جلال اباد (پژواک، ٢ سلواغه ۹۶): د هېواد په کچه په ولايتونو کې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار ولايت کې له ژورنالېستانو سره د مرستې په موخه د حق العضويت صندوق جوړ شو.
د دغه صندوق جوړولو پرېکړه د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو په دفتر کې د دغه ولايت د ژورنالېستانو په يوه غونډه کې د دغه دفتر په نوښت او وړانديز وشوه.
د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو دفتر مشر عطاالله خوږیاڼي پژواک اژانس ته وويل چې په یاد صندوق کې به فعال خبريالان هره میاشت ټاکلې اندازه پیسې اچوي او دغه راز به د یو شمېر نورو په همکارۍ دغه صندوق تقويه ساتي .
د نوموړي په وينا، دغه صندوق ته په لومړۍ ورځ د خبریالانو له خوا ۱۵زره افغانۍ راټولې او د څو ورځې مخکې پېښې ټپي خبریالانو ته د مرستې په موخه ولېږل شوې.
درې ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د ملي راډيو تلوېزيون دوه خبريالان ټپيان شوي وو.
په ننګرهار کې د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي پژواک ته وويل چې ژورنالېستانو ته د مرستې په موخه د حق العضويت صندوق کېښودل شو چې ځانګړو او بېړنيو حالاتو کې به د ځانګړې کمېټې په شتون کې اړمنو خبريالانو ته مرستې ورکول کېږي.
د ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي د ننګرهار ولايت د رسنيز دفتر دغه نوښت ستايي او زياتوي چې په دې سره به د اړو خبريالانو لاسنيوى وشي.
د يادونې ده، تر دې مخکې دا ډول صندوق په کابل کې هم جوړ شوى، خو تر اوسه يې ګټه چا نه ده ليدلې.










