منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د “پان” کارول د خولې سرطان لامل ګرځي

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ۸ کب ۹۶): د روغتيايي چارو پوهان او متخصصين وايي چې د پان نشه يي مادې کارول د خولې د سرطان، د حافظې ګډوډېدو، د عفوني ناروغيو د لېږد، د غاښونو د توروالي او خولې د بد بويۍ په ګډون د بېلابېلو ناروغيو لامل ګرځي.

د يادو متخصصينو په وينا، "پان" له چونې، تنباکو، د بطل په نوم د ځينو بوټو له پاڼو، د ښې بوی لرونکې شکرې له  پوډرو او د نعنا په شان له خوشبو څېزونو جوړېږي.

په دې وروستيو کې ډېری افغانانو په ځانګړې توګه ځوانان پر پان (نصوار) روږدي شوي دي.

د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر مجتبی صوفي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې پان د خولې د ۹۰ سلنه سرطان لامل ګرځي او سربېره پر دې پان د خولې په بېلابېلو برخو کې د ټپونو رامنځته کولو او په دې برخو کې د سرطاني دانو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

دغه راز د خولې د تخريب، د مرۍ او معدې د سرطان، د معدې د زخم، د حافظې ګډوډېدو، د عفوني ناروغيو د لېږد، د ژوند چاپېريال ککړتيا، د غاښونو د تورېدو او د خولې د بد بويۍ لامل ګرځي.

ډاکتر صوفي زياته کړه چې رواني ستونزې پر دې مادې د ځوانانو د روږدي کېدو تر ټولو مهم عامل دی او وزګاري، اقتصادي ستونزې او مين توب په څېر مسایل د رواني ستونزو تر ټولو مهم لاملونه دي.

د پان ډولونه او د ځوانانو له خوا يې کارول

د نصرت رامز په نامه د کابل يوه هټۍ وال چې پر سبو سربېره پان او سګريټ هم پلوري، په دې اړه وويل:" څو ډوله پان شتون لري چې د پام ۵۵، پان ۵۵۵، پان ۲۴، پان ۶۶ او پان کول په نومونو يادېږي، د کيفيت او نشې له پلوه يو له بل سره توپير لري، خو بيه يې توپير نه لري. دغه پان اصلاً هندي او پاکستاني نصوار دي."

نوموړي هټۍوال زياته کړه، هغه کسان چې له دې نشه يي مادې  کار اخلي، پر ضررونو يې ښه پوهېږي او اصلاً دغه ماده نشه رامنځته کوي چې د خلکو روغتيا ته زيان رسوي.

د سير محمودي په نامه يو ځوان چې پر پان روږدی دی، پر يادې مادې يې د روږدېدو په اړه وويل: "د لومړي ځل لپاره مې له پان څخه شوقي کار واخيست، ځکه ټولو دوستانو مې کارول، خو وروسته پر پان روږدی شوم  چې نور يې نه شم پرېښودلای."

هغه په دې اړه چې ايا د پان پر روغتيايي ضررونو پوهېږي؟ ویې ويل، پوهېږم چې روغتيا ته زيان لري، خو فکر نه کوم چې سرطان رامنځته کوونکی و اوسي؛ ځکه دغه ماده په افغانستان کې جوړېږي او يوازې يو ډول يې چې کول نومېږي، سرطان رامنځ ته کوي؛ ځکه په ترکيب کې يې شيشه (يو ډول نشه يي توکي) شتون لري او  اصلاً له هند څخه راوړل کېږي او کورني نه دي.

خو د احمد بارکزي په نامه شل کلن ځوان چې پر پان روږدی دی، وويل چې د يادې مادې له نورو ټولو ضررونو ډېر د خولې بد بوی ورباندې بده اغېزه کوي او ډېری خلک چې دغه ماده کاروي، پر ضررونو يې پوه دى، ان د يادې مادې پر پاکټ يې ضررونه ليکل شوي، خو روږدو کسانو ته دا ضررونه اهميت نه لري.

بارکزي له يادې مادې د لومړي ځل لپاره د خپلې استفادې په اړه وويل: "د لومړي ځل لپاره د پان کارول سړی ګنګس کوي، له ګنګس توبه خوند اخلي چې سړی سوکه سوکه عادت ورسره کوي، خو د لومړۍ ورځې خوند هېڅکله نه پيدا کېږي او سړی د هماغه خوند پيدا کولو په لټه کې پر پان روږدی کېږي."

دغه راز د روغتيايي چارو پوهان او متخصصان پردې باور دي چې دغه بې غږه او کم پېژندل شوې نشه يي توکي پر روحي او رواني روږدتيا سربېره، مغزي سلولونه، تحصيلي افت، ګنګسيت او تنفسي دستګاه او زړه ته ډېر جدي زيانونه رسوي او د روحي- حرکتي او چلندي تعادل له لاسه ورکولو لامل ګرځي.

دغه راز د دوی په وينا، په سترګو کې د غير طبيعي حرکتونو رامنځته کېدل، د زړه ټکان زياتېدل، د خوب ګډوډي، د غټې کلمې سرطان، د بډوډو کمزوري، له تاوتريخوالي ډکو حرکتونو رامنځ ته کېدل، د وينې فشار لوړېدل، ښايست له منځه تلل، د يادې خطرناکې مادې د کارولو تر ټولو مهم جسمي او رواني عوارض ګڼل کېږي.

ډاکتر مجتبی صوفي وايي:"له دې نشې څخه خلاصون له درېيو لارو شونی دی، دولت بايد پر يادې مادې درنه ماليه وضع کړي، څو ځوانان يې د اخيستو توان ونه لري؛ ځکه د يادې مادې د بيې ټيتوالی، له دې مادې د عامې کارونې اصلي دليل دی. ددولت له خوا دې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي او سرغړوونکې دې جريمه کړي."

نوموړي دغه راز زياته کړه چې کورنۍ بنسټيز رول لري، کورنۍ بايد د خپلو بچيانو د ستونزو جرړې پيدا کړي او له هغوی سره دې د دې مادې په پرېښودو کې مرسته وکړي، ډاکترانو ته مراجعه هم د پان مادې پرېښودو لپاره اغېزمن دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا