پاراخ(پژواک،٨ليندۍ٩٦): نهه کاله وړاندې د پنجشېر ولايت له زرګونو استوګنو په بلخ کې د نومرو د وېشلو په نوم، لسګونه ميليون افغانۍ راټولې شوې دي؛ خو تر اوسه د ځمکو دغه نومرې نه دي وکړل شوې او پيسې يې هم لادرکه شوې دي.
ځينې سرچينې ادعا کوي چې دغه پيسې د پنجشېر پخواني ښاروال عبدالخبيري بخشي خپل جيب ته اچولې؛ خو يوشمېر نور بيا دغه ادعا ګانې بې بنسټه ګڼي.
دغه راز ځينې سرچينې ددې پيسو کچه ٥٠ميليون افغانۍ؛ خو ځينې نور يې ١٤٠ميليون افغانۍ ګڼي.
د پنجشير چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ولايت شاوخوا ٤٥٠زره تنه نفوس لري، خو له دې امله چې غرنى دى،ددې کسانو لپاره د استوګنې د نومرو د وېشلو لپاره پوره ځمکې نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د مرکزي احصاييې ادارې په ١٣٩٥کال کې د ياد شوي ولايت نفوس ١٥٦٠٠٠تنه بللى دى.
د پنجشير چارواکي وايي چې له همدې امله د بلخ والي عطامحمد نور په ١٣٨٧کال کې د بلخ په حيرتان ولسوالۍ کې د” ملي اتل” په نامه ښارګوټي د جوړېدو لپاره ځمکه بېله کړه؛ څو هلته د پنجشېر پر خلکو د ځمکې نومرې وويشل شي.
خو د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې ددې ښار ګوټي د ځمکو د نومرو په وېشلو کې پراخ فساد شوى دى.
د پنجشير ولايت د ” حصۀ دوم “ولسوالۍ د “کرامان” کلي د” سکنياز” لومړني ښوونځي ښوونکي خان جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٨٧کال کې له دې ښار ګوټي څخه خبر شو او دا چې په پنجشېر کې د کور جوړولو لپاره ځمکه نه لري، په خوښۍ سره يې د پنجشير ولايت ښاروالۍ ته په دوو پړاونو کې ٣٠ زره افغانۍ ورکړې څو دحيراتان په ښارګوټي کې يوه نومره ځمکه ترلاسه کړي.
د هغه په وينا، ښاروال ددې پيسو په بدل کې ده ته سند ورکړ چې په څرګنده توګه يوه نومره ځمکه په کې ذکر شوې وه؛ خو وروسته پوه شو چې دغه سند جعلي دى او تر اوسه ده ته د ځمکې نومره نه ده ورکړل شوې.
دغه راز د پنجشير د عنابۀ ولسوالۍ اوسېدونکى او د ياد شوي ولايت د پوهنې رياست د څارنې او ارزونې غړي محمد شعيب وويل چې ددغه ولايت سلګونو ښوونکو، هر يوه د پنجشېر ښاروالۍ ته په يو يا دوه پړاوونو کې په بلخ کې د ځمکو د نومرو ترلاسه کولو لپاره، له شپږ زه تر ١٥زره افغانيو پورې ورکړې دي؛ خو تر اوسه يې د ځمکې نومرې نه دي ترلاسه کړې.
د عنابه ولسوالۍ د ملکان کلي اوسېدونکي او په دې ولسوالۍ کې “ذکور بهره مند” لېسې سرښوونکي حيات الله وويل:” په خداى قسم چې ما له درې تنو څخه پنځه پنځه زره پيسې پور کړې، د کور له لګښت څخه مې کمې کړې، د يوې نومرې ځمکې لپاره مې د پنجشير ښاروال ته ورکړې، خوښ وم چې د ځمکې نومره راکول کېږي؛ خو را نه کړل شوه. “
د عبدالواحد په نامه د حصه دوم ولسوالۍ د کرامان کلي يوه معلول اوسېدونکي وويل چې هغه هم په بلخ کې د يوې نومرې ځمکې ترلاسه کولو لپاره د پنجشير ښاروال ته ٢٠زره افغانۍ ورکړې دي.
