منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د زرنج له پنځه سلنې کم اوسېدونکي نسبتاً روغتيايي اوبو ته لاسرسى لري

· ۸ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

زرنج (پژواک، ٢٤ تله ٩٦): په نيمروز ولايت کې د څښاک روغتيايي اوبو کمښت د دغه ولايت د خلکو پر جدي ننګونه بدل شوى او اوسمهال يوازې د ولايت په مرکز زرنج ښار کې له پنځه سلنې کم خلک پاکو اوبو ته چې سل په سلو کې پاکوالى يې هم نه دى تاييد شوى، لاسرسي لري.

د هېواد په لسو ولايتونو (کابل، بلخ، کاپيسا، سمنګان، بدخشان، کندهار، دايکنډي، ننګرهار، خوست او هرات) کې د مرکزي احصایې ادارې له لوري تازه ترسره شوې سروې څرګندوي چې ٨٥ سلنه اوبه په (اى کولاى) باکتريا ککړې دي.

خو د افغانستان په لوېديځ نيمروز ولايت کې د اوبو د کمښت ستونزه خورا جدي ده او د دغه ولايت اوسېدونکي له مودو راهيسې په خپلو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکايت کوي.

هغه معلومات چې د نيمروز د اوبو رسونې ادارې له لوري پژواک خبري اژانس ته ورکړل شوي، څرګندوي چې اوسمهال د دغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې يوازې پنځه سلنه خلک د څښاک نسبي پاکو اوبو ته لاسرسى لري چې د خصوصي شرکتونو له لوري د پيسو په بدل کې خلکو ته ورکول کېږي، خو چارواکي وايي چې دا اوبه سل په سلو کې روغتيايي نه دي.

د پژواک د موندنو له مخې، د نيمروز ولايت په ځانګړي ډول د ولسواليو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او مجبور شوي چې له نا پاکو اوبو ګټه واخلي.

د پاکو اوبو کمښت د نيمروز خلک له ستونزو سره مخ کړي

د نيمروز ولايتي شورا غړى مولوي ګل احمد احمدي وايي چې که چېرې په هلمند او اروزګان ولايتونو کې واوره او باران وشي او د هلمند سيند کې چې د دغه ولايت له مرکز او کنګ ولسوالۍ تېرېږي، اوبه پيدا شي، د نيمروز خلک په هغه کال اوبه لري او که نه وي نو ټول کال د څښاک او کرنيزو اوبو د کښمت له ستونزې سره مخ کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې د هلمند سيند کې د اوبو جريان لنډمهالى وي، نو د کال په اوږدو له درېيو تر څلورو مياشتو پورې اوبه وي، خو د اوبو کمښت په نيمروز کې يو ستر مصيبت دى، له بده مرغه چې د مرکز او ټولو ولسواليو خلک له دې ستونزې سره مخاخ دي.))

د نيمروز ولايتي شورا دغه غړى وايي چې د زرنج د څښاک اوبو پروژه پر ګڼو ستونزو سربېره د چهار برجک ولسوالۍ د کلا فتح له سيمې نه تر زرنج ښار پورې غځول شوې، خو د اوبو د مېترونو د نه لګېدو په سبب تر اوسه پورې هم د خلکو کورونو ته اوبه نه دي تللې.

نوموړي له چارواکو وغوښتل چې د خلکو کورونو ته د اوبو لېږد موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، که داسې ونه شي نو شونې ده چې خلک پر نا سمو اقداماتو لاس پورې کړي.

د زرنج ښار يوه هټۍ وال عبدالحي رهګزين پژواک ته وويل چې د نيمروز خلک حتى د زرنج ښار اوسېدونکي هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري، د پاکو اوبو ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې اوږده لار ووهي او اوبه د پيسو په بدل کې وپېري.

هغه زياته کړه: ((کومې اوبه چې خصوصي شرکتونه يې د پيسو په بدل کې پر خلکو وېشي، سل په سلو کې روغتيايي نه دي، خو خلک مجبور دي څو هغه اوبه وپېري چې په ټانکرونو کې له څاګانو او ژورو راوړل کېږي، دا اوبه د ګڼو ستونزو سبب هم شوې دي.))

د نيمروز يوې بلې اوسېدونکې ملالۍ احمدي هم د څښاک پاکو اوبو نشتوالى يوه جدي ستونزه بولي.

