منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د غور سيمه ييزه موسيقي د هېرېدو په حال کې ده

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

فيروزکوه (پژواک، ٤ مرغومى ٩٦): د غور يو شمېر سندرغاړي وايي چې د دغه ولايت سيمه ييزه موسيقي او بومي نغمې چې يو مهال به يې په محفلونو کې د خلکو په څېرو خوشحالي راوسته؛ اوسمهال د هېرېدو په حال کې ده.

د دغه ولايت سندرغاړي او فرهنګيان د غور ولايت سيمه ييزې موسيقي ته چې د هر ولايت د اصيل فرهنګ پېژندګلوي کوي، د چارواکو پر نه پاملرنې نيوکه کوي او وايي  چې دغه فرهنګ له تېرو څو کلونو راهيسې هېر شوى او له منځه تللى او دغه اصيل فرهنګ بايد بيا راژوندى شي.

دوى دغه راز اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې پخوا به له دوتار، سه تار، دريا، زيربغلي، ارمونيه، رباب او نورو الو د خوښيو او ودونو په مراسمو کې ګټه اخيستل کېده، چې ډېر خوند به يې کاوه، چې اوسمهال د دغه ولايت بومي او سيمه ييزې موسيقۍ ځاى بهرنيو سندرو نيولى دى.

دوى، سيمه ييز او مرکزي چارواکي په دغه برخه کې پر بې غورۍ تورن کړل او وايي چې د دغه ولايت د سيمه ييزې موسيقۍ د ژوندي ساتلو لپاره هيڅ کار نه دى شوى.

د غور ولايت يو سندرغاړي غلام سخي جليلي، چې د موسيقۍ په ډګر کې يې ٢٥ کلونه تېر کړي او غوره هنري مخينه لري؛ له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل: “د غوريانو اصيله او سيمه ييزه موسيقي چې د دغه ولايت د پخواني او مينې ډک فرهنګ برخه ده؛ اوسمهال د هېرېدو په حال کې ده.”

جليلي پر سيمه ييزې او مرکزي ادارې نيوکه وکړه او ويې ويل، چې افغاني ټولنه کې د پرديو هېوادونو د فرهنګونو نفوذ او د غور د اطلاعات او فرهنګ رياست نه پاملرنه؛ د دغه ولايت اصلي او سيمه ييزه موسيقي له ځوړنډ حالت سره مخ کړې ده.

نوموړي زياته کړه: “خلکو به پخوا تر ډېره سيمه ييزې موسيقي ته غوږ نېوه، د هنرمندانو قدر به يې کاوه، سيمه ييزو سندرغاړو به د خوښيو په مراسمو کې خلکو ته خوشحالي ورکوله، خو اوسمهال په ډېرى ودونو کې هندي، ايراني او امريکايي سندرو د سيمه ييزې موسيقۍ ځاى نيولى دى.”

هغه وويل، د حکومت د نه پاملرنې له امله  د دغه ولايت د اصلي موسيقۍ ټغر ټول شوى او د دغه ډګر سندرغاړي چې له کلونو راهيسې يې د خپلو وينو په ورکړې سره دغه موسيقۍ ژوندۍ ساتلې وه او وچېدو ته يې نه وه پرېښې؛ خو اوسمهال له ناوړه حالت سره مخ ده.

ياد سندرغاړي د خپلو خبرو په دوام کې د غور د خلکو د دغې معنوي پانګې د ساتلو لپاره د مرکزي او سيمه ييزو چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، که چېرې وضعيت همدا ډول دوام ومومي نو لرې نه ده؛ چې د دغه ولايت ټول اصلي ارزښتونه به له پامه وغورځول شي.

د غور يوه بل مشهور سندرغاړي پنځوس کلن محمد ياسين کهزاد چې له ځوانۍ تر اوسه پورې چې ږيره او سر کې يې د سپين ږيريتوب نښې نښانې ښکاري او د دغه ولايت له نورو سندرغاړو سره يې  د خوښيو په سلګونه مراسمو کې د دوتار او سه تار الې غږولې؛ وويل چې د موسيقۍ دغه الې د غور د موسيقۍ اصلي الو له ډلې ګڼل کېږي، چې د خراسانيانو دورې راهيسې په دغه ولايت کې پاتې دي.

