منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۵ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

کونړ کې د تذکرو اخيستنې برخه کې د ښځو ونډه تر نارينه وو زياته شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۴ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ١٨ ورى ٩٧) : د کونړ د نفوسو احوال ثبتولو اداره وايي چې په دغه ولايت کې د تذکرو اخيستلو په برخه کې د ښځو ونډه تر نارينه وو زياته شوې ده.

په دې ولايت کې د يادې ادارې مشر فضل خالق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر ١٣٩٦ لمريز کال کې ددې ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٥١ زره کسانو تذکرې اخيستې دي چې ٢٧ زره يې ښځې او ٢٤ زره نور يې نارينه دي.

نوموړی زياتوي چې اوس يوازې د مرکز او ولسواليو په مرکزونو کې تذکرې ورکول کېږي او هره ورځ لسګونه ښځينه او نارينه ورته مراجعه کوي.

د هغه په وينا، ډېرى هغه خلک تذکرو اخيستلو ته مراجعه کوي چې تازه له پاکستان څخه راستانه شوي وي.

دکونړ ولايت د نفوسو احوال ثبتولو مدير وايي، راتلونکې ټاکنې په تذکرو ترسره کېږي، له همدې امله دوى ٩٩ تنه نور تازه مامورين په دندو ګوماري .

د فضل خالق په وينا، له نويو مامورينونه ازموينه اخستل شوې او ډېر ژر به د کونړ ولايت په مرکز کې درې  او په  ولسواليو کې  دوه  دوه ټيمونه فعال شي .

ده وړاندوينه وکړه چې له دې وروسته به د تذکرو په اخيستنه کې دښځو ونډه نوره هم زياته شي، ځکه چې په ټول ولايت کې هېڅ داسې سيمه نشته چې د ښځو  دتذکرو له اخيستلو سره مخالفت وشي.

د کونړ ولايت د مرکز اسعداباد ښار د بي بي فاطمې لېسې ددوولسم ټولګي زده کوونکې مروا وايي چې اته کاله مخکې يې د تابعيت تذکره اخيستې او په راتلونکو ټاکنو کې به ګډون هم کوي.

هغې ددغه ولايت له ټولو ميندو او خويندو وغوښتل چې که تذکرې يې نه وي اخيستې، نو په بېړې سره دې واخلي او په ټاکنو کې دې خپلې رايې د خپلې خوښې کانديد ته ورکړي.

ددغه ولايت د ښځو چارو رييسه شهلابابر وايي چې دوى په دغه برخه کې له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره خبرې او ناستې کړې دي.

هغې زياته کړه چې په دغه ولايت کې د ښځو له تذکرو سره هېچا مخالفت نه دى کړى او په دې اړه عامه پوهاوى ډېر ګټور تمام شوى دى.

مېرمن بابر وايي،اړونده ادارې دې ښځوته د تذکرو د ورکړې په برخه کې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي چې ورسره به يې کچه نوره هم لوړه شي.

د نوموړې په وينا، د تذکرو سيارو ډلو سره د عکسونواسانتاوو رامنځته کول به له مېرمنو سره د تذکرو په ژر اخيستوکې ډېره مرسته وکړي، ځکه چې د کليو خلک ښار ته نه شي تللى.