منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د هلمند اتيا سلنه وګړي د درملنې په موخه نورو ولايتونو او يا بهرنيو هېوادونو ته ځي

· ۶ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

لښګرګاه(پژواک،٢٥تله۹۶):په هلمند کې د ګڼو روغتيايي ستونزو له امله د دغه ولايت اتيا سلنه وګړي د درملنې په موخه نورو ولايتونو او يا هم بهرنيو هېوادونو ته ځي.

هلمند د افغانستان د جګړه ځپلو او وروسته پاتې ولايتونو له ډلې څخه دى، ددغه ولايت ډېرى اوسېدونکي د روغتيايي ستونزو ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

په هلمند کې د روغتيايي ستونزو په اړه د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس مولاداد توبه ګار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولايت کې د روغتيا برخې لپاره ډېر کم کار شوى چې له امله يې ستونزې هم زياتې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د عامې روغتيا وزارت له لوري د دې ولايت د يو ميليون وګړو لپاره درمل ورکول کيږي، دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولايت نفوس شاوخوا درې ميليونه تنه دى.

د ده په وينا، په هرو ٢٤ساعتونو کې يواځې د دې ولايت بُست روغتون ته له پنځه څخه تر اووه سوو پورې ناروغان مراجعه کوي.

دى وايي: (( هره ورځ په بُست روغتون کې موږ شاوخوا ١٨ عمليات هم کوو، خو بدبختانه چې تر اوسه په دې شفاخانه کې موږ ځانګړې عمليات خانه نه لرو او له دې برخې په ډېر مشکل کې يو.))

  توبه ګار وايي چې د يو شمېر کسانو د لاسوهنو له امله د هلمند د روغتيا په سکتور کې ګڼ شمېر غير مسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

هغه د دې کسانو نومونه په ډاګه نه کړل خو زياته يې کړه: (( دا ټول زورواکي دي چې زموږ په چارو کې مداخلې کوي.))

د نوموړي په وينا، د يو شمېر سوداګرو له لوري دې ولايت ته بې کيفيته درمل هم راوړل کيږي چې خلکو ته د ګټې پرځاى نورې ستونزې جوړوي.

 د توبه ګار په خبره، دوى له مشورې پرته د يو شمېر مرستندويه هېوادونو او ټولنو له لوري هم په لوړ معاش ځينې کسان پر دندو ګومارل کيږي چې بيا ولسواليو ته نه ځي او هڅه کوي چې په لښکرګاه کې دنده ترسره کړي.

توبه ګار وايي چې يادو ټولو ستونزو ته په کتو سره د دغه ولايت اتيا سلنه ناروغان د درملنې په موخه نورو ولايتونو او يا هم بهرنيو هېوادونو ته سفر کوي.

ده وويل: (( له موسمي ناروغيو پرته نور ټول مريضان کوښښ کوي چې خپله دوا په نورو ځايونو کې وکړي، ځکه دلته په هلمند کې مشکلات ډېر زيات دي او څوک دلته د درملنې لپاره زړه نه ښه کوي.))

توبه ګار زياته کړه چې د يادو ستونزو د حل او يا هم د کموالي په موخه يې وزارت ته وړانديزونه ورکړي او هغوى هم ورسره په دې برخه کې د حل ژمنې کړې دي.

دغه راز د هلمند د ولايتي روغتون رييس ډاکټر نثار بارک هم وايي چې د دغه ولايت د روغتيا په سکتور کې لاسوهنې له حده ډېرې دي.

هغه وايي: (( زموږ په چارو کې لاسوهنې کوي، بوديجه کمه راکوي او تشکيل مو هم ډېر کم دى، معاشونه په وخت نه راکوي، ځينې باغوانان او نور پرسونل يې را څخه وړى دى او نه پوهيږم چې په کوم ځاى کې کار کوي.))