کهزاد د دغه ولايت د مشهورو سندرغاړو لکه باى محمد سودايي، عظيم خاجګاني او عبدل باقي يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه سندرغاړي په خپل وخت کې د لوېديځې حوزې تر ټولو پېژندل شوي سندرغاړي و، چې غږيزې پيتې به يې د شمال او نورو ولايتونو خلکو پېرلې او له ځانونو سره به يې د غږولو په موخه وړې.

د ده په وينا، هغه د موسيقۍ هنر له لس کلنۍ راهيسې له باى محمد سره پيل کړى و او په بېلابېلو رژيمونو کې چې ځينې مهال محدوديتونه هم و؛ دغه خپل هنر ته دوام ورکړى دى.

نوموړى چې اوسمهال د دغه ولايت د سيمه ييزې موسيقۍ په اړه اندېښمن دى، وايي چې دغه سيمه ييز هنر د له منځه تګ په حال کې دى.

محمد ياسين کهزاد د خپلو خبرو په دوام کې وويل: “پر دې سربېره چې د طالبانو په دوران کې منع شوى او تر دې چې ډبول شوى هم يم، بيا مې هم له دغه هنر واټن نه دى نيولى او د ډاکټر نجيب په وخت کې تر يوه بريده د موسيقۍ د پرمختګ لپاره يوڅه کار وشو، خو اوس يې هيڅوک هم يادونه نه کوي او کېداى شي له منځه ولاړ شي.”

ورته مهال د غور ولايت فرهنګيان او ځوانان د دغه ولايت د سيمه ييزې موسيقۍ هېرول د يوې ټولنې د هنري او فرهنګي ارزښتونو ته سخت زيان بولي.

دوى وايي، حکومت بايد د سيمه ييزو ارزښتونو د له منځه وړلو برخه کې چوپ پاتې نه شي، بلکې د دغو ارزښتونو د ساتلو لپاره کار وکړي.

د غور ولايت يوه ځوان معروف سيدي پژواک ته وويل:” د يوه ولايت د هنروال کلتوري کارونه او د موسيقۍ هنر، د هماغه ولايت د لرغونتوب او کلتور ښودنه کوي، که دغه هنر هېر شي، د هماغه ولايت کلتوري ارزښتونو ته  به سخت زيان وي.”

ددغه ځوان هلک له اندېښنو سره هممهاله، د ياد ولايت ښځې او نجونې هم تاييدوي چې د غور ځايي موسيقي چې د ښځيو د محفلونو د خوښۍ وسيله هم پاتې شوې ده، اوس يې ځای پردۍ موسيقۍ ته ورکړی دی.

د نګار په نامه د غور  يوې مېرمنې وويل چې په تېرو کلونو کې د خوښيو پرمهال په ځانګړې توګه د ودونو په مراسمو کې د ياد شوي ولايت ښځو له دريا او کله کله د ” زېربغلي” څخه د ژوندۍ ځايي موسيقۍ په توګه کار اخيست او له دريا سره هممهاله يې سندرې هم ويلې.

خو د نوموړې په وينا، اوسمهال د خوښۍ په ډېری مراسمو کې ښځې له ايراني، هندي او نورو موسقيو څخه کار اخلي.

هغې ټينګار وکړ چې پخوانی کلتور بايد ژوندی وساتل شي.

دغې ۵۵کلنې مېرمنې پردې په ټينګار سره چې د غور ځايي موسيقي، ځانګړی کيفيت او خوند لري، وويل:”هغه مهال چې زه ځوانه وم، د ودونو په مراسمو کې مې د ودونو پر شپه له مېرمنو سره دريا او زېربغلۍ وهلې، سندرې مو ويلې، هم ما او هم نورو خوند ترې اخيست، خو اوس ايرانۍ او يا هندۍ سندرې اصلا خوند نه لري. “

د هنروالو او ځوانانو له دې ټولو شکايتونو سره سره، په فيروز کوه بازار کې يوشمېر کسب کاران هم له نورو ډېر شکايت کوي.

