ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د چورګړو ایستلو او هګیو د تولید فارم جوړ شو

تخار کې د چورګړو ایستلو او هګیو د تولید فارم جوړ شو

author avatar
22 Feb 2018 - 17:29
تخار کې د چورګړو ایستلو او هګیو د تولید فارم جوړ شو
author avatar
22 Feb 2018 - 17:29

تالقان (پژواک، ٣ کب ٩٦): په تخار کې په لومړي ځل د چورګوړو ایستلو او هګیو د تولید یو لوی فارم ګټې اخیستنې ته وړاندې شو چې ټاکل شوې په کال کې یو ميلیون چورګوړي او د ورځې ۱۲زره هګۍ تولید کړي.

د تخار والي ډاکتر فضل الله مجددي په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه فارم د کرنې د ودې او د کلیو پراختیا پروګرام (کارد ایف) په ۶۰ او د یوه خصوصي متشبث له لوري په ۴۰ سلنه بودجه جوړ شوی چې ۳۳ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دى.

ده زياته کړه، د دغه فارم په جوړېدو سره به د چرګانو غوښې ته د خلکو د لاسرسي کچه لوړه شي او په لسګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

والي وايي: ((دغه فارم، سره له دې چې د صحي او ارزانه خوړو په برابرولو کې خورا مرسته کوي، په لسګونو او ان سلګونو کسانو ته په مستقیمه او نامستقیمه توګه د کار زمینه هم برابرولی شي چې د تخار سیمه ییز حکومت یې هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.))

په تالقانو کې د کرنې د ودې او د کلیو پراختیا پروګرام کارد ایف مشر مسعود ایمان وویل چې دغه فارم په تر ټولو پرمختللو وسایل سمبال دی او هر کال یو ميلیون چورګوړي تولیدوي.

د ده په خبره، په دغه فارم کې د هګیو ۱۲زره چرګې ساتل کېږي چې هره ورځ به په همدې اندازه هګۍ هم تولیدوي.

دى زياتوي: ((دغه فارم به یوه ورځني چورګوړو ته زموږ د واړه فارم لرونکو اړتیا په خپل ولایت کې پوره کړي، په دې سره به په دغه ولایت کې ډېر کسان په بېلابېلو برخو کې کار ومومي او د اقتصاد کچه یې لوړه شي.))

د تخار د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې د چرګانو د روزلو درې سوه واړه فارمونه دي چې له بهره چورګوړي واردوي، روزي یې او بیا یې په بازار کې پلوري.

خو اټکل شوی چې دغه فارم به له نورو هېوادونو څخه د چورګوړو د واردولو اړتیا لرې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.