کابل(پژواک ۱۱ تله ۹۶): شپږو مياشتو کې د استخدام لپاره له پلان شويو هرو درېيو بستونو پر يوه بست کس ګومارل شوى چې له هرو پنځو يې يوه ښځه او ډېر يې ځوانان دي، خو د ګومارنو په اړه شکايتونه هم شوي دي.
دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکه کميسيون راپور چې نن خپور شو ښيي چې نږدې نيمايي ګومارل شوي کسان د لسانس په کچه زده کړې لري او له هرو شپږو يو يې بېسواده دى.
د سرچينې معلومات څرګندوي چې د استخدام په اړه په شکايت کوونکو کې د ښځو په پرتله نارينه پنځه ځله ډېر دي او په د روان مالي کال په شپږو مياشتو کې د ارزونې په ترڅ کې له هرو درېيو کسانو دوو لوړو بستو ته ارتقا کړې ده.
دغه راز په لومړيو شپږو مياشتو کې د پراختيايي بوديجې درېيمه برخه لګول شوې ده
د ملکي خدمتونو ادارو کې د اصلاحاتو د څرنګوالي په اړه د روان مالي کال د لومړيو شپږو مياشتو راپور نن د ياد کميسيون غړي او د ملکي خدمتونو شکايتونو ته د رسېدنې بورد مشر ډاکټر روح الله امين کابل کې په يوه ناسته کې وړاندې کړ.
د دې راپور موندنې څرګندوي چې په روان مالي کال (١٣٩٦) کې بايد ټول ٨٥٥٨ کسان په ٣٧ وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي وى، خو ادارې د خپل استخدام په پروګرامونو کې شاته پاتې دي او د روان مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٣١٦٠ تنه استخدام شوي دي.
var divElement = document.getElementById('viz1507015186895'); var vizElement = divElement.getElementsByTagName('object')[0]; vizElement.style.minWidth='420px';vizElement.style.maxWidth='650px';vizElement.style.width='100%';vizElement.style.height='560px'; var scriptElement = document.createElement('script'); scriptElement.src = 'https://public.tableau.com/javascripts/api/viz_v1.js'; vizElement.parentNode.insertBefore(scriptElement, vizElement);
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۶ کال د لومړيو شپږو مياشتو په پاي کې په ۳۷ ادارو کې ۱۸۸۸ بستونه د انفکاک، تقاعد، استعفا او يا هم وفات ( مړينې) په سبب خالي شوي او د استخدام پروګرام تر سره کېدو ته اړتيا لري.
په راپور کې راغلي:"احتمال لري چې وزارتونو اوادارو د ملکي خدمتونو يو شمېر کارکوونکي د قانون او مقررو خلاف ګوښه کړي وي. په دې برخه کې به هر ډول وضاحت د ادارو وزارتونو ددغه کړنو د اصولي لارو چارو په تړاو د شکونو لرې کېدو سبب شي."
سرچينه زياتوي چې د منظم پروګرام جوړونې نشتوالي، د ادارو او کمېسيون تر منځ د همغږۍ نشتوالي، د تشکيل او بستونو په منظوري کې ځنډ او د "سي بي ار" بستونو د شمېر نا څرګندوالي د استخدام پلان د شاته پاتې کېدو لاملونه بلل شوي.
په راپور کې راغلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت، د ښځو چارو وزارت، د اوبو او انرژي وزارت، د کليو پراختيا وزارت، د کانونو او پټروليم وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت، د هوايي چلند وزارت، د هوايي چلند اداره، د بدني روزنې اداره، لويه څارنوالي او د احصايې مرکزي اداره د نورو وزارتونو او او ادارو نه زيات د استخدام په پروسه کې وروسته پاتې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










