ژبه

سعودي: رسنۍ دې د ترهګرۍ په له منځه وړو کې خپل مسوولیت ادا کړي

جده (پژواک، ۱۴ وږی ۹۶): د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکتر العواد له رسنیو وغوښتل چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې خپل رول ترسره کړي.

د سعودي د اطلاعاتو او کلتور وزیر دغه څرګندونې تېره شپه په جده کې د نړۍ له ۱۷۰ هېوادونو د حج د مراسمو د پوښښ لپاره راغلو د شاوخوا ۳۰۰ ژورنالېستانو یوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډې کې د افغانستان سفیر جلال او د سولې د عالي شورا رییس کریم خلیلي هم ګډون کړی و.

نوموړي د سعودي د باچا خادم الحرمین الشرفین سلامونه او احترامات راغلو ژورنالېستانو ته وړاندې کړل او ویې ویل، دا د دوی لپاره د ویاړ ځای دی چې په خپل هېواد کې د مقدسو ځایونو او دوو سپېڅلو جوماتونو خدمت کوي.

 

هغه زیاته کړه چې دوی د حج فریضې ادا کولو پر مهال هڅه کوي چې راغلو زایرینو ته ټول امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي، څو دوی وکړای شي د حج مراسم په ښه توګه ترسره کړي.

ډاکټر العواد وویل، دوی ویاړي چې د حج د مناسکو په لړ کې یې د سلګونو رسنیو او خبریالانو کوربه توب وکړ او ټول تخنیکي او نورې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې وې.

 

د سعودي د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل چې هېواد یې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د سولې او ثبات او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره هلې ځلې کوي .

د هغه په وینا، ترهګر اسلام په نښه کوي او هڅه کوي چې د اسلام ناسمه څېره نړیوالو ته وړاندې کړي.

ډاکټر العواد وایي، ترهګرو هڅه وکړه چې په سعودي کې د مسلمانانو سپېڅلې مکانونه هم په نښه کړي، خو خدای دغو شیطانانو ته ماتې ورکړه.

ده زیاته کړه: ((رسنۍ باید ترهګرۍ او سخت در یځۍ ته د ماتې ورکولو یوه وسیله وي، د سولې او محبت پیغام نورو ته ورسوي.))

د سعودي د ا‌طلاعاتو او کلتور وزیر له رسنیو مننه وکړه چې د حج مراسم یې تر ښه پوښښ لاندې راوستلي وو او نړیوالو ته یې د دې سترې فریضې په اړه پر وخت او سم معلومات وړاندې کړل.

په یاده غونډه کې د اسیا، اروپا، افریقا او عربي هېوادونو په استازیتوب راغلو خبریالانو خبرې وکړې او د سعودي عربستان له حکومت څخه یې مننه وکړه چې رسنیو ته یې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي وو.