منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصادغړي

“د غلام خان بندر لاره دې رسماً ترانزیټي او پرانیستې پرېښودل شي”

· 3 دقیقې لوستل · 189 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۶ کب ۹۶): د خوست ولايتي شورا او سوداګر له دولته غوښتنه کوي چې د غلام خان بندر لاره دې رسمي ترانزيټي لار او تل دې پرانيستې پرېښودل شي.

دوی نن په يو ګډ خبري کنفرانس کې اندېښنه څرګنده کړه چې په دولت کې ځينې کړۍ د يادې لارې له رسمي ترانزېټ سره د مخالفت له امله د بندېدو غوښتنه کوي، خو په دې برخه کې يې د چا نوم وانه خيست.

د خوست ولايتي شورا رييس کفيل ريحان پژواک خبرى اژانس ته وويل چې له مرکز کابل نه ولايتي ادارې ته په يوه رالېږل شوي مکتوب کې سپارښتنه شوې چې د امنيتي ملحوظاتو له امله دې د غلام خان بندر وتړل شي.

هغه وويل، تر اوسه پورې د غلام خان بندر تړل شوی نه دی خو اندېښنه يې دا ده چې که دا لار تړل کېږي، نو ډېرې ستونزې به پيدا کړي.

نوموړي وويل: ((اوس په سوېل ختيځ کې له غلام خان پرته دوې نورې لارې هم له پاکستان سره پرانيستې دي. يوه د پکتيا ډنډپټان او بله د پکتيکا د انګور اډې. که ګواښونه موجود وي، نو له هغو لارو هم کېږي، هغه دې هم وتړل شي. که ګواښونه نه وي موجود نو ستونزه چېرته ده؟))

په ۲۰۱۴ ميلادي کال په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم د نظامي عملياتو پر مهال غلام خان بندر تړل شوی و، خو له څلورو کلونو وروسته دغه بندر تېره اوونۍ د سوداګريزو مالونو د لېږد پر مخ پرانيستل شو.

د خوست ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال وويل چې د ياد بندر د تړلو خبره د سکېنر د نه شتون له امله کېږي.

لکڼوال وويل: ((هلته نوي تاسيسات جوړ شوي دي. د غلام خان د مامورينو ټول کارکوونکي شته. د کنټرول او چک سپي هم شته. کمېساري هم جوړه شوې. هېڅ داسې دليل نشته چې د دې لارې بندېدو سبب دې وګرځي.))

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼي د سوداګرو په استازيتوب ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې له دولته وغوښتل چې د غلام بندر دې رسمي ترانزېټ لار او د تل لپاره دې د سوداګرو او نورو خلکو پر مخ پرانيستې وساتل شي.

نوموړي زياته کړه: ((څو چې دا لار دايمي خلاصه ونه ساتل شي، لاريونونه به هم کوو، ښار به هم تړو. له دواړو هېوادونو څخه مو دا غوښتنه ده چې له دې مسئلې څخه دې سياسي موضوع نه جوړوي.))

بل لور ته د خوست والي حکم خان حبيبي پژواک ته وويل چې دوی ته له کابل نه د غلام بندر په اړه مکتوب رسېدلی خو په مکتوب کې د لارې بندېدو په اړه کوم څه نه دي ليکل شوي.

والي حبيبي وويل، ولايتي اداره او مرکز کابل هڅه کوي چې د غلام بندر د درېيو مياشتو په موده کې له ټولو هغو اسانتياوو برخمن شي چې د يوې رسمي ترانزيټي لارې لپاره اړين بلل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((هغه ټول ضرورتونه چې اړين او لازم دي، زموږ پلان دا دی، څومره ژر کېږي، هغه د غلام خان په بندر کې نصب کړو او په اساسي ډول دغه لار د سوداګرو پر مخ پرانيستل شي.))

د غلام خان لارې د ترانزيټ حکم پخواني جمهور رييس حامد کرزي په ۱۳۸۱ هجري لمريز کال کې ورکړی و، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله يې تر اوسه ترانزيټي بڼه نه ده خپله کړې.

همدارنګه د غلام خان په بندر کې د امريکا د پوځ له لوري د شاوخوا څلورو ميليونو ډالرو په لګښت د ګمرک او کميسارۍ تاسيسات هم جوړ شوي خو پرته له ګټې اخيستنې تشې ودانۍ ولاړې دي.

د سوداګرو په وينا، که دا لار رسمي ترانزېټ شي، د دوی لپاره به ډېره اسانتيا رامنځته شي؛ ځکه دا لار د نورو ترانزيټي لارو په پرتله د پاکستان ستر سوداګريز مرکز کراچۍ ته شاوخوا ۴۵۰ کيلومتره نږده ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد
سوداګري او اقتصاد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

سوداګري او اقتصاد

سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی

سوداګري او اقتصاد

افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا هوکړه وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

سوداګري او اقتصاد

خوست کې د جلغوزیو سوداګر د صادراتو او پروسس اسانتیاوې غواړي

سوداګري او اقتصاد

د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته د سفر بلنه ورکړې ده

سوداګري او اقتصاد

هرات کې ښځینه پلورونکې؛ له کورني محدودیتونو په بازار کې تر کاره