منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ماليې وزارت د غازي امان الله خان او باچاخان د مقبرو رغولو ته بوديجه ورکوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): ماليې وزارت په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان او خان عبدالغفار خان د مزارونو د ترميم او رغولو ژمنه وکړه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماليې وزير اکليل حکيمي دغه ژمنه نن په کابل کې د ننګرهار له والي او سلاکار وزير محمد ګلاب منګل سره د ليدنې پر مهال وکړه.

هغه زياته کړه چې د ماليې وزير دغه راز په ننګرهار ولايت د يو شمېر نورو پروژو پلي کولو ژمنه هم وکړه .

خوږياڼى وايي چې په دې ليدنه کې د ننګرهار د خلکو استازو او د سکتوري رياستونو يو شمېر رييسانو هم ګډون درلود.

د نوموړي په وينا، د ننګرهار والي په دې ولایت کې د سوداګرو د بېلابېلو ستونزو د شريکولو تر څنګ له جلال اباد ښاره يوې بلې مناسبې سيمې ته د امنيې قوماندانۍ او محبس لېږدولو، د ملکي هوايي ډګر پروژې د پيل، د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ٦٠ بلاکونو نيمګړې چارې د بيا پيل او د نوي ګمرک د چاردېوالۍ د عملي چارو پيلولو غوښتنې وکړې.

دغه راز د ننګرهار والي له ماليې وزيره د غازي امان الله خان او خان عبدالغفار خان د مزارونو رغولو لپاره د بوديجې ورکړې غوښتنه هم وکړه.

خوږياڼي وويل چې د ننګرهار پلاوي د را ستنو شوو کډوالو کورنیو ته د هندوستان له لوري د ۴زره کورونو جوړولو تر څنګ د چین په مرسته د ۵زره نورو کورونو جوړولو په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار والي همدا راز د مالیې له وزیره په جلال اباد ښار کې د حلقوي سړک لپاره د بودیجې د ورکړې، تورخم ښارګوټي کې د ګمرک لپاره د ۵۴۰ جریبه ځمکې د انتقال چارې د ترسره کولو، په تورخم ښارګوټې کې د سکنر فعالولو، د جلال اباد ښار د سپین جومات جوړولو لپاره د سوداګرو د مرستې د را جلبولو او ګڼ شمېر نورو پروژو د پلې کولو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې ليدنه کې وويل چې د نوي ګمرک احاطې جوړولو په موخه یې بودیجه انتقال شوې او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي .

دغه راز هغه د غازي امان الله او خان عبدالغفار خان مزارونو د جوړولو په موخه د بوديجې د ورکړې ژمنه وکړه.

د ماليې وزير اکليل حکيمي د چین په مرسته له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو ته د استوګنې د پنخه زره کورونو جوړولو، د امنيې قوماندانۍ او محبس ودانیو جوړولو په موخه د بودیجې ځانګړې کولو، د ملکي هوایي ډګر جوړولو او په نورو برخو کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه .