منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

سږ کال اروزګان کې د مور او ماشوم د مړينې ١٢١ پېښې ثبت شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ۲٥ سلواغه ۹۶): د اروزګان د عامې روغتيا رياست مسوولین وایې چې د مسلکي کدرونو د نشتوالي او نا امنيو له امله په دغه ولايت کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه شوې ده.

دوى وايي چې په دې برخه کې عامه پوهاوى نشته، ډېرى مهال لارې د نا امنيو له امله بندې دي او د کم تجربه لرونکو قابلو دا شمېره زياته شوې ده.

په اروزګان کې روغتیایې خدمات له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د افغان روغتیایې او پرمختیایې موسسې AHDS له خوا ترسره کېږي او په ټول ولایت کې ۴۹ روغتیایي مرکزونه فعال دي.

خو لا هم د دغه ولایت روغتیایي مسوولین وایي چې د یو شمېر لاملونو له امله د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه د پام وړ زیاته شوې.

ځايي خلک وايي، که څه هم د یادې موسسې له خوا له تېرو لسو کلونو راهیسې لسګونه ښځینه نرسانې او قابلې فارغې شوې او یو شمېر یې اوس هم په روغتیایي مرکزونو کې دندې لري، خو نیوکه دا ده چې په دغه ولایت کې له دوه کلنۍ زده کړو فارغې شوې قابلې ګټورې نه دي تمامې شوې.

بي بي مريم د دغه ولايت له چورې ولسوالۍ خپله نګور د ترينکوت روغتون ته د زېږون لپاره راوړې وه، وايي چې نګور يې لومړى د ولسوالۍ کلينيک ته يووړه، خو هلته يوه قابله وه، خو سم چلند يې ورسره ونه کړ.

هغې پژواک ته وويل چې له څو ساعتونو وروسته يې خپله نګور تر شپږو ساعتونو سفر وروسته ترينکوت ته راوسته، خو دلته يې روغتون کې ساه ورکړه.

بي بي مريم وايي چې په ولسوالۍ او مرکز ترينکوټ ښار کې له سختو ستونزو سره مخ شو او خپله نګور يې هم له لاسه ورکړه.

د اروزګان د مرکزي روغتون د نسایې او ولادې څانګې متخصصه ډاکتره نرګس ابراهیمي وایي، له زېږون مخکې د یو شمېر کورنیو د عامه پوهاوي نه شتون، وروستۍ نا امنۍ او د مسلکي قابلو کموالی د دې لامل شوي چې زیات وخت روغتون ته داسې ناروغان ور وړل کېږي چې د هغوی د ژغورلو چانس لږ وي.

مېرمن ابراهیمې وایي، له ولادت مخکې باید یوه مور درې ځلې نږدې روغتیایي مرکز ته ولاړه شي، تر څو د روغتیا پالانو له خوا وکتل شي خو دا زياتوي چې اروزګان کې دا څه نشته او روغتون ته هغه وخت ناروغه راوړل کېږي چې وینه یې زیاته ضایع کړې وي.

د اروزګان د ملکي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی وایي، روغتون ته زیات وخت هغه ناروغان ور وړل شوي چې حالت یې خراب وي.

هغه پژواک ته وويل چې په دغه ولایت کې څو ستونزې د دې لامل شوي چې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې پېښې زیاتې شي.

د نوموړي په وينا، د کورنیو له خوا میندو ته نه پاملرنه، وروستۍ نا امنۍ، د لویو لارو بندښت او تر څنګ یې په یو شمېر خصوصي او دولتي روغتیایي مرکزونو کې په غیر مسلکي توګه د قابلو شتون دي.

نوموړی وایي، دغه روغتون ته تېر کال د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې شمېر ۸۱، خو په وینا یې سږ کال تر دې مهاله ۱۲۸ ته لوړ شوی دی.

د ولایتي روغتون مشر وایي، که څه هم په دغه روغتون کې د ښځینه قابلو او نرسانو تشه ډکه شوې او زیات یې مسلکي دي، خو وايي چې د ولایت په زیاتو روغتیایي مرکزونو کې داسې قابلې دندې لري چې یوه ورځ یې هم ښوونځی نه دى لوستی او د یوې پروژې په توګه د قابلګۍ له زده کړو فارغې شوې.

ډاکتر توخي وويل، دغه چاره د دې لامل شوې چې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې شمېر زیات شي.

د اروزګان د عامي روغتیا ریاست هم مني چې په دغه ولایت کې له تېرو څو کلونو راهیسې د یو شمېر موسساتو له خوا د قابلو او نرسانو د زده کړو له مرکزونو داسې نجونې فارغه شوې چې حتی یوه ورځ ښوونځي ته هم نه دي تللې. خو وایي چې دغه کار د اړتیا له مخې شوی.

د عامي روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل وایې، نه یوازې غیر مسلکي قابلو له امله د زېږون پر مهال د مړینو پېښې ډېرې شوې، بلکې د جګړې ښکېلو خواو له خوا له تېر یوه کال راهیسې د لویو لارو بندېدل، د کورنیو له خوا پر وخت د ناروغ نه رسول او یو شمېر نورې هغه ستونزې دي چې د اروزګانۍ میندو پر وړاندې شتون لري.

هغه پژواک ته وويل، د وزارت د پالیسۍ له مخې باید ټول روغتیایې مرکزونه مسلکي کارکوونکي ولري خو دا چې په اروزګان کې د زده کړو کچه ټیټه ده او د نورو ولایتونو اوسېدونکي اروزګان ته نه راځي نو کېدای شي په یو شمېر روغتیایي مرکزونو کې داسې کسان پر دندو ګومارل شوي وي چې زده کړې یې نه وې کړې.

ډاکتر مياخېل ډاډ ورکړ چې دوی به ډېر ژر د یو کمپاین پر مهال ټول خصوصي او دولتي روغتیایې مرکزونه وڅاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.