منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نوښت او ټکنالوجيغړي

خوست کې د ټکنالوجۍ برخې نوښتګر ځوانان وستایل شول

· 3 دقیقې لوستل · 172 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۶): يو شمېر هغه خوستي ځوانان چې د نوې ټکنالوجۍ په بېلابېلو برخو کې يې نوښتونه کړي، وستايل شول.

دغه ځوانان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت له لوري په ټولنه کې د معلوماتي تکنالوجۍ د ارزښت په تړاو جوړه شوې غونډه کې په نغدي پيسو او ستاينليکونو وستايل شول چې د دغه ولايت پر يو شمېر دولتي چارواکو سربېره په کې ګڼو ځوانانو برخه اخيستې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت يوه استازي سيد هجرت الله سادات دې غونډې ته وويل، د ځوانانو چارو معينيت تل په دې هڅه کې دی چې د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې کار وکړي.

سادات زياته کړه: ((ستاسو ځوانانو لپاره د دولت له خوا نه د ځوانانو چارو معينيت ته ځانګړې بوديجه ورکړل شوه. په تېرو کلونو کې هم موږ غښتلي پروګرامونه ترتيب کړي او په راتلونکي کې هم پلان لرو چې ستاسو لپاره به ستاسو سره په ګډه کار کوو.))

د دغو ځوانانو له ډلې يو هم ۱۹ کلن رشيدالله دی چې د مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

هغه په دې وروستيو کې د ملي اردو يو نمونوي ټانګ او د امريکايي ځواکونو اپاچي نمونوي هليکوپتر جوړ کړی دی.

رشيدالله چې دا مهال د خوست شيخ زايد پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د درېيم کال محصل دی، پژواک خبري اژانس ته وويل، په خوست کې ډېر داسې ځوانان شته چې که زمينه ورته برابره شي، د تکنالوجۍ په برخه کې به ډېر نوښتونه وکړای شي.

دی وايي: ((په خوست کې ډېر ځوانان موجود دي چې تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې، که چېرې دولت دوی ته پاملرنه وکړي او زمينه ورته برابره کړي، د تکنالوجۍ په برخه کې به د هېواد په کچه وځلېږي.))

د سيدمرجان هڅاند په نوم ددې ولايت يو بل تن ځوان پژواک اژانس ته وويل چې د هڅونې دا ډول پروګرامونه د ځوانانو په روحيه باندې مثبت تاثير لري او هغوی به وکولی شي چې په راتلونکي کې نور نوښتونه هم وکړي.

نوموړی زياتوي: ((دغه ډول هڅوونکې غونډې او د ځوانانو هڅول د تکنالوجۍ په ډګر کې ډېره روښانه راتلونکې لرلای شي او په دې برخه کې ډېر ژر کېدلی شي چې افغانان هم له نورې نړۍ سره په عصري تکنالوجۍ کې سيال شي.))

کارپوهان پر دې باور دي چې عصري تکنالوجي د ورځني ژوند د ټولو پرمختګونو لپاره د ملا د تير بڼه لري او د هغې په نه شتون کې ورځنۍ چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.

هغوی وړاندې کوي چې افغان دولت دې برخې ته پاملرنه زياته کړي او هغه کسان چې په دې برخه کې د کار ترسره کولو وړتيا لري، هغوی ته اړين امکانات په واک کې ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول نوښت او ټکنالوجي
نوښت او ټکنالوجي

د مخابراتو وزارت یو پلاوی په نړۍوال ډیجیټلي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ

ټولنه

اسلام‌اباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي

سوداګري او اقتصاد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

ټولنه

د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

نړیوال خبرونه

بلوچستان کې ۲۰ پاکستاني پولیس تښتول شوي

لوبې

کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي

دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ماته ورکړه