منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

چارواکي: د فيض اباد زندان جوړولو پروژه، د قرارداديانو په ګرو کې ده

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

فيض اباد (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): په بدخشان ولايت کې چارواکي اندېښنه څرګندوي چې د فيض اباد زندان جوړولو کار چې قرارداد يې د ولسي جرګې د يوې غړې اړوند شرکت اخيستى، د شپږو کلونو په تېرېدو سره لا هم نه دى بشپړ شوى.

د بدخشان ولايت د فيض اباد زندان امر سمونوال صديق الله عمري وايي چې د زندان پخوانۍ ودانۍ څه باندې سل کاله پخوا جوړه شوې او د بنديانو د ساتنې لپاره مناسب ځاى نه لري، ټولې خونې یې خامه دي او ودانۍ په بشپړ ډول ورسته شوې ده، احتمال لري چې په روان ژمي کې دغه ودانۍ د سختې واورې ورېدنې او طبيعي پېښو په سبب ونړېږي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د زندان د نوې ودانۍ کار اوسمهال له قرارداديانو سره ګرو دى او امکان لري چې تر راتلونکو دوو نورو کلونو پورې هم بشپړ نه شي.

هغه زياته کړه: ((با صلاحيته چارواکو ته له راپورونو ورکولو وروسته هغوى ډاډ راکړى چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د زندان د نوې ودانۍ کار بشپړوي او راته سپاري يې، خو دا دی شپږ مياشتې تېرېږي، خو کار لا هم نه دى بشپړ شوى.))

عمري وويل: ((برادران کوفي شرکت دا پروژه قرارداد کړې ده، خو د بدخشان ولايت زندان د نوې ودانۍ رغولو کار يې د غزنيوال په نوم دويم لاس شرکت ته ورکړى دى، اوسمهال څلور کاله کېږي چې پر دې ودانۍ کار کوي او موږ چې هر ځل له دغه کار څارنه کوو چې ولې درېدلى او نه دى بشپړ شوى؟ دوى وايي چې موږ د بوديجې له کمښت سره مخ يو او د قرار داد پيسې نه دي راکړل شوې.))

سرچينه زياته کړه چې که چېرې کار په همدې ډول مخې ته ولاړ شي او د فيض اباد زندان کار ژر بشپړ نه شي، په ژمي کې به د زندان په زړه ودانۍ کې انساني ناورين رامنځته شي.

د بدخشان د زندان امر وويل چې اوسمهال په دغه زندان کې د ٣٠ ښځو په ګډون ٤١٣ تنه بنديان او د استوګني ځاى له اړخه له جدي ستونزو سره مخ دي او اوسمهال د زاړه زندان په هر متر مربع ځمکه کې درې بنديان په ورستو خونو او کانټېنرونو کې ساتل کېږي چې دا يوه جدي ستونزه ده.

نوموړي زياته کړه چې د قراردادي پيسې (دوه ميليونه او اته سوه زره امريکايي ډالر) په بشپړ ډول قراردادي ته سپارل شوې، خو تر اوسه پورې نوى زندان نه دى بشپړ شوى. د کورنيو چارو وزارت او د زندانونو رياست بايد د قراردادي پر کار څارنه وکړي او د نيمګړي پاتې کېدو لاملونه يې پيدا کړي.

په بدخشان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ځايي څانګې سرپرستې سهيلا وويل: ((په بيا بيا مو د فيض اباد نوي زندان له ودانۍ څارنه کړې، خو قراردادي شرکت حاضر نه شو چې د کاري ستونزې په اړه معلومات راکړي، موږ اوسمهال په فيض اباد کې د زندانيانو په ځانګړي ډول ښځينه زندانيانو د وضعيت په اړه اندېښنه لرو.))

نوموړې زياته کړه، د تعجب ځاى دا دى چې د شپږو کلونو په تېرېدو سره هم د دې پروژې کار نه دى بشپړ شوى.

د بدخشان ولايتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري هم وويل: ((سل په سلو کې د بدخشان د زندان د امر له اندېښنو سره موافق يم، اوسمهال بنديان په ورستو خونو، خېمو او کانټېنرونو کې ژوند کوي، د فيض اباد زندان د نوې ودانۍ جوړولو کار د نه بشپړتيا لامل د قراردادي کمپنۍ بې ظرفيتي او د کورنيو چارو وزارت نه پاملرنه ده.))

د بدخشان ولايت مدني فعال سيف الدين سيايس د بدخشان ولايت د زندانيانو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ويل چې د بنديانو وضعيت سخت د اندېښنې وړ دى، د زندان خونې حتى د حيواناتو لپاره هم د استوګنې وړ نه دي، وار خو د دې شو چې له ازادۍ محروم انسانان دې په کې ژوند وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((د فيض اباد زندان د نوې ودانۍ جوړولو پروژه له زورواکو سره ده او سره له دې چې په بيا بيا مو د دې پروژې د ټکني کار د بدخشان له والي، امنيه قوماندان او چارو له مسوولينو سره شريکه کړې، دوى ويل چې موږ نه شو کولى پر قراردادي فشار راوړو؛ ځکه چې قراردادي شرکت د ولسي جرګې په يوه غړي پورې اړوند دى.))

خو د غزنيوال ودانيز شرکت مشر روح الله غزنيوال وويل: ((د فيض اباد زندان د نوې ودانۍ جوړولو قرارداد مې د ولسي جرګې د غړې اړوند شرکت (برادران کوفي) نه ترلاسه کړى دى، موږ اوس پيسې نه لرو، ځو د زندان د ودانۍ پاتې کارونه پرې بشپړ کړو.))

سرچينې زياته کړه چې د فيض اباد زندان د نوې ودانۍ کار٩٠ سلنه مخې ته تللى او شته شکايتونه واقعيت نه لري، د ودانۍ کار د قرارداد د پيسو د نه د ورکولو له امله دى.

نوموړي زياته کړه: ((خپله ټوله پانګه مو له لاسه ورکړې، له خلکو زيات پوروړي شوي يو، خو څوک مو غږ نه اوري.))

له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت د زندانونو او توقيفخانو عمومي مشر لوى پاسوال عبدالحليم کوهستاني د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې د بدخشان زندان د ودانۍ کار د نه بشپړېدو په اړه وويل: ((پنځم کال دى چې د بدخشان زندان نه جوړېږي، دا يوه ډېره ستره ستونزه ده، يوه وکيله صاحبه مو قراردادي ده، زور مو نه پرې رسېږي، سلګونه مکتوبونو مو اړوندو ارګانونو ته واستول او خپله اندېښنه مو ورسره شريکه کړې ده.))

هغه د مشرانو جرګې له غړو وغوښتل چې د بدخشان ولايت د زندان ودانۍ د کار بشپړولو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي، څو دغه پروژه بشپړه شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار د زندانونو او توقيف خانو عمومي مشر ته په خطاب کې وويل چې مشرانو جرګه په دې برخه کې همکاري کوي، څو د بدخشان محبس د تعمير کار بشپړ شي.

نوموړي د دې جرګې دايمي کمېسيونونو ته دنده وسپارله څو قرار دادي شرکتونه او د کورنيو چارو وزارت چارواکي را وغواړي او په دې پروژه کې شته ستونزې له منځه يوسي.