۱۳/۹/ ۱۳۹۶: د کاپیسا ولایت ژورنالېستان په ننګرهار ولایت کې پر انعکاس راډیو باندې د تېرې ورځې وسله وال برید غندي.
دغه برید په حقیقت کې د بیان د ازادۍ د مخنیوي په هدف شوی او بریدګر یې غواړي چې حقایق له خلکو څخه پټ وساتل شي.
د کاپیسا ژورنالېستان له ټولو امنیتي ادارو او له حکومتي چاروکو غواړي، څو د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب په هدف جدي هڅې وکړي او کومې ډلې او کسان چې رسنۍ او خبریالان په نښه کوي، هغوی ته دې سزا ورکړي.
د کاپیسا ژورنالېستان همدا ډول د خبریالانو له فدراسیون څخه غواړي څو د رسنیو د امنیت په هدف له امنیتي او دولتي چارواکو سره ځانګړې غونډه وکړي او پر هغو لارو چارو دې بحث وشي چې رسنۍ له دې ډول بریدونو څخه خوندي پاتې شي.
په درنښت
د کاپیسا د ژورنالستانو ټولنه
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن