منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د ۳۷ ميليونه افغانيو په ارزښت ښوونځى جوړېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲۶ مرغومی ۹۶): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د څه کم ٣٧ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه نمونوي ښوونځي او د ليليې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ياد ښوونځي د جوړېدو چارې د مرغومي په ۲۶مه د بهسودو ولسوالۍ اړوند بحر اباد په سيمه کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د ننګرهار مستوفي عبدالله رقيبي وويل، د ولسمشر په لارښوونه د ښار جوړونې وزارت د هېواد په څلورو زونونو کې نمونوي ښوونځي جوړوي.

نوموړي وويل، د ختيځ په کچه په ننګرهار کې دغه ښوونځي جوړيږي، چې د ليليې تر څنګ ګڼې اسانتياوې لري او د څلورو ولايتونو زده کوونکي به په کې زده کړې کوي.

د ننګرهار د ښار جوړونې رئیس انجنير عبدالقهار حيدري وويل، دغه نمونوي ښوونځي او ليليه د ولسمشر په حکم د ښار جوړونې وزارت د ۳۶ ميليونه اووه سوه پنځه زره افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې د يوه کال په موده کې جوړيږي.

د پوهنې سرپرست رئيس سيد عيسی سادات وويل، دغه ښوونځی ۲۴ درسي او ۴ اداري خونې او نور ملحقات لري، چې په جوړېدو سره به يې د ختيځ زون زرګونه زده کوونکي د زده کړو له سهولتونو څخه برخمن شي.