۶۰کلن عبدالواحد چې له ۲۰کلونو راهيسې د فيروز کوه د سړکونو پرغاړه کسټې پلوري، پژواک ته يې وويل چې څو کاله پخوا پورې د غور او افغانستان نورو استوګنو هره ورځ له دې ځايه د غور د ځايي هنروالو کسټې اخيستلې، خو په دې وروستيو کلونو کې ددغو کسټو مينه وال ورځ په ورځ کمېږي.

هغه وويل، سره له دې چې په تېرو کلونو کې په غور کې  د ډېری دودې موسيقې وسيلې د غوري هنروالو له خوا جوړېدې، چې د وخت په تېرېدو سره دغه هنر هم پيکه شوی دی.

هغه وويل:” غوري هنروال د دوه تار او سه تار موسيقۍ وسيلو جوړولو لپاره د تيورې ولسوالۍ دوتار غږونکي محمد علي ته ورتلل، هغه دغه وسيلې د جوز او توتو له لرګيو څخه جوړولې او د پلور بازار يې هم تود و. “

نوموړي د خپل کار بازار سړېدو ته اشاره وکړه او ويې ويل:” کار او بار خراب دی، هېڅ سودا نه کېږي، هېڅوک کسټې نه اخلي، لومړني کلونه ښه و، خلکو کسټې را نيولې. هنر مند چې د شپې له خوا يوه سندره ويله، سبا ما د هغه سندره کسټ کوله، د نورو ولايتونو ځوانان هم راتلل او هغه يې رانيوله، خو په دې کلونو کې څوک کسټ نه اخلي. “

له بلې خوا د غور ځايي چارواکي هم په دغه ولايت کې د موسيقۍ پېکه کېدل مني.

د غور والي غلام ناصر خاضع هم ومنله چې د پرديو کلتوري يرغل، سبب شوی چې ددغه ولايت خلک د ياد شوي ټاټوبي له اصيلې موسيقۍ څخه کار واخلي.

خو خاضع وويل چې د غور ځايي ادارې د هنري او کلتوري کارونو د ودې لپاره اقدامات کړي دي، د شاعرانو او ليکوالانو د ودې لپاره يې ادبي مرکز جوړ کړی او د ټولنې د حقيقتونو د منعکسېدو لپاره يې د تياتر ټيمونو ته وده ورکړې ده.

والي زياته کړه:” له بده مرغه د موسيقۍ په برخه کې لازم کار نه دی شوی، ځکه ټولنه سنتي ده. “

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور په برخو کې پر کم کارۍ تورن کړ او ويې وويل چې دغه وزارت هم د هنر او کلتور په برخو کې کار نه دی کړی او په دې اړه يې خپلو ولايتي دفترونو ته بوديجه په پام کې نه ده نيولې.

له بلې خوا د غور د اطلاعاتو او کلتور رييس فخرالدين ارياپور هم په دغه ولايت کې د ځايي موسيقۍ هنر د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د کافي بوديجې نه شتون، ددغه ځايي هنر د هېرېدو لامل شوی دی.

نوموړي زياته کړه:” له بده مرغه ځايي موسيقۍ په ټول هېواد کې لازمه وده نه ده کړې او ملاتړ نه دی ترې شوی او زموږ ځوانان لوېديځې او پرمختللې موسيقۍ ته مخه کړې ده.”

نوموړي، هغه رسنۍ چې لوېديځه موسيقي منعکسوي، له ځايي موسيقۍ څخه د جدي ملاتړ او بوديجې نه شتون، هغه موارد وبلل چې د ځايي موسيقۍ د هېرېدو لامل شوي دي.