منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

په قاچاقي توګه د خوراکي توکو د راواردولو د مخنیوي هڅې چټکې شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۴ وری ۹۷): د کندهار چارواکي وايي، له صحي سند پرته او پر قاچاقي لارو د خوراکي توکو د راواردولو د مخنیوي په برخه کې یې هڅې چټکې کړې دي.

څه موده وړاندې پژواک اژانس راپور خپور کړ چې که څه هم هېواد ته د خوراکي توکو د را واردولو پر مهال د اړوندو محصولاتو په اړه د صحي سرټیفیکټ شتون لازمي دی، خو ځینې خوراکي توکي له صحي سرټیفیکيټ پرته له قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل کېږي.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د کندهار والي په اوونیزه اداري غونډه کې اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې کندهار ته دې د له صحي سرټيفیکټ پرته د خوراکي توکو د راوړل کېدو مخنیوی وشي.

د کندهار د کرنې ریاست اړوند د زراعتي توکو د قرنطین د مدیریت مسوول ذبیح الله زیارمل پژواک خبري اژانس ته وویل، په سپين بولدک کې یې له پاکستان څخه د راوړل کېدونکو توکو د کنټرول او قرنطین لړۍ سخته کړې ده.

هغه زیاته کړه، مامورین یې له پاکستان څخه د واردېدونکو ټولو خوراکي توکو صحي سرټیفکیټ په دقیقه توګه ګوري او وروسته یې د محصول لپاره ګمرک ته استوي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ځینې خوراکي توکي، مېوې او سبزیجات او ان درمل له قاچاقي لارو هم راځي چې هیڅ ډول صحي سرټیفیکټ نه لري چې د مخنیوي په موخه یې د امنیتي ځواکونو په مرسته هڅې چټکې شوې دي.

ده خبر ورکړ چې ډېر ژر به په دغه ولسوالۍ کې د حیواني او زراعتي محصولاتو د تجزیې او کیفیت معلومولو لابراتوار هم پرانیستل شي چې د دوی کارونه به نور هم اسانه کړي.

هغه زیاته کړه، له تېرو څو کلونو راهیسې په سپین بولدک کې د نړیوال بانک په مرسته د حیواني او زراعتي محصولاتو د تجزیې او کیفیت معلومولو په موخه د یوه مجهز لابراتوار د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

دی وايي، د دغه لابراتوار لپاره مسلکي کسان روزل شوي او ژمنه شوې چې په روان لمریز کال کې به فعالیت پيل کړي.

د کندهار د ګمرک رییس محمد اکبر پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو په مرسته پر قاچاقي لارو د توکو د راواردولو د مخنیوي لپاره یو لړ ګامونه اخیستل شوي.

دی وايي، په دې کار سره به نه یوازې د غیر معیاري او غیر صحي خوراکي توکو د راواردولو مخنیوی وشي، بلکې د ګمرک ریاست د عوایدو په ډېروالي کې به هم رول ولري.

له پاکستان څخه هره ورځ د سپین بولدک له لارې شاوخوا ۲۵۰ موټره بېلابېل خوراکي توکي لکه مېوه، سبریجات، انساني او حیواني درمل، څاروي او نور افغانستان ته راوړل کېږي.

خو د دغو توکو ډېره برخه پر قاچاقي لارو افغانستان ته راځي چې اړوند صحي سرټيفیکټ نه لري.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار والي زلمي ویسا د کندهار د ګمرک او د کرنې رییسانو ته دنده سپارلې چې دغه موضوع له نږدې وڅاري او پرېنږدي چې له صحي سرټیفیکټ پرته غیر معیاري خوراکي توکي کندهار ته راوړل شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې والي امنیتي ارګانونو ته هم امر کړی چې په قاچاقي توګه دې د خوراکي توکو د راواردولو مخنیوی هم وکړي.