ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم کمبوډيا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم کمبوډيا ته ماتې ورکړه

author avatar
27 Mar 2018 - 19:33
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم کمبوډيا ته ماتې ورکړه
author avatar
27 Mar 2018 - 19:33

کابل (پژواک ۷وری۹۷): د افغانستان د فوټبال ملي ټيم په ۲۰۱۹ کال کې د اسيا ملتونو جام د پيليزو سياليو په تشريفاتي لوبه کې د کمبوډيا ملي ټيم ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې چې نن له غرمې وروسته د تاجکستان په مرکز د دوشنبې ښار په لوبغالي کې ترسره شوه، جبار شرزه د مصطفی ازادزوی په پاسونو سره، په ۲۶او۴۵ دقيقو کې پر کمبوډيا ګولونه ووهل.

کمبوډيا بيا خپل يواځينی ګول په ۶۹مه دقيقه کې پر افغانستان وواهه.

افغانستان په دې بريا سره، شپږ امتيازه ترلاسه کړل او په خپله ډله کې يې درېيم مقام خپل کړ، خو ونه توانېد چې د اسيا ملتونو جام د غوراوي سياليو بل پړاو ته لار ومومي.

د افغانستان ملي لوبډلې په  مخکينۍ سيالي کې چې د ۱۳۹۶کال د تلې په ۱۸مه په پنوم پن ښار کې ترسره شوه، له کمبوډيا څخه ماتې خوړلې وه.

ټاکل شوې ده د اسيا ملتونو جام راتلونکی زېږديز کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.