ژبه

ټرمپ يو ځل بيا له پاکستانه د ترهګرو پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه

للېت کمار

۲۸ لیندی ۱۳۹۶ - ۱۶:۵۶

۱۱۸ کتنې

واشنګټن (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٦ ): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا له پاکستان څخه وغوښتل چې د ترهګرو پر ضد جدي مبارزه وکړي او په ډاګه يې کړه چې امريکا خپلواکه افغانستان غواړي.

ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د امريکا د ملي امنيت په اړه د خپلې تګلارې د اعلان پر مهال کړې دي.

هغه له پاکستانه غوښتي چې د هغو ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، چې په دغه هېواد کې فعال دي.

د ټرمپ په وينا، که پاکستان  وغواړي په دې برخه کې جدي مرستې کولى شي.

د امريکا ولسمشر ويلي، دوى به د سخت دريځۍ او ترهګرۍ پر ضد خپلې جګړې ته ادامه ورکوي او  پر  ټولنيزو رسنيو باندې جدي څارنه کوي.

ټرمپ زياته کړې:(( امريکا غواړي چې له پاکستان سره اوږدمهاله همکاري ولري، خو پاکستان بايد د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.))

هغه وايي، امريکا هر کال پاکستان  ته د ترهګرو پر ضد د جګړو لپاره ډېرې پيسې ورکړې دي.

د امريکا ولسمشر ويلي، په عراق او سوريه کې يې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او د نړۍ په هر ګوټ کې به يې تعقيبوي.

هغه زياته کړې، امريکا په سيمه کې د افغانستان ملګرې ده او ځواکمن افغانستان غواړي.

دى وايي: " موږ  يو ځواکمن او خپلواک افغانستان غواړو او داسې پاکستان چې د افغانستان په  ناامنۍ کې ښکېل نه وي".

ټرمپ د افغانستان او سيمې لپاره د تېر اګسټ ستراتيژي بريالۍ وبلله او ويې ويل، د دې ستراتيژۍ له مخې افغانستان کې مثبت بدلون راغلی دی.

login or register a new account.