کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦): په پروان ولايت کې د برېښنا د يوې پروژې د پايو درولو چارو کارګرو سلګونه زره افغانۍ نه دي ورکړل شوې او په دې پروژې کې تر ١.٦ ميليونه افغانيو درغلۍ ادعاوو ياده قضيه تر څارنوالۍ رسولې ده.
له پژواک خبري اژانس سره د سرچينو بېلابېلې څرګندونې د قضيې په اړه پوښتنې راولاړوي
برېښنا شرکت د دې پروژې لپاره ځانګړې شوې پیسې دوه ميليونه افغانۍ ښيي، خو ځايي مخور د برېښنا شرکت د چارواکو له قوله وايي چې د پيسو اندازه ٢.٨ ميليونه افغانۍ ده.
ځينې سرچينې دا هم وايي چې د پروژې لپاره ٨٠٠ زره افغانۍ ځانګړې شوې، خو هغه شخص چې د پيسو د لګښت مسووليت يې پر غاړه اخيستى و، دا پيسې ١.١ ميليون افغانۍ ګڼي خو برېښنا شرکت په دې برخه کې څه نه وايي.
په همدې ترتيب د برېښنا شرکت وايي چې دا پروژه د پايو لپاره د ځاى کيندلو او کرين د کرايې لپاره ځانګړې شوې وه، خو د دغه کار مسوول شخص وايي چې د پايو د کيندلو لپاره پيسې نه دي ځانګړې شوې .
په پروان کې د برېښنا شرکت مشر له يوې خوا په دې برخه کې د کومې ستونزو د نشتوالي خبره کوي، خو د خپلو خبرو په يوه برخه کې د کلي ملکان تورنوي چې د پروژې ٣٠٠ زره افغانۍ يې بېځايه لګولې دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د برېښنا رسونې د دې پروژې کار شاوخوا دوه کاله وړاندې په هوفيان ها دښته او د دې سيمې په ګاونډ کلي (جوى اجميل) کې پيل شو او يو نيم کال وړاندې د پايو له لګولو وروسته بېرته ودرېده، خو په دې وروستيو کې یې کار بيا ځلي پيل شوى. په دې دوو سيمو کې شاوخوا ٦٠٠ کورنۍ ژوند کوي.
شخصي جېبونو ته د پيسو د تګ په اړه د خلکو شکايت
د هوفيانو دښتې د حاجي عبدالقدوس کلي ملک حاجي عبدالرقيب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سيمې اوسېدونکي له شاوخوا اتو کلونو راهيسې برېښنا ته د لاس رسي په هڅه کې وو، خو اړوندو چارواکو دهغوى دې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه.
هغه زياته کړه چې د هوفيان ها دښتې او جوى اجميل کلي خلک چې سره ګاونډيان دي، شاوخوا دوه کاله وړاندې د عبدالرقيب په نامه يو شخص چې د ملاخېل لغماني کلي د ټولنيزې شورا مشر دى، د برېښنا شبکې پروژې دمخې ته وړلو لپاره د استازي په توګه انتخاب کړ.
د هغه په خبره، د ولسي شورا دغه مشر وروسته له هغه چې برېښنا شرکت کې يې د برېښنا پروژې اړوند کارونه مخې ته وړل، ځايي خلکو ته وويل چې د پايو د لګولو لپاره د ځايونو کيندل بايد د خلکو له خوا په وړيا ډول ترسره شي؛ ځکه چې برېښنا شرکت د دغه کار لپاره پيسې نه دي ځانګړې کړې.
هغه وويل دا چې ځايي خلکو برېښنا ته سخته اړتيا درلوده، د خپل استازي خبره يې ومنله او پر وړيا کيندنه سربېره يې د شاوخوا ٢٠٠ ځايونو کيندلو لپاره چې ١٨٠ سانتي متره ژوروالى او ١٣٠ سانتي متره پنډوالی يې درلود، د پروژې يو شمېر مينه والو خپلو کورونو ته نږدې د پايو لګولو لپاره يوه اندازه سمنټ او رېګونه هم د مرستې په ډول ورکړي دي.
