونه په قصر سره وکړي او تر سهاره به عبادتونه کوي.
سهار له لمر ختو سره سم به حاجیان منا ته ولاړ شي، دا نو بوخته ورځ ده، هلته به لوی شیطان وولي، ویښته به کم کړي، قرباني به کوي او بیا به مکې مکرمې ته د طواف لپاره ولاړ شي او له دې وروسته به احرام لرې کوي او عادي جامې اغوستلی شي.
خو دوه ورځې نور به هم شیطانان وولي او له دې سره به د حج مراسم پای ته ورسېږي.
د افغانستان د حاجیانو د بعثې مسوول مولوي عبدالحکیم منیب پژواک اژانس ته وویل چې ټول افغان حاجیان عرفات ته رسېدلي او هلته په ټاکلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي
دي.
د ګل محمد په نوم یوه افغان چې د حج فریضې ادا کولو په موخه مکې ته راغلی و، پژواک ته وویل چې دوی ته ښې اسانتیاوې برابرې شوې او تر اوسه له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
هغه له ټولو افغان حاجیانو وغوښتل چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعا وکړي.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت وایي چې د حج مراسمو د امنیت لپاره یې تر سلو زرو زیات امنیتي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
د سعودي حکومت د حج فریضې د مراسمو لپاره بشپړ او هر اړخیز چمتووالی نیولی دی.
د مکې مکرمې د ښار والي او د سعودي د حج د مرکزي کمېسیون مشر شهزاده خالد الفیصل وایي چې زرګونه امنیتي ځواکونه د حج د امنیت لپاره ګومارل شوي دي..jpg)
هغه زیاته کړه چې په لویو لارو کې امنیتي پوستې جوړې شوې، په مکمه، عرفات، مزدلفه او منا کې هم امنیتي تدابیر سخت شوي او له هوا څخه هم امنیت څارل کېږي.
د سعودي د سرې میاشتې له خوا هم لسګونه سیار کلینيکونه او امبولانسونه د حاجیانو د درملنې لپاره برابر شوي دي.
دغه راز دې ادارې ته څلور چورلکې هم په واک کې ورکړل شوې چې سخت ناروغان ژر تر ژره روغتونونو ته ورسوي.