کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۶): ټولنيزې شبکې په ځانګړې ټوګه فېسبوک، پر انلاين اړيکو مهمه اغېزه لري، خو په عجيب او غريبو مستعارو نومونو د فېسبوک زياتېدل، د ټولنيزو شبکو د کاروونکو په منځ کې د بې باورۍ، فساد، ډار او وېرې رامنځته کېدو لامل شوی دی.
په افغانستان کې د فېسبوک له دودېدو سره هم مهاله مستعار نومونه هم دود شوي، داسې چې په لومړي سر کې د کاروونکي د اصلي هويت په ښکاره کولو کې د محدوديتونو له امله له مستعار نوم څخه کار اخيستل کېده، خو وروسته د نورو د ځورونې تبليغاتو، ناسمې کارونې…. په شمول د بېلابېلو موخو لپاره کارېدل پيدا کړل.
دلته ځينو د پام وړ تر ټولو مستعارو نومونو ته اشاره کولای شو.
“شاهدخت، شهزاده، پسر شوخ، دختر شوخ، پسر جنرال، دختر جنرال، شهزاده دلها، لوی بچه شملا، شوک خيرخانه، ګرګ های پايتخت، شوخک کابل، ياغيای بګرامی، من ديوانه ات استم، عشق ناکام، ګمنام پنجشېر، سرشاريچه کابل، ګرګ وحشي، ګرګ تنها، دختر مقبول عشقي، بچه ګک بد، بچه ګک لچک، جنرال، شاه او لسګونه نور عجيب او غريب نومونه.”
د فېسبوک يو کاروونکی، نصر هادي په خپل فېسبوک پاڼه د مستعارو نومونو په اړه ليکلي:” افغانستان ډاکتر، انجنير، څارنوال، پروفيسور او نورو مختاړو ته اړتيا لري، نه دا چې څوک ور باندې و وياړي، پام مو وي چې که امريکا له دومره جنرالانو، رييسانو او اربابانو څخه خبره شي، فکر کوي چې افغانستان پر ځان بسيا شوی او نور زموږ مرستې ته اړتيا نه لري، نو هماغه چای او وچه ډوډۍ هم له لاسه ورکوئ.”
د فېسبوک بل کاروونکی کليم الله همسخن ليکلي: “د فيسبوک همدا شاهدخت او شهزادګان مې چې له نږدې وليدل، ټول يې وزګار خلک دي او دوی غريبان چې کله د کمښت احساس وکړي، خپل زړونه په شاهدخت و شهزاده ويلو ښه کوي.”
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ټوليز ډول په افغانستان کې شاوخوا شپږ ميليونه کسان له ټولنيزو پاڼو کار اخلي چې ۸۷ سلنه يې له فېسبوک او پاتې نور يې له ټويټر، يوټيوب، فليکر او… نورو څخه کار اخلي.
يو مدني فعال چې د شاهدخت ګيتي په نامه په مستعار نامه يې فېسبوک پاڼه جوړه کړې وايي: “ځان ته مې په مستعار نامه فېسبوک جوړ کړی، خو له دې سره سره هم هره و رځ راته له فېسبوک څخه په ډېرو جالبو نومونو پيغامونه راځي او ان لوڅ انځورونه راته استول کېږي او غير اخلاقي غوښتنې هم راڅخه کوي چې ما ته ډېر دردوونکې دي. “
هغه پر دې باور دی چې تر اوسه په افغانستان کې له ټولنيزو شبکو څخه د کار اخيستنې کلتور نه دی دود شوی او له همدې امله له ټولنيزو شبکو کار اخيستل په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره بې ستونزې او جنجاله نه دي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د فېسبوک يو کاروونکی محمد حارث محمدي، پر خپل اصلي نامه سربېره د مريم وفا په مستعار نامه سره هم د فېسبوک يوه ای ډي لري.
نوموړي په مستعار نامه د ای ډي جوړېدو دليل داسې بيان کړ: “د مريم وفا په نامه زما د فېسبوک جوړېدو دليل دا و چې دوستانو مې چټ نه راسره کاوه، ومي غوښتل چې په دغه کار سره دوی چټ کولو ته وهڅوم، له دغه فېسبوک څخه مې وغوښتل چې د خپلو دوستانو حقيقتونه هم معلوم کړم چې په کومه اخلاقي کچه کې ځای لري.”
ځيني په مستعار نامه د فېسبوک ای ډي جوړېدل يوه منفي ښکارنده او په ټولنه کې د بد اخلاقۍ دودېدل ګڼي، لکه د فېسبوک يوه کاروونکې برين محمدي وايي: “ډېر کسان چې اصلأ هلکان وو، زه يې د خپلو ښځينه و فېسبوکونو له لارې ځورولم او دې کار زه اړه کړې يم چې زه هم د ځان لپاره د هلک په مستعار نامه يوه ای ډي جوړه کړم.”
ولې ځوانان په مستعارو نومونو د فېسبوک جوړولو ته مخه کوي
اروا پوهان دغه ستونزه تر ډېره يو ډول رواني ناروغي ګڼي؛ ځکه دغه کسان نورو ته د زيان رسولو ګروهنه لري او دې ته يو ډول ساديزم وايي؛ نو ځکه د اروا پوهنې يوه ډاکتر ته ورتګ يې د حل غوره لار ګڼي.
د کابل پوهنتون د اروا پوهنې استاد محمد ناصر حبيبي د دې ډول کسانو وزګارتيا، د کموالي او سپکاوي احساس، د نورو ځورول او رواني ناروغۍ دا ډول موضوع مهم لامل ګڼي او د مقابل لوري بې باوري او د نورو ستونزمن تفهيمونه يې تر ټولو مهمې اغېزې ګڼي.
د پوهنتون استاد او ديني عالم، مبشر مسلميار د فېسبوک له لارې د خلکو ځورول نا روا عمل ګڼي او وايي چې د ټولنيزو رسنيو له لارې له ټولنيزو شبکو څخه د کار اخيستلو اخلاقي زده کړې، ټولنې کلتور او د خلکو د پوهې کچې لوړېدا تر ټولو مهم کار دی.
له بلې خوا په افغانستان کې له انټرنېټي جرمونو سره د مبارزې د قوانينو نه شتون هم د دې لامل شوی چې د سلګونو مستعارو فېسبوک پاڼو څخه چې تر شا يې معلومې کړۍ شتون لري، په هېواد کې يې نرمه او اروايي جګړه په لاره اچولې او تر ډېره يې د سياسي څېرو تخريبولو ته مخه کړې ډه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې د افغانستان په شان هېوادونه چې له انټرنېټي امکاناتو څخه د کارونې په اړه يې د خلکو د پوهې ټيټه کچه د دې لامل شوې چې کله کله له مجازي شبکو څخه کار اخيستل د ستونزې لامل ګرځي.
د ياد وزارت د چارواکو په خبره، له انټرنېټي جرمونو سره د مبارزې قانون مسوده برابره او د عدليې وزارت ته استول شوې ده چې په تصويبېدو سره به يې د مخابراتو وزارت انټرنېټي جرمونو ته د رسېدنې لپاره يو حقوقي لاسوند پيدا کړي.