خو ده وويل چې د بې پولې ډاکټرانو له خوا د دوى بشپړ ملاتړ کيږي چې له امله يې له ډېرو ستونزو  څخه خلاص دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه روغتون نهه سوه تنه کارکوونکي لري چې يواځې ١٦١ يې د عامې روغتيا وزارت اړوند دي، پاتې نور يې په بې پولي ډاکټرانو پورې تړاو لري.

بارک هم وويل چې دوى د څلور سوه تنو لپاره د بستر ځاى لري، په داسې حال کې چې هره ورځ پنځه سوه تنه يواځې د موسمي ناروغيو له امله دوى ته مراجعه کوي.

نوموړى د دې پوښتنې په ځواب کې چې يو شمېر ناروغان د درملنې لپاره نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو ته سفر کوي وويل: (( هو يو شمېر ناروغان دي چې دلته يې تشخيص امکان نه لري نو ځکه نورو سيمو ته ځي ترڅو په سمه توګه يې درملنه وشي.))

بارک دا هم وويل چې د هلمند په ولايتي روغتون کې د غوږ، پزې او غاښونو څانګې لا تر اوسه نه دې فعاله شوي.

بل لورته د نادعلي ولسوالۍ د دشت سيمې اوسېدونکي ملا باران پژواک ته وويل چې د يو کال په موده کې د هلمند ډاکټرانو ونه شول کولاى د مور د معدې د ناروغۍ درملنه يې وکړي.

هغه وايي: (( يو لک افغانۍ مې ولګولې، ټولو دولتي او شخصي کلينيکونو ته لاړم، هېڅوک يې  په مرض پوه نه شول.))

د ملا باران په وينا، له يو کال وروسته يې خپل مور د بلوچستان مرکز کويټې ښار ته د درملنې په موخه بوتله.

دى وايي: (( څو ورځې تېرې نه وې چې په ډېرو لږو پيسو مې مور ښه شوه اوس دا شپږ مياشتې کيږي چې مور مې هېڅ له معدې نه شکايت نه کوي.))

دغه راز د لښکرګاه ښار د باباجي سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل، د ملاريا په ناروغۍ اخته شوى وو چې بيا وروسته محرقه شو.

دى وايي: (( د هلمند په ټولو ډاکټرانو وګرځېدم، هيچا راته داسې دوا را نه کړه چې زه پرې روغ شم، اخر کابل ته لاړم هلته ډاکټرانو بستر کړم دوا يې راکړه الله پاک روغ کړم.))

دغه راز د هلمند په بست روغتون کې د ګل خان په نوم يو تن پژواک ته وويل چې دغه روغتون د دې ولايت د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

ده زياته کړه: (( زما ماشوم مريض دى، ځاى نشته، مېرمن مې ورسره تر سهاره ناسته وي.))

هغه وايي چې که د پيسو امکانات ورسره پيدا شي، نو ډېر ژر به خپل زوى د درملنې په موخه کابل يا پېښور ته انتقال کړي.

همدارنګه د موسى کلا ولسوالۍ اوسېدونکي ملا عتيق الله پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېرى ډاکټران غير مسلکي کسان دي.

هغه وايي: (( درې ورځې کيږي چې پلار مې راوستى دى، هېڅ يې په حالت کې بدلون نه دى راغلى.))

نوموړى وايي، په هڅه کې دى چې ترڅو خپل پلار د درملنې په موخه بل ولايت ته انتقال کړي.

دغه راز د هلمند د عامې روغتيا رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د واکسين په پروسه کې هم ډېرى کارکوونکي او مبلغين د شخصي اړيکو او زورواکو له خوا ګومارل کيږي.

هغه وايي چې د يو شمېر کسانو خو يواځې نومونه ليکل شوي، په نورو ادارو کې کار کوي او د واکسين له پروسې څخه تنخوا اخلي.

ده زياته کړه: (( ځينې کسان خو هېڅ نه راځي، يواځې نوم يې ليکلي دى، معاش اخلي، همدا فساد ددې لامل شوى چې ډېرى وخت په هلمند کې د پوليو مثبتې پېښې وليدل شي.))

د يادونې ده چې د هلمند باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشېر، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.