هغه زياته کړه، دغه پروژه چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې بېرته پيل شوې، د پايو له درولو وروسته نږدې يو نيم کال وړاندې درېدلې او ځايي خلکو څه موده وړاندې د پروان د برېښنا شرکت څانګې ته شکايت وکړ او ویې ويل چې دوى بې مزده کار وکړ، خو لا يې هم سيمې ته برېښنا نه ده ورغلې.
د هغه په خبره، د خلکو له شکايت وروسته د برېښنا شرکت وويل چې د پايو د ځايونو کيندلو، د پايو د لګښت، پېرلو او د پروژې د نورو اړينو توکو د پېرلو لپاره ٢.٤ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ملاخېل لغماني کلي د ولسي شورا مشر د دې پيسو له حسابه ٨٠٠ زره افغانۍ د پايو پېرلو، د پايو لپاره د اړينو توکو، د پايو د لګولو، کرين او پاتې لګښتونو لپاره اخيستې او په کومه اندازه مواد يې چې د دې پروژې لپاره پېرل، په همدې اندازه پيسې يې له شرکته اخيستې او مواد يې چمتو کول.
هغه زياته کړه: ((پاتې [تر١.٦ ميليونه افغانۍ] ورکې شوې، نه پوهېږو چې چا واخيستې او څه شوې؟))
هغه وويل: ((کله چې د پروژې کار بند شو، برېښنا ويل چې پيسې نشته چې مخې ته يې يوسي، خو موږ پوهېدو چې پيسې ورکې شوې دي.))
د جو اجميل کلي اوسېدونکى مولا چې له کوم مزد پرته يې د پايو لپاره د ځاى کېندلو کې کار کړى، وويل: ((عبدالرقيب [د پروژې لپاره د خلکو استازى] مو ته ويلي وو چې د ژورې په کيندلو کې بايد وړيا کار وکړو، موږ ډېر خوښ وو چې برېښنا راځي، د پيسو په فکر کې نه وو، خو لا هم برېښنا نه لرو.))
هغه هم زياته کړه چې ځايي خلکو د پايو د لګولو لپاره په وړيا ډول د ځايونو کيندلو تر څنګ د يوه اندازه سمنټو او ډبرو مرستې هم کړې او د هغه د معلوماتو له مخې چې له ځايي خلکو يې تر لاسه کړي، ددې پروژې د ١.٦ ميليون افغانيو لګښت څرنګوالى نا څرګند دى.
د سيمې يو شمېر نور اوسېدونکي هم ورته څرګندونې لري او ددې پروژې د بشپړېدو تر څنګ يې د ځايونو کيندلو مزد هم غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پروان په مرکز کې د محمد مير په نامه يو څاه کېدونکى په وينا، په دې سيمه کې د يوې پايې لپاره د ځاى پر کيندلو له ١٠٠٠ څخه تر ٢٤٠٠ افغانيو پورې لګښت لري.
هغه زياته کړه چې ددې سيمې په ځينو ځايونو کې ځمکه نرمه ده او يو متر کېندنه په ٥٠٠ افغانۍ کېږي، خو په ځينو ځايونو کې بيا ډبرې او شګې لري چې پر يوه متر ١٢٠٠ افغانۍ لګښت راځي.
ددغې بيې منځنۍ کچې ته په کتو سره د دوه سوه ژور ځايونو د کيندنې مجموعي پيسې ٣٥٠زره افغانۍ کېږي.
د هوفيان ها دښتې يو مخور چې په راپور کې يې د نوم له اخيستلو ډډه کوله، ادعا کوي چې د ملا خېل لغماني کلي د ټولنيزې شورا مشرعبدالرقيب ددې پروژې د پيسو په خوړلو کې لاس لري.
