منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ای پي اېل کې د افغان لوبغاړو اخيستل پر دغو لوبغاړو د نړیوال باور په معنا دی

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

نوي ډيلى (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): په نوي ډيلي کې د افغانستان سفیر ډاکتر شيدا ابدلي وايي چې د هند تجارتي لوبې اى پي اېل ته د څلورو افغان لوبغاړو غوراوی، پر دوى د نړيوالو د باور په معنا دى.

ډاکټر ابدالي په نوي ډيلي کې له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وويل چې د ای پي اېل لپاره د نړۍ مشهورو کرکټ لوبغاړي اخيستل کېږي او دا د وياړ خبره ده چې په دې ډله څلور افغان لوبغاړي هم واخيستل شول.

د روان لمريز کال د سلواغې په اومه او اتمه د هند د کرکټ بورډ او ای پي اېل سياليو د تنظيمونو له لوري د لوبغاړو د اخيستلو لړۍ پيل شوه چې په کې څلور افغان لوبغاړي راشدخان، محمد نبي، مجيب ځدراڼ او ظاهرخان پکتين هم واخيستل شول.

راشد خان د ۹۰ ميليونه او محمد نبي لس ميليونه هندۍ کلدارو د حيدراباد، مجيب ځدراڼ په ۴۰ ميليونه هندۍ کلدارو د پنجاب او ظاهر خان پکتين په شپږ ميليونه هندۍ روپيو د راجستان لوبډدلې لپاره واخيستل شول.

په هند کې د افغانستان سفير وايي: ((افغانستان لپاره چې اوس اوس د ټسټ لوبې دريځ يې ترلاسه کړی، دا د خوشالۍ خبر دی چې په دومره يو ستر ليګ کې يې څلور لوبغاړي اخيستل کېږي.))

د نوموړي په وينا، په ای پي اېل کې يې د افغان لوبغاړو د اخيستلو په پار د ده په وينا د هند د کرکټ بورډ له مسوولينو سره ناستې درلودلې دي.

هغه هيله مندي وښوده چې شته راتلونکي کلونه په دې سياليو کې د افغان لوبغاړو شمېر نور هم ډېر شي.

د هند د اتراپردېش يو پي ايالت د نويډا پوهنتون افغان محصل ډاکتر اسدالله مومند پژواک اژانس ته وويل، خوشاله دی چې خپل لوبغاړي به په ای پي اېل لوبو کې وګوري.

د ای پي اېل سيالۍ به له مهالوېش سره سم د روان زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې پيل او نږدې دوه مياشتې به دوام ولري.

په دې تجارتي سياليو کې د هندي لوبغاړو په ګډون لسګونه مشهور بهرني لوبغاړي هم ګډون لري.

ډاکتر اسدالله مومند وايي: ((دا نه يوازې وياړ دی چې زموږ لوبغاړي به د نړۍ له مشهورو لوبغاړو سره په يوه ميدان لوبه کوي، بلکې د افغان لوبډلې د ښه راتلونکي لپاره زېری هم دی.))

د نوموړي په باور، په ای پي اېل کې لوبېدونکي افغان لوبغاړي به د کرکټ په برخه کې نوې تجربې زده او له خپلې لوبډلې سره به يې شريکې کړي.

تېر کال ای پي اېل کې د راشدخان او محمد نبي لوبېدل د هندي رسنيو لپاره خبرسازه مسئله وه او په لویه که يې په رسنيو او سوشل ميډيا کې پر ښې کارکردګۍ بحثونه تاوده و. دغه کال هم ښايي له دغو لوبغاړو ورته اميدونه کېږي.

د هند د خواله رسنيو يوه کاروونکي کونال يشوردُن په خپل ټويټر کې ليکلي: ((کومې پيسې چې د راشد خان په اخيستلو ورکول شوې، په سم ځای مصرف شوې دي.))

هغه زیاتوي چې راتلونکي لس کلونه به د افغانستان کرکټ لوړو پړاوونو ته ورسېږي.

د هند په خواله رسنيو کې يوه بل فعال ”اوي کاوشيک“ په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې راشد خان له يوه کوچني هېواد څخه دی، خو د نړۍ په کچه لوبېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې