Language

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى٩٦): د افغانستان  د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو قول اردو او  د یاد بنسټ د فعالیتونو د څرنګوالي لېدنه وکړه.

جمهور رئیس د ځانګړو عملیاتو قول اردو مقر کې د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د یادې قول اردو د قوماندې مرکز ته ولاړ او هلته یې د پلان جوړولو څرنګوالی او د ځانګړو عملیاتو ترسره کول وارزول.

په پیل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندان تورن جنرال بسم الله وزیري د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د جمهوررئیس د ملاتړ د مننې ترڅنګ د هېواد په مرکز، شمال، لویدیځ، سویل او ختیځ کې د یادې قول اردو د روزنیزو پروګرامونو، تجهیز، اکمالاتو او د تیاریو د کچې په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.

نوموړي پر دې په ټینګار چې ځانګړي قطعات باید د معیارونو مطابق پر ځانګړو موخو وکارول شي وویل، زموږ اساسي موخه داده چې له هغو پلانونو سره چې لرو یې، ټاکلې موخې ته چې د هېواد پر ټوله جغرافیه حاکمیت دی ورسېږو او وتوانېږو په هېواد کې د سترو زیربنایي پروژو تطبیق  ته زمینه برابره کړو.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د ملي دفاع وزارت او د ځانګړو عملیاتو قول اردو رهبري پلاوي د سالم مدیریت، رهبرۍ او تعهد څخه په مننې یې وویل، موږ نن دلته راغلي یوو چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا او تاسې ته د ډاډګېرنې تر څنګ، ستاسې د بریالیتونو مبارکي درته ووایو.

هغه زیاته کړه، مبارکي  د دې لپاره درته وایم چې ستاسې پلانونه په چټکۍ سره د عملي کېدو په حال کې دي او کمانډو ځواکونو څخه د سالمې او معیاري استفادې لپاره د نوي دستور العمل مننه کوم.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې له کمانډو ځواکونو څخه سمه استفاده وشي، وویل: د جنګ بدلون ته په کتو  چې چټکو عملیاتو ته اړتیا لري، کمانډو ځواک ډېرچټک عمل کوي.

محمداشرف غني وویل، ملي دفاع وزارت د جګړې د تغییر فورمول پیدا کړی او سږ کال زموږ د ځواکونو تلفات کم شوي او په راتلونکي کې باید د تلفاتو شمېر نور هم راټیټ شي.

هغه زیاته کړه ۱۳۹۷ کال باید په هېواد کې د سراسري حاکمیت لپاره د عمل د ابتکار کال وي او هغه ولسوالۍ چې د دښمن په دوامداره مرکز بدلې شوي، باید هدف وګرځول شي او دښمن ته د تلپاتې پایګاه جوړولو فرصت برابر نشي.

جمهوررئیس د هېواد زیربنایي پروژو ته د کمانډو ځواکونو د پاملرنې مننه وکړه وې ویل، د افغانستان موقعیت باید په ستره پانګه بدل شي او ټاپې، مزارشریف –هرات د اوسپنې پټلۍ او تر کار لاندې د اوبو بندونه مهمې او حیاتي پروژې دي.

وروسته جمهوررئیس په هغو مراسمو کې چې د ځانګړو عملیاتو قول اردو یو شمېر سرتېرو په کې حضور درلود، ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي خبرې وکړې، د جمهوررئیس او د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندان له پاملرنې او ملاتړ یې مننه وکړه وې ویل، د دښمن پلانونه مو شنډ کړي او د جنګ لوري ته مو تغییر ورکړی دی. هغه زیاته کړه په دې جنګ کې کمانډو اساسي رول لوبوي او ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته ژمن دي.

login or register a new account.