خو د ملاخېل لغماني د کلي د ولسي شورا مشر، ددغې ادعا په ردولو سره وويل، نه پوهېږي چې د برېښنا شرکت ددې پروژې لپاره ټولې څومره پيسې بېلې کړې دي؛ خو هغه د نږدې ١،١ميليون افغانيو د لګښت اسناد چې د سمنټو، ريګ، ډبرو، پايو او دغه راز د پايو د نصبولو لپاره د کرين د کرايې لپاره لګول شوي دي، له ځان سره لري.
هغه وويل چې خلکو ته يې د پايو د نصبولو لپاره د ځايونو د کيندلو په بدل کې ځکه پيسې نه دي ورکړې چې شرکت د کرين د کرايې لپاره پيسې نه دي بېلې کړې او هغه د کرين کرايه د ځايونو کيندنې له پيسو څخه ورکړې ده.
نوموړي د هغو ادعاګانو په اړه چې پيسې يې خپل جيب ته اچولې وويل:” نه نه داسې کسان شته چې نه پوهېږي، زه حساب لرم، هرڅه په حساب دي، دولت دى، څوک پيسې خپل جيب ته نه شي اچولى، دا سمه ده ما پيسې اخيستې دي، خپل لګښت لرم، دلته پلاوي شته او موږ د خپل ټول لګښت حساب لروو. “
په هغه سند کې چې يوه کاپي يې پژواک ته رسيدلي راغلي:”دې مکتوب ته په پام سره د بابه خېلو او هوفيانو دښتې په پروژه کې رامنځ ته شوې ستونزې چې موضوع يې د ١٣٩٥کال د سلواغلې په ٣مه د پروان حوزې د ښاغلي مشر، تجارتي او مالي اداري مرستيالانو ، د ښاغلي وکيل صاحب استازي عبدالرقيب او د دشت هوفيان د کلي ملک ښاغلي عبدالرقيب د حاجي عبدالقدوس په شتون کې حساب تصفيه کړ، چې پخوا يې له دې پروژې څخه يو ميليون او دوه سوه زره افغاني ترلاسه کړې وې. د خريدارۍ د پلاوي له خوا د تدارکاتي پروسې له مخې د شيانو د بيو اخيستلو وروسته، د ورځنۍ بيې له مخې يو ميليون او اووه سوه زره افغانۍ نهايي شوې او له يو ميليون او ٧رزه افغانيو څخه يې ٩سوه شل زره افغانۍ پخوا خيستې وې، د ١٣٩٥کال د سلواغې په ٣مه ٠٠٠٠افغانۍ د سرکار استازي ښاغلي عبدالرقيب ته وسپارل شوې او ښاغلى عبدالرقيب د ټولو يو ميليون او ٧٠زره افغانيو تسليمي تاييد او تصديق کړى دى او په خپل اقرار کې صادق دى. نوټ : له دې قراره کوم اضافي تخصيص شتون نه لري.”
په هغو لاسليکونو کې چې ددې سند په پاى کې د شرکت د تجارتي او مالي اداري مرستيالانو او ياد شويو دواړو عبدالرقيب نومونه ليکل شوي دي؛ خو د پروان د برېښنا شرکت مالي او اداري مرستيال محمد اسماعيل قدوسي وايي چې عبدالرقيب ته پيسې نه دي ورکړل شوې.
د پېسو پر بې ځايه لګولو د ځايي ملکانو تورنول.
د پروان د برېښنا شرکت رييس انجنير عبدالمتين مراد له يوې خوا وويل چې په دې پروژه کې هېڅ ستونزه نشته ؛ خو د خپلو خبرو په يوه برخه کې يې د سيمې ملکان ددغې پروژې د يوې اندازې پيسو پر بېځايه لګولو تورن کړل.
مراد ددې پروژې د لګېدلو پيسو په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته يې کړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت دوه کاله مخې يوه اندازه تجهيزات چې پايې، ترانسفرمر، کيبل او نور په کې شامل دي په پروان کې يې د برېښنا شرکت ته وسپارل، چې بايد دقيق پلان يې برابر شوى واى او له دې وسايلو څخه کار اخيستل شوى واى.
