ميدان ښار(پژواک، ١٧کب ٩٦): په يو داسې ولايت کې چې هر وخت ترې د جګړې او نښتو خبرونه ورکول کېږي، يو شمېر نجونې غواړي څو “د کليوالو خويندو ادبي بهير” له لارې د ښځينه شاعرانو او ادبيانو پټ کلتوري او ادبي استعدادونه را وسپړي.
د ميدان وردګو لايت له فرهنګي فعالې او شاعرې موسکا ساحل سره نږدې يو نيم کال وړاندې فکر پيدا شو چې بايد نجونې هم د نارينه شاعرانو په څېر د سټېج پر سر شعر ووايي او په ادبي ناستو کې پر خپلو ليکنو او شعرونو بحث وکړي.
موسکا پر ستونزو سربېره هم له خپلو ملګرو سره ګوري او وروسته د يو شمېر نجونو په ملتيا د ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته مراجعه کوي، څو خپله دغه هيله له مسوولو چارواکو سره شريکه کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست او نورو ادارو مسوول چارواکي يې هرکلى کوي او د يوه ادبي بهير جوړولو په چاره کې د ترانسپورټ او خوندي ځاى ورکولو ډاډ ورکوي.
د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس اورنګ مختار له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د روان کال په پسرلي کې د موسکا ساحل له دې غوښتنې او تصميم زيات خوشحاله شو او ډاډ يې ورکړ چې دوى ته د ستيج پر سر د شعر ويلو او ادبي ناستو لپاره د خوندي چاپېريال رامنځته کول د رياست مسووليت دى.
مختار په دې اړه پژواک ته وويل: ((موږ په يوه دوديزه ټولنه کې ژوند کوو، خلک دا نه خوښوي چې نجلۍ دې په يوه رسمي اداره کې يا له کوره بهر شعر ووايي او خپل محروميتونه د شعر په ژبه وړاندې کړي، خو باوري وم چې له نارينه وو جلا ځاى د خويندو لپاره ادبي چاپېريال دغه ستونزه يو څه را کمولى شي.))
د موسکا ساحل د پر له پسې هڅو او د اطلاعاتو او کلتور رياست په همکارۍ د کليوالو خويندو په نوم ادبي بهير رامنځته کېږي چې لومړۍ حضوري ګډونوالې يې محدودې دي، خو ډېرې خويندې د دغه ولايت د ولسواليو له نامعلومو کليو د ټيلېفون په ليکه پر خپل او مستعار نامه د بهير غونډې ته شعر اوروي.
مختار په دې اړه زياته کړه: ((د بهير د ګډونوالو شعرونه له سيمه ييزو راډيوګانو هم په ژوندۍ بڼه خپاره شول، نورې خويندې يې تشويق کړې، موږ دا ژمنه هم ورسره وکړه چې دوه کتابونه به يې چاپ کړو، يو د موسکا ساحل مستقل کتاب او بل هم د ګډونوالو ګډه شعري ټولګه.))
پژواک د خويندو ادبي بهير له مشرې موسکا ساحل سره د خبرو لپاره پر له پسې هڅه وکړه، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه، يوه همکار يې ويل چې په کلي کې څوک اسانه نه پيداکېږي، پوښتنې يې ورته د بهير د يوه همکار وسيله واستولې او درې ورځې وروسته يې د موسکا له ټيلېفوني اړيکې سره د پوښتنو ليکلى ځواب هم تر لاسه کړل.
نوموړې د خپلې دغه اقدام د اصلي انګېزې په اړه وويل: ((د خپل ولايت شاعرانې مې ليدلې چې نورو مشاعرو کې ښه شعرونه وايي، خو ټول په خپل ولايت کې د ځانګړې مشاعرې او بهير له نشتوالي شکايت کوي، داسې پېغلې هم وې چې يوازې د ځايي او نړيوالو راډيوګانو له ادبي پروګرامونو يې زده کړه کوله.))
دا وايي چې پر کورنيو مخالفتونو سربېره يې د ځانګړي ادبي بهير جوړولو په کابل او ميدان وردګو کې ک
لتوري ناستو کې په دې بهانه ګډون وکړ، څو خپلې خويندې وګوري، مشوره ورکړي او بالاخره د ځينو نارينه ادبياتو په همکارۍ د کليوالو خويندو ادبي بهير رامنځته کړي.
په ميدان وردګو ولايت کې د يوې ځايي راډيو خبريال او شاعر شبيراحمد حليمي وايي چې په دې ولايت کې يوازې د مڼې ګل په نامه کلنۍ مشاعره ترسره کېده چې هلته په کې نجونو ته د شعر ويلو ډېره زمينه مساعده نه ده، په ولسواليو کې هم کلتوري فعاليتونه په لوړه بيه تمامېږي.
دى وايي، دغه ولايت هم نا امن دى او هم له رسنيز پوښښه لرې پاتې شوى، ځوانان په ادبي ناستو کې له دې امله ګډون نه کوي چې دلته له هر څه “سياسي انګېزه” اخيستل کېږي.
نوموړى هم د خويندو ادبي بهير هڅې ستايي خو وايي چې د دغه ولايت د مرکز او اطلاعاتو کلتور رياست موقعيت ته په پام سره ډېرى ځوانان په ځانګړي ډول نجونې په کلتوري فعاليتونو کې څنګه چې لازمه ده، ګډون نه شي کولى.
ميدان وردګو ولايت د کابل سره په نږدې ٣٠ کيلومترۍ کې پروت دى، خو په ځايي ادارو کې يې د ښځو د فعاليت او دندو خبره بيا بېخي د کابل برعکس ده.
د اطلاعاتو کلتور رييس وايي چې د خپلې ادارې د ځوانانو عمومي مديريت کې به يوه ښځه هم وګوماري، څو په کلتوري او ټولنيزو پروګرامونو کې د نجونو ګډون ته د همکارۍ او همغږۍ زمينه مساعده کړي.
د يادونې ده، د کليوالو خويندو ادبي بهير په درېيو مياشتو کې عمومي ناسته لري، خو وايي چې له دې وروسته هره مياشت يوه ناسته ولري.
د دې تر څنګ په پلازمېنه کابل کې هم د “مېرمن ادبي بهير” او د ښځو لپاره د “رڼا” په نوم کلنۍ مشاعره هم ترسره کېږي چې د بېلابېلو ولايتونو تر څنګ د ميدان وردګو لايت فرهنګي فعالانې هم په کې ګډون کوي.










