ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ۱۳ولايتونو کې ۲۰۶روغتيايي مرکزونه جوړېږي

د هېواد په ۱۳ولايتونو کې ۲۰۶روغتيايي مرکزونه جوړېږي

author avatar
3 Apr 2018 - 17:04
د هېواد په ۱۳ولايتونو کې ۲۰۶روغتيايي مرکزونه جوړېږي
author avatar
3 Apr 2018 - 17:04

 کابل(پژواک،۱۴وری۹۷): د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې په روان کې کې د نړيوال بانک په مالي مرسته د هېواد په ۱۳ولايتونو کې ۲۰۶روغتيايي مرکزونه حوړېږي.

 د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز نن په يوه خبري ناسته کې وويل، د هغې ژمنې له مخې چې د عامې روغتيا وزارت د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د ۴۰۰روغتيايي مرکزونو د جوړولو په اړه کړې وه، ۱۷۲ يې تېر کال په ۱۸ولايتونو کې جوړ شوي او ټاکل شوې ده چې ۲۰۶ نور يې په لرې او هغو سيمو کې جوړ شي چې د تګ راتګ لارې يې سختې دي.

نوموړي زياته کړه چې ددغو مرکزونو په جوړېدو سره به په ۱۳ولايتونو کې ښه کيفيت لرونکو روغتيايي خدمتونو ته د خلکو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو لاس رسى ډېر شي.

 د ډاکټر فيروز په وينا، ټاکل شوې ده چې دغه روغتيايي مرکزونه په هرات، کندهار، پکتيا، پکتيکا،خوست، بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان، فارياب، باميانو، غزني او کابل کې د ۹.۵ميليون امريکايي ډالرو په لګښت سره جوړ شي.

 د عامې روغتيا وزير دغه راز زياته کړه چې په ۱۳ ولايتونو کې ښه کيفيت لرونکو روغتيايي خدمتونو په برخه کې د روغتيايي کار کوونکو د هڅونې لپاره د هغوی اصلي معاشونه ۴۰سلنه لوړ شوي او په کابل او هرات ولايتونو کې د اچ ای وي خدمتونو وړاندې کولو لپاره دوه مرکزونه جوړېږي.

 ډاکټر فيروز په هېواد کې دننه د خلکو د روغتيايي ستونزو د حل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل:" هڅه کوو چې د هېواد په کچه با کيفيته روغتيايي خدمتونو وړاندې کول پراخ شي څو روغتيايي ستونزې بهرنيو هېوادونو ته له تګ پرته په هېواد کې دننه حل شي. "

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نيلوفر ابراهيمي په دې ناسته کې وويل چې بدخشان له هغو ولايتونو څخه دی چې د ميندو د مړينې شمېر پېښې په کې ډېرې دي، نو ځکه د روغتيايي مرکزونو جوړېدل، ددغه ولايت د خلکو لپاره ستره مرسته کېدای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.