ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني بنسټونه: د برېښنايي تذکرو د وېش عملي لړۍ دې ژر تر ژره پيل شي

مدني بنسټونه: د برېښنايي تذکرو د وېش عملي لړۍ دې ژر تر ژره پيل شي

author avatar
5 Mar 2018 - 17:56
مدني بنسټونه: د برېښنايي تذکرو د وېش عملي لړۍ دې ژر تر ژره پيل شي
author avatar
5 Mar 2018 - 17:56

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۶): د يو شمېر مدني بنسټونو او سياسي ګوندونو استازي د برېښنايي تذکرو د وېش له لړۍ د ملاتړ تر څنګ وايي چې حکومت دې د دغه بهير د چټکولو له پراختيا سره ټولو خلکو ته د تذکرو اخيستلو اسانتياوې برابره کړي.

د سياسي ګوندونو او مدني بنسټونو لسګونو استازو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تالار کې جوړې شوې غونډې ته وويل چې د برېښنايي تذکرو د وېش له لړۍ خلکو د سترو غونډو په کولو سره هرکلی وکړ او خلک د تذکرو اخيستلو ته تږي دي.

هغوی وايي چې حکومت دې د دغه بهير په پراختيا او چټکتيا سره ټولو افغانانو ته د تذکرې اخيستلو اسانتياوې برابرې کړي، څو هغوی د يوې  معياري او د منلو وړ تذکرې خاوندان شي.

خو د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو يادو استازو چې له کاپيسا، پکتيا، کونړ، کندهار، خوست، ميدان وردګو، لوګر، پکتيکا، کندوز او کابل ولايتونو څخه راټول شوي وو، خبرداری ورکړ چې که ژر تر ژره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنايي تذکرو د وېشلو مرکزونه پرانه نيستل شي، د ارګ پر وړاندې به اعتصاب وکړي.

په دې غونډه کې د کندهار ولايت د قومي شوراګانو په استازيتوب، محمد ابراهيم کريمي په خپلو خبرو کې وويل: "زموږ هويت زموږ وياړ دی او د تذکرو درلودل د هر افغان حق دی او موږ غواړو چې حقونه مو د ځينو غرضي سياستوالو د لوبو قرباني نه شي."

د ختيځې شورا مشر داود شاه نيازي وويل چې د برېښنايي تذکرو وېش، د هېواد د دښمنانو پر مخ درنه څپېړه ده، پر خپل افغانيت او اسلاميت وياړي او هر څوک چې له دې دواړو کليمو سره مخالف دي، د هېواد له اساسي قانون سره مخالف دي.

نوموړي له اړوندو ارګانونو وغوښتل څو هغو کسانو ته دې ژر تر ژره د تذکرو د وېش لړۍ پيل کړي چې نوم ليکنه يې بشپړه کړې ده.

له بلې خوا د عدالت بهير مشرې حميدې وردګ چې په دې غونډه کې يې شتون درلود، وويل چې ولسمشر بايد سياسي فشارونو ته تسليم نه شي او اړوند ارګانونو ته دې امر وکړي چې په ټول هېواد کې دې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل کړي.

نوموړي وويل چې که د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ وځنډول شي، در ارګ مخې ته به پر اعتصاب لاس پورې کړي او تر هغې به دوام ورکړي چې په ټول هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېشلو مرکزونه د مراجعينو پرمخ پرا نيستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.