هغه زياته کړه:” ماته ويل شوي و چې تاسو ترټولو مستحق خلک يئ، بايد تاسو ته د ځمکې نومره درکړل شي، په ډېرې بېړې سره مې پيسې پيدا کړې او ور مې کړې، په بدل کې يې يوه پاڼه کاغذ راکړل شوى چې وروسته معلومه شوه چې جعلي دى. “
هغه چې ډېر په غوسه ښکارېده وويل:” زه تاسف کوم چې د ژوندي او ويښ حکومت په شتون کې، د خلکو پيسې خوړل کېږي او په اړه يې هېڅ فکر نه کوي.”
د رخۀ پنجشير ولسوالۍ د” پاىوشت ” کلي اوسېدونکي حبيب الله هم وويل چې په ١٣٨٧ کال کې يې په بلخ کې د يوې نومرې ځمکې ترلاسه کولو لپاره د پنجشېر ښاروال ته ٢٠زره افغانۍ ورکړې او يو کال وروسته بلخ ولايت ته ورغى؛ خو د دغه ولايت چارواکو ويل چې دده او د پنجشېر ولايت د نورو استوګنو پيسې د بلخ ولايت د ځمکو امريت ته نه دي انتقال شوې.
ياد شوي کسان وايي چې که دولت دوى ته ځمکه يا يې پيسې ور نه کړي، لاريونونه به وکړي.
ځينې ولايتي چارواکي هم د خلکو شکايت پرځاى ګڼي او وايي چې ددوى پيسې شخصي جيبونو ته اچول شوې دي.
د پنجشير ولايت مرستيال محمد امين صديقي وويل چې ټاکل شوې وه د حيرتان ښار ګوټي موقعيت ته په پام سره د هرې نومرې ځمکې په بدل کې له ١٥ تر ٣٠زره ا فغانۍ واخيستل شي.
هغه زياته کړه چې د پيسو راټولول او مستحقو کسانو د ټاکلو مسووليت د پنجشېر د هغه وخت ښاروال عبدالخبير بخشي پرغاړه و.
صديقي وويل چې بخشي بايد راټولې شوې پيسې د بلخ ولايت د ځمکو امريت ته انتقال کړې واى څو پر خلکو د ځمکو نومرې وېشل شوې واى؛ خو لسګونه ميليون افغانۍ يې اختلاس کړې او اوس تښتېدلى دى.
د پنجشير د ولايتي شورا پخواني مشر عبدالکريم عباسي وويل چې ده د ولايتي شورا له دوو نورو غړو سره دا موضوع څېړلې او بلخ ته يې هم سفر کړى دى.
د نوموړي په خبره، د پنجشير ولايتي شورا موندنې څرګندوي چې په دې برخه کې ١٤٠ ميليون افغانۍ درغلي شوې، خو هغه پيسې چې له خلکو اخيستل شوې دي، په سيسټم کې شامل شوې او ٩٨ ميليونه افغانۍ دي.
د نوموړي په خبره، د پنجشير پخوانى ښاروال عبدالخيبربخشي په درغلۍ تورن دى.
د نوموړي په باور، د اختلاس شوو پيسو اندازه له ٩٨ ميليون افغانيو زياته ده، ځکه دى وايي چې له ١٤٠٠٠ کسانو نه له پنځو زرو نيولې تر دېرش زرو پورې افغانۍ اخيستل شوې او له ځينو خو حتى ٨٠٠ زره افغانۍ په همغه ښارګوټي کې د کور جوړولو په نوم هم اخيستل شوې دي.
په همدې حال کې د پنجشير ولايت مرستيال شاروال دلاورخان وويل چې د پنجشير له خلکو يې ٦٨ ميليونه افغانۍ په بلخ کې د ځمکو د وېش لپاره ټولې کړې، خو د ځمکو نومرې پر خلکو نه دي وېشل شوې.
هغه وويل چې د پيسو ټولولو اسناد د پنجشير له پخواني ښاروال عبدالخبير بخشي سره دي چې په دې موضوع کې ښکېل و.
د بلخ ولايت د اراضي امر شېرشاه رسولي په دې اړه وويل:((ښارګوټى په خپل حال پاتې دى، هېڅ په کې وېش نه دى شوى، ځکه چې د ځمکو د نومرو په بدل کې موږ ته پيسې نه دي راکړل شوې، هر وخت چې پيسې زموږ حساب ته ولېږدول شي، د پنجشير پرخلکو به ځمکه ووېشو.))
دا قضيه تر څېړنې لاندې ده.
د پنجشير د استيناف څارنوالۍ مشر عبدالبصير خالد وويل چې عبدالخبير بخشي په ٥٠ ميليونه افغانۍ درغليو تورن شوى او د ولايت استيناف څارنوالي يې دوسيه په ١٣٩٦ کال کې لويې څارنوالۍ ته استولې ده.
د لويې څارنوالۍ مرستيال محمد عالم عتيق له جزيياتو ورکړې پرته وويل چې د بخشي دوسيه په لويه څارنوالۍ کې شته او د څېړنې لپاره يې يوې کمېټې ته سپارلې ده.
هغه وويل چې يو شمېر له دې امله نه دي نيول شوي چې د قضيې په اړه لا هم څېړنه دوام لري.
د پنجشير پخوانى ښاروال عبدالخبير بخشي له پژواک خبري اژانس سره په ټيلېفوني خبرو کې پر نوموړي لګېدلي تورونه رد کړل او هغه يې ((په پنجشير کې د يوې مافيايي ډلې له لوري دده پر وړاندې جوړه شوې توطيه)) وبلله.
هغه وويل، ٦٠٨٢ نومرې چې يوه نومره د پنجشير اوسېدونکي ته د ٦٦٧٠ افغانۍ په بدل کې د يوه کمېسيون له ارزونې وروسته چې د پنجشير پخواني والي بهلول بهيج، پخواني مرستيال والي عبدالرحمن احمدي او ددې ولايت پخواني سکتوري رييس محمد طاهر همت په کې شامل وو، وېشل شوې دي.
هغه ادعا وکړه چې د ځمکې اسناد يې هم خلکو ته ورکړي او له دې مدرکه يې ٥٩ ميليونه ټولې شوې افغانۍ د بانک له لوري د بلخ ولايت اراضي امريت ته تسليم کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ٦٦٧٠ افغانيو ته په پام سره د يوې نومرې ځمکې بيه چې بخشي يې د وېش خبره کوي، ٦٠٨٢ افغانۍ کېږي او ټولې شاوخوا ٤٠.٥ ميليونه کېږي.
نوموړي وويل چې نه دى تښتېدلى، په کابل کې ژوند کوي، پنجشير ولايت ته هم تګ راتګ لري او د ځمکو د نومرو د وېش اسناد هم ورسره شته دي.
د پنجشير ولايت پخوانى سکتوري او د پروان ولايت اوسنى سکتوري رييس محمد طاهر همت وايي چې هغه مهال يې په حيرتانو کې د پنجشير خلکو ته د ځمکو د نومرو د وېش کمېسيون غړيتوب درلود، خو د پيسو د ټولولو او وېش مسووليت عملا له بخشي سره وو.
هغه زياته کړه چې راټولې شوې پيسې د پنجشير د پخواني ښاروال له لوري د بلخ ولايت اراضي امريت ته نه دي ورکړل شوې، په همدې سبب خلکو ته ځمکې نه دي وېشل شوې.