هغې پژواک ته وويل چې د ولايت اوسېدونکي له مودو راهيسې په خپلو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکايت کوي.

ملالۍ زياته کړه: ((د زرنج ځيني اوسېدونکي روغتيايي اوبو ته لاسرسى لري، د هر لېتر اوبو په بدل کې پيسې ورکوي چې دا موضوع د کمزوري اقتصاد لرونکو کورنيو ته ډېره ګرانه پرېوځي.))

د نيمروز دغه اوسېدونکى وايي، سره له دې چې په تېرو ١٦ کلونو کې هېواد ته پرېمانه پيسې راغلې، خو د نيمروز ولايت د اوبو نه لرلو ستونزه پرې حل نه شوه.

هغه هيله څرګنده کړه چې چارواکي به ډېر ژر د دې ستونزې د حل لپاره کار وکړي او د خلکو کورونو ته به اوبه ورشي او له ستونزو به يې وژغوري.

د نيمروز يو مدني او فرهنګي فعال محمد يونس حقبين وايي چې د زرنج د اوبو رسولو شبکه د خلکو تر کورونو پورې رسېدلې، خو تر دې دمه ځکه نه دې توزېع شوې چې د خلکو کورونو کې مېترونه نه دي لګېدلي.

نوموړى له چارواکو غواړي چې د مېترونو لګولو پروسه دې ګړندۍ کړي، څو خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.

ککړې اوبه د نيمروز د خلکو ژوند ګواښي

د نيمروز يوه بل مدني فعال صلاح الدين ايوبي هم باور لري چې د څښاک اوبو نشتوالى د نيمروز د خلکو له عمده ستونزو بلل کېږي چې له بده مرغه د تېرو کلونو په ترڅ کې ورته حل لاره نه ده لټول شوې، کومې اوبه چې اوس يې خلک کاروي، پاکې نه دي.

نوموړي زياته کړه: ((څنګه چې خبر شوي يو، هره ورځ له ٥٠ تر ٦٠ پورې ماشومان د ککړو اوبو د کارونې په سبب دولتي روغتونونو او خصوصي کلينيکونو ته مراجعه کوي، موږ د خلکو کورونو ته د اوبو جريان غواړو او بايد چې دغه ستونزه حل شي.))

د زرنج اوسېدونکی نصيراحمد وايي چې دوې اوونۍ وړاندې يې څلور کلن ماشوم د ګرمې هوا او چټلو اوبو په سبب په نس ناستي ناروغۍ اخته شو او څه باندې دوه زره افغانۍ يې په درملنه ولګېدې.

هغه وويل: ((اوبه د تصفيه شوو په نوم اخلو، خو کله تروې، کله ترخې او کله هم خړې وي، که چېرې يو ټانکر تصفيه شوې اوبه وپلوري، خو يو بل ټانکر بيا د سيند يا څاه اوبه پر خلکو د تصفيه شوو اوبو په نوم پلوري.))

په ورته وخت کې د زرنج ښار د دولتي روغتون يوه ډاکتر ګل بهادرشاه هم وايي چې د څښاک روغتيايي اوبو نشتوالى د زرنج ښار د اوسېدونکو عمده ستونزه ده او اکثره ناروغان چې روغتون ته مراجعه کوي، هغه ناروغان دي چې د روغتيايي اوبو د نشتوالي په سبب په نس ناستي ناروغۍ اخته شوي دي.

د نوموړي په خبره، د دغه ولايت اکثره خلک ښه اقتصاد نه لري او نه شي کولى چې روغتيايي اوبه وپېري، په همدې سبب د ناپاکو اوبو د کارونې په سبب له ناروغيو سره مخ کېږي.

د زرنج ښار د اوبو رسولو سترې شبکې کار بشپړ شوى، خو لا هم خلکو ته وبه نه دي رسېدلې

د زرنج د اوبو رسولو شبکې د پروژې تطبيق که څه هم څو کاله وخت نيولى، اوس مهال بشپړه شوې، خو د زرنج ښار د اوسېدونکو کورونو ته لا هم د نا څرګندو لاملونو په سبب اوبه نه دي ورغلې.

