منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
کډوالغړي

وزيرستاني کډوال: د پاکستان د حکومت په خوښه شمالي وزيرستان ته نه ستنېږو

· 2 دقیقې لوستل · 132 کتنې

خوست ښار(پژواک، ۲۴ ورى ۹۷):په خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي چې د پاکستان د حکومت له لوري د ورکړل شوې نېټې سره سم خپل وطن ته نه ستنېږي.

د ځينو رسنيو د راپورونو له مخې، د شمالي وزيرستان ځينو حکومتي چارواکو ويلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به له خوست څخه د وزيرستاني کډوالو د ستنېدو درېيمه لړۍ پيل کړي.

دغو سرچينو زياته کړې چې په دې لړۍ کې به ۱۷۰۰ کورنۍ د اپرېل مياشتې تر پايه شمالي وزيرستان ته ستنې شي، خو په خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال د پاکستاني چارواکو له يادې خبرې سره مخالفت لري.

په خوست کې د يادو کډوالو د شورا مشر ډاکټر حيات محسود پژواک اژانس ته وويل، د دوی د خپلمنځي پرېکړې پر بنسټ نه غواړي د پاکستان د حکومت په خوښه شمالي وزيرستان ته ستانه شي.

نوموړي وويل، تر هغو چې پاکستان د دوی د ستنېدو پرمهال د مهاجرو نړيوال اصول مراعات نه کړي او دوی ته د ړنګو شوو کورونو او مارکېټونو زيان ورنه کړي، تر هغو نه ستنېږي.

محسود زياته کړه: ((که پاکستان د يو ان اچ سي ار قوانين مني او موږ ته خپل حقوق راکوي، بيا ځو که نه له هغه پرته چې زموږ حقوق تر پښو لاندې کېږي، موږ تللو ته تيار نه يو.))

د دې ولايت د ګربزو ولسوالۍپه ګلان کمپ کې مېشت وزيري کډوال حاکمين پژواک اژانس ته وويل چې که اوس خپل وطن ته ستانه هم شي، د دوی لپاره ګټه نه لري.

نوموړي وويل، هغه کډوال چې تر اوسه ستانه شوي دي، هغوی ټول په بنو کې په يوه کمپ کې د پاکستان د حکومت تر نظر لاندې د اسيرانو په توګه ساتل کېږي او خپلو سيمو ته نه دي پرېښودل شوي.

حاکمين وويل: ((زموږ کورونه، مارکېټونه او نور هر څه مو له لاسه ورکړي دي. اوس موږ نه غواړو چې له تاوان راکولو پرته بېرته خپل وطن ته لاړ شو.))

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې د سخت دريځو پرضد د ضرب عضب نظامي عملياتو له امله له شمالي وزيرستان څخه خوست او پکتيکا ته لسګونه زره کورنۍ راکډوالې شوې وې.

د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس محمد هاشم پژواک اژانس ته وويل چې زياتره کورنۍ بېرته ستنې شوې، خو ۹۵۰۰ کورنۍ اوس هم په ګلان کمپ او د دې ولايت په ځينو نورو سيمو کې مېشتې دي.

که څه هم وزيرستاني کډوال وايي چې د نړيوالو مرسته کوونکو ادارو له لوري ورسره مرستې کمې شوې، خو محمد هاشم وويل، تر هغو چې کډوال دلته اوسېږي، نړيوالې مرستې به وسره دوام ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول کډوال
کډوال

تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه ۱۱۵ کورنۍ راستنې شوې دي

کډوال

د بشري حقونو د څار سازمان له فرانسې غوښتي چې افغان کډوال دې په زور افغانستان ته نه لېږي

کډوال

قرغیزستان د افغان او افریقايي کډوالو د منلو په اړه د اروپايي ټولنې وړاندیز رد کړ

کډوال

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

کډوال

جیبوټي کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدل؛ لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي

کډوال

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۴ کورنۍ راستنې شوې دي

کډوال

ملګري ملتونه: روان کال له ۵۸۱ زره ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

کډوال

فرانسې تاييد کړې چې له ا.ا سره يې د یو شمېر افغانانو ایستلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي