کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٧): د مصر د الازهر پوهنتون ستر مفتي ويلي چې د جهاد فتوا دولت او د کفر فتوا يواځې محکمې ورکولى شي.
د مصر د الازهر پوهنتون ستر مفتي (مفتي الاعظم) ډاکتر شوقي ابراهيم دا څرګندونې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د (پيغام پاکستان او ترهګرۍ) تر عنوان لاندې کنفرانس ته کړې دې.
د يادونې ده، د پاکستاني ديني عالمانو له خوا څو مياشتې مخکې د (پيغام پاکستان) تر نامه لاندې د ترهګرۍ پر ضد فتوا ورکړل شوې وه.
په دې فتوا کې راغلي وو چې د جهاد فتوا يواځې دولتونه ورکولى شي، اشخاص او ډلې د دې فتوا ورکولو حق نه لري.
د مصر ستر مفتي ياد کنفرانس ته په خپله وينا کې ويلي چې يواځې دولتونه د جهاد فتوا او محکمې د خلکو د کفر په اړه فتوا ورکولو حق لري.
ډاکتر ابراهيم ويلي چې په اسلام کې سخت دريځي، ترهګري او مسلمان ته د کافر ويلو په اړه سخت ممانعت راغلى دى.
هغه زياته کړه چې داعش له اسلام څخه لرې او ناخبره ډله ده او د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي.
د مصر د الازهر پوهنتون دغه ستر مفتي ويلي: “يواځې تکړه ديني عالمان د اسلامي احکامو په اړه د فتوا ورکولو واک لري، هغه علماء چې څو کتابونه يې لوستى وي، دا حق نه لري.”
ډاکټر ابراهيم وايي، د هغو وسله والو او ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه په کار ده چې مشرتابه يې دولتونه نه مني.
د نوموړي په وينا، د مصر حکومت هم پر يوه داسې ملي دريځ کار کوي چې د دغه هېواد ټول جيد علماء به پرې لاسليک وکړي.
ياد کنفرانس ته د پاکستان يوه ديني عالم ډاکټر افتاب احمد ويلي چې د اسلامي هېوادونو له امنيتي ځواکونو سره جګړه کول بغاوت دى.