د نيمروز د کلو بيارغونې او پراختيا ادارې مشر انجنير فريد عظيم له پژواک خبري سره خبرو کې ويول چې د زرنج ښار د اوبو رسونې پروژې له بشپړتيا وروسته يې دغه پروژه د زرنج اوبو رسولو پروژې ادارې ته سپارلې، ځکه چې د خلکو کورونو ته د اوبو رسولو د لېږد خدمتونه د اوبو اداره پورې اړه لري او د کليو پراختيا اداره يې مسووله نه ده.

نوموړي زياته کړه: ((د زرنج د اوبو رسولو پروژې د دوو فازونو طرحه او ډيزاين بشپړ او او د شاوخوا ٢٢ ميليونه ډالرو په لګښت يې لومړى پړاو اجرا شوى، کار يې د روان کال په غبرګولي کې بشپړ او د زرنج اوبو رسولو امريت ته تحويل شو.))

د نيمروز دغه سيمه ييز چاراکي وايي زياته کړه چې د پروژې پيسې د افغان حکومت له لوري ورکړل شوې او د اوبو ورکولو ظرفيت يې په ثانيه کې ٢٤٣ لېتره دى چې د اوبو د کمښت ستونزې به يو څه حل کړي.

خو د نيمروز د اوبو رسولو ادارې سرپرست مشر انجنير شاه ولي وايي، څو چې زرنج ښار کې د خلکو په کورونو کې مېترونه ونه لګول شي، نه شي کولى چې د شبکې له اوبو ګټه واخلي.

نوموړي زياته کړه چې دغه شبکې په زرنج ښار کې ٢٧زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستلې چې بايد ټولو پېروونکو ته ميتر ولګوي، خو له دې ډلې يې تر اوسه پورې يوازې ٥٣٠ مشترکينو ته اداري چارې نهايي کړې او د اوبو د لګښت د سنجولو لپاره يې ميتر ورته لګولى دى.

نوموړي ژمنه وکړه که چېرته خلک همکاري وکړي، د اوبو ميتر واخلي او حق الامتياز ورکړي، نو تر يوې راتلونکي اوونۍ پورې به يې کورونو ته اوبه ورشي.

د نيمرو ولايت د اوبو رسونې ادارې د سرپرست په خبره، زرنج ښار کې به د اوبو رسونې شبکې د کار په پيل سره دغه ښار له ٨٠ تر ٩٠ سلنې اوسېدونکي د څښاک سالمو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.

له بلې خوا د نيمروز ولايت د اوبو رسولو ادارې يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې دا اداره د تشکيلاتو په برخه کې د پرسونل له کمښت سره مخ ده.

هغه زياته کړه چې دغه اداره ټولټال لس خدماتي کارکوونکي لري چې په هېڅ صورت سره د ٢٧٠٠٠مشتريانو کارونه نه شي ترسره کولى، دا ستونزه بايد حل شي.

په ورته وخت کې د نيمروز والي محمد سميع له پژواک سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د زرنج د اوبو رسولو پروژه بشپړه شوې، ګڼ شمېر خلکو د اوبو امتياز اخيستى او نورو هم د خپل امتياز پيسې تحويل کړې او د اوبو مېتر يې اخيستى دى، دې موضوع ته په پام سره به د زرنج ښاريانو د څښاک اوبو ستونزه ډېر ژر حل شي.

نوموړي وويل: ((يوه برخه د حکومت مکلفيت دى چې د اوبو رسولو پروژه چمتو ده او بله برخه يې د خلکو مسووليت ګڼل کېږي چې حق الامتياز اخلي، د اوبو مېتر نښلوي او له اوبو استفاده کوي.))

د زرنج ښار اوسېدونکى عبدالغني يو له هغه کسانو دى چې اداري کارونه يې نهايي کړي او په خپل کور کې يې مېتر لګولى دى، اوس نو يوازې کور ته د اوبو د ورتګ انتظار باسي.

هغه وايي چې د ښاري اوبو نل له هغو اوبو څو چنده غوره دى چې په ښار کې د ټانکرو له لارې پلورل کېږي.

خو د زرنج ښار بل اوسېدونکى اميد چې په خپل کور کې يې د اوبو ميترلګولى، له کوم څرګند لامل پرته وايي چې په دې پروژه پورې يې زړه نه دى تړلى ځکه چې کار يې لنډمهاله دى ، له همدې امله يې تر اوسه پورې ځانته ميتر نه دى لګولى.