هرات (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو له ١٢٠ کليزې سره هممهاله د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا په موخه هرات کې انځوريز نندارتون ترسره شو.
په دغه انځوريز نندارتون کې چې د “زه په زړه کې اور لرم” تر نوم لاندې ترسره شو، په کې په افغانستان کې د ترکيې د لومړني سفير عکسونه نندارې ته ايښودل شوي دي.
د هېواد په لوېديځ زون کې د ټيکا دفتر همغږي کوونکي الير ګوشناد، د ياد نندارتون ترسره کول په افغانستان کې د ترکيې د لومړي سفير فخرالدين پاشا سره د خلکو بلديت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پراختيا وبلله او زياته يې کړه، چې په ياد نندارتون کې په افغانستان د ترکيې د لومړي سفير له سلو زيات عکسونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه زياته کړه، د ټيکا (د ترکيې هېواد د همکاريو دفتر) په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې دوه نور نندارتونونه هم د “افغانستان د عثماني سلطنت پر مهال” او “امان الله خان په ترکيه کې” تر نومونو لاندې هرات کې ترسره کړي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، د ټيکا دفتر دغه راز په پلازمېنه کابل او بلخ او هرات ولايتونو کې د لرغونو اثارو د بيارغونې په برخو کې هم کار کوي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او هنر امر جاوېد ضرغام هرات ولايت کې د دا ډول نندارتونونو پر ترسره کولو ټينګار وکړ او ويې ويل: “د دا ډول نندارتونو ترسره کول د هرات ولايت اوسېدونکي د ترکيې خلکو له فرهنګ سره بلدوي.”
نوموړي د ترکيې له هېواد وغوښتل، چې په دغه ولايت کې په فرهنګي برخو کې ډېره همکاري او پاملرنه وکړي.
ورته مهال له ياد نندارتون يو شمېر ننداره کوونکي د دوه هېوادونو د فرهنګي موضوعاتو په تبادله او د ترکيې هېواد له فرهنګ سره د بلدتوب په برخه کې د ورته ناستو ترسره کول مهم بولي.
د دې نندارتون يوه ګډونوال فريد احمد وويل: “د دغه نندارتون ترسره کول د ترکيې له هېواد سره زموږ د بلديت په برخه کې ډېره مرسته کوي.”
د ياد نندارتون يوه بل ګډونوال شفيق احراري وويل: “موږ له ترکيې هېواد غواړو چې د افغانستان د انځورګرانو د انځورونو د نندارتون ترسره کولو لپاره هم زمينه مساعد کړي، څو فرهنګي اړيکې لاپسې پياوړې شي.”
د ويلو ده چې د انځورونو ياد نندارتون چې د هرات ولايت د علامه سلجوقي په تالار کې پرانيستل شوى، د دوه ورځو لپاره به د ليدونکو پر مخ پرانيستى وي.