خو هغه وويل چې د “ملکانو او ځايي قوماندانانو” د فشار له مخې شرکت بې د پلان له لرلو وسايل وويشل؛ددې پروژې دوه ميليون افغانۍ يې د کرين د کرايې او ډبرو، ريګ، سمنټو، شګې د اخيستلو او نورو لپاره بېلې کړې او د تدارکاتو د قانون له مخې، ددې پروژې د خريدارۍ په اړه يې له يوه شرکت سره تړون کړى دى.
هغه پژواک ته د قرارداد اسناد ورنه کړل او ددغه شرکت نوم يې هم وانه خيست او ويې ويل چې د شرکت د پاليسۍ له مخې، نه شي کولى چې اسناد له رسنيو سره شريک کړي.
نوموړي زياته کړه:” د کليو ملکان معمولا عادت لري چې ملکي وکړي، قرار داد ته يې سرخوږى جوړ کړ او اجازه يې ورنه کړه چې قرار داد خپل کار پرمخ يوسي او له شرکت څخه يې پيسې واخيستلې چې موږ خپله کار کوو؛ همدا لامل و چې پيسې يې په سمه لار ونه لګولې او يوه اندازه پيسې ددې پرځاى چې په سمه ځاى کې يې ولګولي، ډبرې واخلي، سمنټ واخلي، پيسې يې پر ډوډۍ ولګولې او زموږ د کار کوونکو په شمول يې ډودۍ ورکړه او پيسې په ډوډۍ او په نورو برخو ولګېدې…. موږ ځاى ورنه کړ؛ همدا لامل و چې تاسو ته يې شکايت وکړ. “
د هغه په وينا، د (خلکو استازي) عبدالرقيب په داسې حال کې چې په دې پروژه کې يې يوازې د ډوډۍ پر برابرولو ٣٠٠زره افغانۍ لګولې دي او ډوډۍ ته پيسې نه وې بېلې شوې.
هغه دغه راز د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل:” په دې پروژه کې هېڅ ستونزه نشته، ځينې کسان ناحقه ادعا کوي، هسې بې ځايه هم خپل ، هم زموږ او هم ستاسو وخت ضايع کوي؛ زه تېره اوونۍ ولاړم ، د کار بهير مې وليد او کومه خاصه ستونزه نشته.”
هغه ونه ويل چې ولې ددې پروژې کار بند شوى او عملي کېدل يې ډېر اوږده شول.
د ملاخېل لغماني کلي د ولسي شورا مشر او د خلکو استازي عبدالرقيب بېځايه لګښت رد کړ او ويې ويل چې د برېښنا شرکت په دې پروژه کې له کوم شرکت سره تړون نه دى کړى.
هغه زياته کړه چې د سيمې خلک، د کار په بهير کې د چټکتيا له امله له برېښنا شرکت څخه غوښتي چې د پايو د نصبولو لپاره دې مواد واخلي او برېښنا هم دغه غوښتنه منلې.
دغه راز د حاجي عبدالقدوس د کلي ملک، عبدالرقيب هم د مراد خبرې رد کړې ويې ويل چې د برېښنا شرکت، له هېڅ شرکت سره تړون نه دى کړى او د ډوډۍ په برابرولو کې يې د پروژې پيسې نه دي مصرف کړې.
هغه په دې پروژه کې د ٣٠٠زره افغانيو د بې ځايه لګولو په اړه وويل:” په دې پروژه کې ٣٠٠زره څه کوې چې ډېرې پيسې يې وخوړلې، خلک او ملک يې ونه خوړ، د( برېشنا شرکت) يې په خپله وخوړ، ډېرې پيسې يې لادرکه کړې؛ تر ١،٦ميليون افغانيو پيسې يې لادرکه کړې دي.”
د پروان ولايت د استيناف څارنوالۍ مشر، عبدالحفيظ اصولي وويل چې دغه قضيه په څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې ده او څو چې پلټنې بشپړې نه شي، په اړه يې جزييات نه وړاندې کوي.










