ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي تدارکاتو کمېسیون پنځه قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون پنځه قراردادونه منظور کړل

author avatar
8 Jan 2018 - 17:20
ملي تدارکاتو کمېسیون پنځه قراردادونه منظور کړل
author avatar
8 Jan 2018 - 17:20

کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٦): د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړي دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د ۲،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور شول چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:

 -     له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لین د وېش شبکې قرارداد چې په مشروط ډول منظور شو؛

-      د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژه؛

-      د هرات ولایت د دوا کیفیت لابراتوار او روغتیایي محصولاتو د ودانۍ جوړول؛

-      د ملي امنیت عمومي ریاست د مرکزي ادارو او نظامي قطعاتو د اړتیا وړ تېلو تدارک؛

-      او د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز ریاست لپاره د PBX او CISCOټيلیفونونو د سیستم چمتو کول.

پر دې سربېره ملي تدارکاتو کمېسیون تر ۱۵٪ پورې د سالنګونو د ساتنې اړتیا وړ د دوه قلمه تېلو د قرارداد تعدیل  تائید کړ. 

په دې ناسته کې همدارنګه د کابل ـ لوګر سړک د ۷ کیلومتر جوړولو قرارداد هم وارزول شو، خو ملي تدارکاتو کمېسیون تائید نه کړ او پرېکړه وشوه چې یاده پروژه فواید عامې وزارت ته انتقال او تدارکاتي پروسه یې  د همغه وزارت له لارې بشپړه شي

کمېسیون همداراز له دوشي څخه تر بامیان پورې د برېښنا شبکې دوه نورې برخې د بیې د چنې، د شرکتونو د ترلاسه شویو اسنادو د ډاډ او د پروژې د تمویلوونکي (د اسیا پراختیایي بانک) د اعتراض د نه اخیستو په خاطر بېرته ور وګرځولې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.